BBC
 شاته

د فوټبال څلور ځله نړيواله اتله ایټالیا له نړیوال جامه پاتې شوه

بوفون ژاړي او ملګری یې کراروي د انځور حقوق All sports/gettyimages
Image caption بوفون ژاړي او ملګری یې کراروي

ایټالیا د ۲۰۱۶ نړیوال کپ اتلولیو کې په تېرو ۶۰ کلونو کې د لومړی ځل لپاره له نړیوال جامه پاتې شوه. سویډن ایټالیا ته ماتې ورکړه.

د ایټالیا افسانوي ګول ساتونکي جیان لویجي بوفون له اوښکو ډکو سترګو د ایټالیا له فوټبال مینه والو وروسته تر هغه بښنه وغوښته، چې لوبډله یې راتلونکی اوړی روسیه کې د نړیوالې اتلولۍ له جامه پاتې شوه.

د ایټالیا لوبډله، چې څلور ځله یې په نړیواله کچه اتلولي ګټلې وه، له ۱۹۵۸ کال راپدېخوا په لومړي ځل نړیوال جام ته له رسېدو پاتې شوه.

۳۹ کلن بوفون وویل: "د شرم خبره ده چې د نړیوال جام د اتلولیو لپاره زما رسمي لوبډله پاتې راغله".

فوټبال: څوک به د اروپا اتل شي؟

فوټبال: لیسټر سټي چیلسي ته دوه یو ماتې ورکړه

پر سر فوټبال وهل حافظه 'اغېزمنوي'

دی وايي: "دا شرم د ټولو ترمنځ یوشان دی. هېڅ د قربانۍ ګډ نه شته."

د یوونتوس اندریا بارزاګلي او د روم دانیلي دي روسي هم د ایټالیا له لوبډلې د استعفا اعلان کړی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایټالیا له ۶۰ کلونو راهیسې لومړی ځل له نړیوال جامه پاتې شوه

ګول ساتونکي بوفون په ۲۰ کلونو کې د خپل هېواد په ګټه ۱۷۵ ګولونه کړي، چې بالاخره په ۲۰۰۶ کال یې خپل ټیم نړیوال جام ته ورساوه او باور یې دا دی چې څلور ځلې اتل شوې لوبډله به یې د نړیوالې اتلولې لپاره ښه راتلونکی ولري:

"یقیناً د ایټالیا فوټبال ښه راتلونکی لري، ویاړ، وړتیا، پیاوړتیا او پرېکړه زموږ په لاس کې ده. له هر ځل لوېدو وروسته پر پښو د درېدو لپاره خپله لار موندلی شو".

د ایټالیا لوبډلمشر ګیامپیرو وینټورا - چې تر ۲۰۲۰ پورې تړون لري - ملي تلوېزیون ته له ماتې وروسته خبرې ونه کړې، خو ټیک ۹۰ دقیقې وروسته په یوه خبري غونډه کې راښکاره شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایټالیا افسانوي ګول ساتونکي جیان لویجي بوفون لپاره یوه نهیلې کوونکې شېبه وه

'ما استعفا نه ده کړې'

۶۹ کلن وینټورا وویل: "ما استعفا نه ده کړې، ځکه چې تر اوسه مې رییس سره خبرې نه دي کړې. "

"له ناوخته کېدو بښنه غواړم، خو له هر لوبغاړي سره د کار کولو امتیاز لرم، غواړم په انفرادي ډول ټولو ته سلام وکړم".

ازوري به پخپل تاریخ کې د دویم ځل لپاره د نړیوال جام له پایلوبو وځي، چې په ۱۹۳۰ کال یې هم په لومړي پړاو کې له ګډون کولو بښنه غوښتې وه.