شاته

امریکا ایران ته د بندیانو د خوشې کیدو لپاره ۴ سوه ملیونه ډالر ورکړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي ایران ته یې څلور سوه ملیونه ډالر د هغو پنځو امریکایانو د خوشې کیدو په بدل کې ورکړیدي چې په هغه هیواد کې یرغمل شوي وي.

سره لدې چې د امریکا حکومت وایي دا پالیسي نلري چې د بندیانو په بدل کې چا ته پیسې ورکړي خو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي پرون خبریالانو ته وویل چې دا پیسې ایران ته د یوې محکمې د جوړجاړي پر اساس ورکړل شویدي.

ښاغلی کربي وایي پیسې وروسته له هغه ایران ته ورکړل شوې چې پنځه یرغمل شوي امریکایان خوشې شول او په الوتکې کې کښیناستل.

کربي وایي امریکا پدې کار سره غوښتل چې د "خپلو اتباعو په خوشې کولو کې برلاسی اوسي."

دا لومړی ځل دی چې د جمهور رئیس اوباما حکومت په عامه توګه اعلان کوي چې دا پیسې یې د بندیانو د خوشې کولو لپاره ورکړیدي.

پخپله جمهور رئیس براک اوباما او د بهرنیو چارو وزیر جان کري پدې تر اوسه اعتراف ندی کړی چې ایران ته دا پیسې د بندیانو د خوشې کولو او یا هم د هغه هیواد سره د اتومي موافقې له مخې ورکړل شویدي.