BBC
 شاته

د افغانستان د پوهنې چارسمبالی وزیر له دندې ګوښه شو

حنیف بلخي د انځور حقوق MOe afg/fb
Image caption ښاغلی بلخي یو کال وړاندې د ولسي جرګې له استیضاح وروسته د باور رایو په اخیستو ونه توانېد، خو د سرپرست په توګه یې خپل کار ته دوام ورکاوه.

د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر اسدالله حنیف بلخي له دندې لیرېکړل شوی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه فرمان کې د پوهنې وزارت مرستیال محمد ابراهیم شینواری د سرپرست وزیر په توګه معرفي شوی.

وړاندې ویل کېدل چې ښاغلی بلخي د ورپېښې ناروغۍ له کبله کار مخته نه شي وړلی، خو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني د نوموړي له کار خوښ نه و.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په حکم کې راغلي، د نوي وزیر تر معرفي کېدو پورې به ښاغلی شینواری ددغه وزارت سرپرست وي.

ښاغلی بلخي یو کال وړاندې د ولسي جرګې له استیضاح وروسته د باور رایو په اخیستو ونه توانېد، خو د سرپرست په توګه یې خپل کار ته دوام ورکاوه.

رشوت؛ د افغان ښوونکو په ګومارنه کې غوړه مړۍ

افغانستان: د پوهنې کارکوونکو او ښوونکو بایو مټریک معلومات ثبتیږي

ولسمشر غني نجونو ته د پوهنې وزارت د جامو طرحه رد کړه

پوهنه کې د فساد څېړلو پلاوی د موندنو ډاګیزېدل غواړي

اسدالله حنیف بلخي په ۱۳۳۴ کال شمالي بلخ ولایت کې زیږېدلی. د سعودي عربستان امّ القری پوهنتون کې یې دوکتورا اخیستې. په ۱۳۸۲ کال یې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کې کار پیل کړی او په ۱۳۹۱ کال کویت کې د افغانستان سفیر ټاکل شوی و.

د انځور حقوق @Haqmal
Image caption محمد ابراهیم شینواری وړاندې د پوهنې وزارت مرستیال و.

د پوهنې وزارت ۲۶۲ کارکوونکي لري، چې په حکومتي تشکیلاتو کې لوی ارګان ګڼل کېږي.

دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۹ میلیون زده کوونکي، ۲۰۰ زره ښوونکي او ۱۷ زره ښوونځي پر دغه وزارت پورې تړلي، خو لاهم په هېواد کې نژدې ۳ میلیون او ۵۰۰ زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي.