BBC
 شاته

د وردګو اوونۍ: د پوهنتون زده کوونکي له کومو ننګونو سره مخامخ دي؟

د کابل کندهار پر لویه لار، د میدان وردګ ولایت، د توپ دښته، یو وخت د جګړی ډګر و خو اوس پکې یو پوهنتون جوړ شوی او فعال دی. څلور سوه زده کوونکي پکې زده کړه کوي.

زموږ همکار اولیا اطرافي چې دې پوهنتون ته ورغلی وايي د پوهنتون په جوړېدو کې ځايي خلکو تر دولت غټ رول لوبولی دی خو لا هم ښځینه محصیلینې نه لري.

نارینه محصلین یې وايي اصلي اندېښنه یې د امنیت د نشت ته والي نه، د امکاناتو کمی دی.