شاته

په افغانستان کې د پنتاگون قراردادیان د امریکایي سرتیرو درې چنده دي

په افغانستان کې د میشتو امریکایي سرتیرو په پرتله د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د قراردادیانو درې چنده شمیرې یو ځل بیا په جگړه کې ددغو قراردادیانو د رول او د هغوی د کار د څارنې په هکله پوښتنې رامنځ ته کړي دي.

د امریکا د "کانگرس د تحقیقاتي خدمتونو" بنسټ رپوټ ورکړی دی چې د ٢٠١٦ کال په لومړیو کې په افغانستان کې د امریکا د دفاع وزارت د غیر پوځي قراردادیانو شمیر نژدې ۲۹ زره تنه و، په داسې حال کې چې په هغه هیواد کې د میشتو امریکایي سرتیرو شمیر له ۹۰۰۰ تنو څخه کم دی.

ددې څیړنیز بنسټ موندنې ښیي چې شاوخوا له دریو نه دوه برخې قراردادیان بهرني اتباع دي او یواځې لس فیصده یې په امنیتي وظایفو بوخت دي. ددغو قراردادیانو زیات شمیر د ترجمانۍ، تدارکاتي او د حفظ او مراقبت چارې ترسره کوي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت غیر پوځي کارکوونکو شمیر د ٢٠١١ کال راهیسې په ځانگړې توگه په هغه هیواد کې د امریکایي سرتیرو د شمیر د راکمیدو وروسته مخ په زیاتیدو و او اوس دغه شمیره اوج ته رسیدلې ده.

د ۲۰۱۲ کال په لومړیو کې په افغانستان کې ۸۸ زره امریکایي سرتیري میشت وو، او د امریکا د دفاع وزارت د قراردادیانو شمیر ۱۱۷ زره تنه و چې د هغې جملې نه شاوخوا ٢٣ فیصده یې په امنیتي وظیفو گمارل شوي وو.

امریکایي قانون جوړونکو په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د میشتو امریکایي قراردادیانو د کار او امنیت څخه څارنه تر ارزونې لاندې نیولې ده او په ځانگړې توگه یې د مرستو د ضایع کیدو او ددغو قرادادیانو د کار اړوند فساد له درکه یې اندیښنه څرگنده کړې ده.

که څه هم چې امریکایي سناتورانو د روان کال په پیل کې د "دفاعي مجوزه لایحې" په کلنۍ مسوده کې د دفاع وزارت د قراردادیانو په کار باندې د زیاتې څارنې د رول لپاره نوي اصلاحات شامل کړل، دغې اقدام په مشخصه توگه افغانستان د نظر وړ ساحې په توگه نه دی شمیرلی.

نوي رپوټ په افغانستان او عراق کې د امریکا د دفاع وزارت د قراردادیانو شمیرې د ٢٠٠٧ کال راهیسې وړاندې کړې دي. د امریکا د دفاع وزارت په عراق او افغانستان کې په مجموعي توگه ۲۲۰ میلیارډ ډالر ددغو قراردادیانو د خدمتونو په بدل کې لگولي دي.

د کانگرس د څیړنیزو خدماتو بنسټ همداشان ویلي دي چې د روان کال د اوړي په پیل کې د امریکا د دفاع وزارت شاوخوا ۲۵۰۰ قراردادیانو د ۴۰۰۰ سرتیرو ترڅنگ په عراق کې گمارل شوي وو او په سیمه کې یې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد په جگړه کې د پوځیانو سره مرسته کوله.