شاته

پاپوي نيو ګیني کې د پنا غوښتونکو او مهاجرینو کمپ تړل کیږي

استرالیا پریکړه کړې چې په پاپو ني ګیني کې به د مهاجرو او پنا غوښتونکي هغه کمپ وتړي چې سل ګونه کسان پکې پراته دي. پدې کمپ کې هغه کسان اچول کیږي چې غواړي استرالیا ته د اوبو له لارې لاړ شي خو کښتۍ یې د پولیسو لخوا نیول کیږي او بیا همدې کمپ ته لیږل کیږي.

د پاپوي نيو ګیني سترې محکمې هم ویلي دي چې دا کمپ د "اساسي قانون خلاف" دی. خو اوس پوښتنه دا ده چې ددغو مهاجرینو سرنوشت به څنګه کیږي؟

د پاپوي نيو ګیني صدراعظم پیټر اونیل د همدې تیرې چارشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه او د مانوس په ټاپو کې یې د مهاجرینو د کمپ د بندیدو اعلان وکړ. اونیل وایي چې د دې کمپ د بندولو پر سر یې د استرالیا د مهاجرینو د چارو د وزیر پیټر ډټن سره هم "موافقه کړیده."
د خیریه مؤسسو او حکومتي چارواکو سره اوس پوښتنه د هغو اته سوه او پنځوسو کسانو د سرنوشت په هکله ده چې پدې کمپ کې اچول شویدي. اکثره دغه کسان د افغانستان، ایران، عراق او سوریې اتباع دي. د استرالیا حکومتي چارواکي وایي دا کمپ به سمدستي ونه تړل او په کمپ کې پراته کسان به هم استرالیا ته انتقال نشي.

د بشري حقونو مؤسسې بیا وایي چې مهاجر به هیڅکله پخپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه نشي.
یو احتمال دا دی چې ښایي دا کسان د نارو کمپ ته ولیږدول شي چې هغه هم د استرالیا د حکومت لخوا چلول کیږي. ویل کیږي چې پدې کمپ کې د ماشومانو په شمول د مهاجرینو سره ډیر ناوړه رویه کیږي. استرالیا یو ځل د کمبوډیا او مالیزیا نه هم غوښتي و چې دغو کسانو ته پخپلې خاورې کې ځای ورکړي خو نتیجه یې نه وه ورکړې.

نیوزلینډ هم یو ځل دیته زړه ښه کړی و چې دغه پنا غوښتونکي به ومني.

د استرالیا د مهاجرینود چارو وزیر پیټر ډټن وایي هیله لري چې د پخوا په شان اکثره پنا غوښتونکي او مهاجر به پخپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي. غږ

" مونږ د هغو کسانو لپاره چې بیرته خپلو هیوادونو ته ستنیږي، په زرګونه ډالر د مرستو پروګرام ورته لرو. سل ګونه کسان د همدغو پروګرامونو پر اساس بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شویدي. د مثال په ډول د سریلانکا، ویتنام او هند په شان د هیوادونو خلکو ته چې د پنا غوښتونکو په جملې کې نه راځي، مونږ داسې ترتیبات لرو چې که چیرته هغوي پخپله خوښه ستانه نشي، نو په زور وایستل شي. خو د ایرانیانو لپاره بیا مونږ دا ډول پروګرام نلرو. که چیرته هغوي پخپلې خوښې ستنیږي، مونږ ورته د مرستو پروګرام لرو خو که چیرته وایستل شي، نو مرستې ورسره نه کیږي. خو یو شمیر خلک بیا د نارو او مانوس په کمپونو کې سره لدې چې د پنا غوښتونکو په جملې کې نه راځي، خو بیا هم هلته پاتې کیږي. دا کار زمونږ لپآره د منلو وړ نده. "

د همدې کال د اپریل په میاشت کې په پاپو ني ګیني کې قاضیانو پریکړه وکړه چې د مانوس په ټاپو کې د مهاجرینو او پنا غوښتونکو ساتل غیرې قانوني ده.

سره لدې چې د کمپ د تړلو لپاره کومه نیټه نده ټاکل شوې خو د پاپو ني ګیني او استرالیا د جګپوړو وزیرانو په یوې تازه غونډې کې پدې موافقه وشوه چې د پاپو ني ګیني د قاضیانو پریکړه نهایي ده او دا کمپ باید وتړل شي.

د استرالیا حکومت وایي دا کمپونه یې پدې خاطر جوړ کړي چې خلک وډاروي چې دې هیواد ته د سمندر د لارې ورنشي

د استرالیا حکومت وایي دا کمپونه یې پدې خاطر جوړ کړي چې خلک وډاروي چې دې هیواد ته د سمندر د لارې ورنشي



استرالیا پدې کمپونو کې هغه کسان اچوي چې په کښتیو کې دغې هیواد ته د ورتګ کوښښ کوي. هغوي تر هغه وخته پدې کمپ کې ساتل کیږي تر څو پورې چې د پنا غوښتنې په کاغذونو یې کار روان وي.

د استرالیا حکومت پدې ټینګار کوي چې دغه پالیسي یې د مهاجرینو او پنا غوښتونکو ژوند ژغوري خو فعالین او د بشري حقونو ادارې بیا وایي چې پدې کمپونو کې د خلکو لپاره د ژوند کولو شرایط غیرې انساني دي او بله دا چې استرالیا هغه کسان هم دغو کمپونو کې اچوي چې سخت ناچاره دي او د خطر