شاته

غني او عبدالله بیا د واک د ویش پر سر خبرې کوي

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت مشران یو ځل بیا د واک د ویش او د حکومت د سیاستونو د څرنگوالي په اړه د نظر د اختلاف د حل کولو په مقصد سره خبرې کوي.

عبدالله عبدالله د جمهور رئیس محمد اشرف غني په کړنو باندې د شاوخوا یوې اونۍ سختو انتقادونو وروسته د چارشنبې په ورځ له هغه ولیدل. که څه هم چې ددې لیدنې کتنې جزئیات نه دي بیان شوي، خو د ارگ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه کتنه په "صمیمانه فضا" کې وشوه.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري د امریکا غږ ته وویل چې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو راتلونکې لیدنه کتنه ممکن د یکشنبې په ورځ او یا د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ وشي.

ښاغلي چخانسوري وویل جمهور رئیس غني د ډاکتر عبدالله څرگندونې ارزوي.

له بلې خوا د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل، وویل چې د ښاغلي عبدالله غوښتنې مشخصې دي: ​"عمده بحث د ملي وحدت د حکومت د سیاسي توافقنامې په عملي کیدو دی، د تیرې ورځې د توافق له مخې به دواړه مشران دوه نورې لیدنې کتنې هم ولري چې په دې اړه موافقې ته ورسیږي".

شاو خوا دوه نیم کاله وړاندې د انتخاباتي جنجالونو له رامنځ ته کیدو وروسته، د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو دوه مخکښ کاندیدان د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر په منځگړیتوب د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو سیاسي توافقنامه د ۵۰-۵۰ فیصده ویش پر اصل لاسلیک کړه.

له دې سره سره چې د کابینې غړي، سفیران، والیان، او د حکومت نور لوړپوړي مقامات د ملي وحدت د حکومت د دواړو مشرانو له لورې ټاکل شوي دي خو ښاغلی عبدالله وایي چې په کلي توگه د حکومت له اجرااتو په ځانگړې توگه د جمهور رئیس غني د کړنو نه ناراضه دی.

انتقادونه

په دې ترڅ کې یو شمیر څیړونکي وایي چې د افغانستان اقتصادي او امنیتي وضیعت له دې څخه ډیر ستونزمن دی چې د ملي وحدت د حکومت مشران په پخلو کوچنیو او وړو اختلافونو باندې مصروف شي.

د افغانستان د پخواني حکومت د کابینې وزیر امین فرهنگ، د امریکا غږ ته وویل "دوه کاله یې له لاسه ورکړل، هغه وظیفې یې چې باید تر سره کړی وای، ترسره نه کړې. همدا اوس پارلمان مشروعیت نه لري. که خپل اختلافونه ژر حل نه کړي د افغانستان په تاریخ کې به د افغانستان ډیر بدنامه واکمنان اوسي".

د کابل پوهنتون د حقوقو استاد ودیر صافی، وایي د حکومت زیاتې چارې د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس ترمنځ د نظر د اختلاف په وجه فلج شوي دي.