BBC
 شاته

د قبايلو برخليک؟

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزى وايي له خيبر پښتونخوا صوبې سره به د قبايلو د يو ځاى کېدو خبره تر هغو ونه مني چې قبايل يې خپله ونه غواړي.

په همدې ترڅ کې د عوامي نشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي بيا ادعا کړې چې پخوانی لومړى وزير نواز شريف له خپلې هغې ژمنې په شا شوى، چې ويل يې، قبايل به له خيبر پښتونخوا سره يو ځاى کوي.

د پښتونخوا ولسي تحريک يو مشر سيد عالم مسيد سره امان الله عمران خبرې کړي دي او پوښتلى يې دى چې ولې دې قبايل له خيبر پښتونخوا سره يو ځاى شي؟