شاته

له جمهور رئیس او اجرائیه رئیس څخه د امریکايي قوماندان غوښتنه

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان د ملي وحدت حکومت له مشرانو څخه غوښتي چې اجازه ورنکړي سیاسي توپیرونه یې د جګړې په ډګر کې لاسته راوړنې وننګوي.

امریکايي جنرال، جان نیکلسن په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې جمهور رئیس اشرف غني له خپل شریک، اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله سره په یو سیاسي تقابل کې ښکیل شوی، داسې چې د ملي وحدت حکومت د بقاء په اړه یې له ځینو سره پوښتنې زیږولي دي.

امریکا غږ ته په لیکلې بڼه خپلو تبصرو کې ښاغلي نیکلسن ویلي: "د ناټو قاطع ماموریت د افغانستان سیاسي پروسو ته درناوی لري او پکې ښکیل ندی. ټولو ته زموږ پیغام دادی چې لطفاً سیاسي پروسو ته اجازه مه ورکوئ چې امنیتي لاسته راوړنې او په امنیتي بنسټونو کې پرمختګونه چې په شپږو-نهو میاشتو کې ترلاسه شوي، تر پوښتنې لاندې راولي."

د جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ تر هغه وروسته تشنج رامنځته شو چې اجرائیه رئیس د ملي وحدت حکومت د هوکړه لیک په تړاو د جمهور رئیس د بي پروایۍ له امله ګیله وکړه.

جمهور رئیس غني د خپل اجرائیه رئیس څرګندونې د "دولتدارۍ موازینو او روحیې سره مخالفې" وگڼلې.

په ځواب کې یې عبدالله غوښتنه وکړه چې " د ملي وحدت حکومت د هوکړه لیک بشپړ تطبیق؛ موږ لدې کم او زیات څه نه غواړو ځکه چې ددغه هوکړه لیک تطبیق د هېواد د بقا او ثبات لامل کیږي. "

لدغو ناندریو وروسته دواړو مشرانو د چهارشنبې په ورځ سره ولیدل او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکو ورځو کې به خپلو بحثونو ته ادامه ورکړي.

له افغان دولت څخه د واشنګټن ملاتړ

د اوباما ادارې د ملي وحدت حکومت څخه پر خپل ملاتړ ټینګار کړی او د یو با ثباته او سوکاله افغانستان لپاره یې جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله ګډ کار ته هڅولي دي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، مارک تونر په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: " موږ له جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله او د هغو له سلاکارانو سره په منظمه توګه مشوره کوو، لکه څنګه چې هغوي د سختو عملي کورني اصلاحاتو په پلي کولو کې کوښښ کوي، موږ به خپل ملاتړ ته دوام ورکړو."

افغان حکومت په داسې حال کې سیاسي شخړو له ستونې نیولی چې د دولت وسله والو مخالفینو په پنځلسو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی. طالبانو په وروستیو څو اونیو کې په جنوبي هلمند او شمالي کندز او بغلان ولایتونو کې ځینې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

د پنجشنبې په ورځ د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو په مناسبت یوې غونډې ته د وینا پر مهال جمهور رئیس غني افغان پوځیان د امنیت د تامینولو له امله وستایل.

ښاغلي غني وویل: "پدې تاریخي ورځ، زه په ټولو افغانانو غږ کوم چې د سولې، سوکالۍ او ثبات لپاره کار وکړي. لکه څنګه چې امنیتي ځواکونو د دښمن په ماتولو کې خپله وړتیا ثابته کړې، زه له افغانانو غواړم چې د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږي."