شاته

د سوریې شخړه؛ کوچنی عمران څنګه له مرګ وژغورل شو؟

د سوریې په حلب ښار کې د بمباریو له امله په وینو ککړ د یو ټپي ماشوم عکس تر هغه وروسته د نړیوالو پام ځانته رامات کړ چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې خلکو په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړ او تبصرې یې پرې ولیکلې.

د سوریې د اپوزیسیون فعالانو تیره ورځ ناوخته داسې انځورونه خپاره کړل چې ښکاري یو تن له ورانیو څخه یو ماشوم راباسې او هغه امبولانس ته لیږدوي.

د امبولانس په نارنجي څوکۍ کې ناست دغه ماشوم چې مخ یې وینو او دوړو پوښلی وارخطا، ژوبل او ناچاره ښکاري.

په حلب کې ډاکټرانو ددغه هلک نوم "عمران دنګیش" ښودلی او ویلي یې دي چې پنځه کاله عمر لري. د ډاکټرانو په وینا دغه ماشوم د چهارشنبې په ماښام روغتون ته ورسول شو څو د سر په ګډون په بدن کې د جراحاتو درملنه وشي.

عمران دنګیش د جنګیالیو تر کنټرول لاندې "قطرجی" سیمې که د هوایي بمباریو په پایله کې ټپي شو. یو محلي ډاکټر ویلي چې پدې بمباریو کې د پنځو ماشومانو په شمول اته تنه وژل شوي دي.

"بې ګټې بمبارۍ"

په داسې حال کې چې د سوریې پر خاورې هوایي عملیاتو د ملکیانو ژوند ته لوي خطر پېښ کړی، د روسیې د دفاع وزارت د ځينو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ددغه هېواد جټ الوتکو په "دیر الزور" ولایت کې داعش پورې اړوندې شپږ اډې له منځه وړې او ۱۵۰ تنه جنګیالي یې وژلي دي.

روسیه چې دغه عملیات د ایران له یوې هوايي پوځې اډې څخه ترسره کوي، په متحدو ایالتونو کې د مقاماتو غوسه راپارولې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مارک ټونر په ایران کې د روسیې د جنګې الوتکو له ځاي پرځاي کیدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي چې په تیرو څو ورځو کې ددغه هېواد بمباریو ګومه ګټه نه لرله.

مارک ټونر وایې: "اساساً دغو عملیاتو کومه ګټه نده رسولې. لکه څنګه چې تاسې خبر یاست دغې بمبارۍ د حلب په شاوخوا سيمو کې خطرناک حالات لاپیچلي کوي. کله چې روسان د پراخو بمباریو لپاره د ایران له هوايي اډې څخه استفاده کوي په حقیقت کې دوي ملکي خلکو ته زیان رسولو ته ادامه ورکوي. ځکه نو پدې برخه کې زموږ اندېښنې پرخپل ځاي دي."

اته دقیقې غونډه

په سوریې کې هوايي بمباریو د بشردوستانه مرستو رسولو چارې ټکنۍ کړي دي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی، ستیقن دي میستورا په ژنیف کې یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې هغه سوریې ته د بشردوستانه مرستو د رسولو اوونیزه ناسته تر اتو دقیقو وروسته پرېښې ده.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی، ستیقن دي میستورا

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی، ستیقن دي میستورا

دي میستورا وايې: " موږ نن د بشردوستانه مرستو د کارې ډلې لنډه غونډه رابللې وه. دغې غونډې له اتو دقیقو ډیر دوام ونکړ. زه ددې کارې ډلې د مشر په توګه اعلان کوم چې د بشردوستانه مرستو لپاره د یوې ناستې د رابللو لپاره هیڅ احساس نشته، مګر دا چې سوریې لپاره د بشردوستانه مرستو د رسولو په چاره کې ګام پورته شي."

ملگرو ملتونو په حلب کې په فوري توګه د بشردوستانه اوربند غږ کړی او د سولې د ناکامو خبرو د بیاپیلېدو لپاره یې هڅې زیاتې کړي دي.

په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې شخړو له پیل څخه تراوسه تر دوه سوه پنځوس ډیر خلک وژل شوي او شاوخوا یوولس میلونه کسان له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.