BBC
 شاته

ډرون څنګه له وحشي سمندري ژوو خلک ژغورلی شي؟

په اسټرالیا کې څو څو ځله په سمندر کې وحشي حیواناتو پر انسانو بریدونه کړي دي خو اوس یې لکه چې بلاخر حل موندلی شوی دی.

اوس ډرون کولی شي په سمندر کې نهنګان، کبان او لامبو وهونکي وپېژني او که کوم څوک وګوري چې په ستونزه کې دی، مرسته ورسره وکړي.

دا ډرونونه په نوی ساوت وېلز کې فعاله دي او خلکو ته د شارک د خوځښت په اړه خبرداری ورکوي.