BBC
 شاته

ایران کې له زلزلې وروسته زرګونه کسان سرپناه لټوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د دربندیخان بند کنټرولخونه کې د زلزلې شېبې

بي بي سي ته ویل شوي، چې په ایران کې زورورې زلزلې شاوخوا ۱۲۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي او زرګونه کسان له کورونو بهر په یخه هوا کې پاتې دي.

د ایران - عراق په شمالي سرحدي سیمو کې د ریختر په کچه له ۷٫۳ درجې زلزلې وروسته اوس زرګونه ایرانیانو دویمه شپه هم له کورونو بهر په یخه هوا کې تېره کړه.

حکومت د کرمانشاه ولایت د زلزلې ځپلو غرنیو سیمو لپاره د مرستو رسولو په لټه کې دی. هلته سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

د تېرې یکشنبې ورځې په دې زلزله کې تر ۴۳۰ ډېر کسانوژلش وي او نژدې ۷۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

ایران کې د زلزلې قربانيانو شمېر له ٤٠٠ لوړ شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
زلزله؛ پر سرحدي سیمه وېره

ایران سې شنبې ورځ د ملي ویر ورځ وټاکله.

په پام کې ده چې د ایران ولسمشر حسن روحاني زلزلې ځپلې سیمې ته ولاړ شي، خو هلته د نړیوالو رسنیو د ورتګ اجازه تر اوسه نه ده ورکړل شوې.

د انځور حقوق EPA
Image caption په ځینو سیمو کې لنډمهالي کلینیکونه جوړ شوي

د ایران حکومتي رسنۍ ایرنا ویلي، زلزلې په ایران کې ۴۳۰ کسان وژلي. له عراق سره په ګڼ مېشتې سرحدي سیمه کې هم نهه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د ایران حکومتي تلوېزیون وايي، له زلزلې زرګونو ژوندیو پاتې وګړو دویمه شپه هم بهر په یخه هوا کې تېره کړې ده.

یوې خبري رسنۍ ویلي، ۷۰۰۰۰ خلک سرپناګانو ته اړتیا لري، ملګرو ملتونو ویلي، که له دوی مرسته وغوښتله شي، بېړنۍ مرستې ته چمتو دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ايران او عراق کې زلزلې درنه مرګ ژوبله اړولې