BBC
 شاته

سل ښځې: هغه زما تیو ته لاس را تېر کړ

د نوې څېړنې له مخې له نیمايي زیاتو کینیايي مېرمینو سره په عامه ترانسپورټ کې د جنسیت له مخې زورزیاتی کېږي.

په ۲۰۱۴ کال کې په نایروبي کې وروسته له هغه په پراخه کچه لاریونونه وشول چې په عامه بس کې د یوې ښځې د جنسي ځورونې ادعا وشوه.

انیتا ایندیرو په کینیا کې د ټلوېزیوني او راډیويي خپرونو وړاندې کوونکې ده. نوموړې وايي، کله یې چې په ښاري بس کې سفر کاوه، تیو ته یې لاس ور وړل شو

اغلې ایندرو هیله لري چې خپله کیسه شریکول به یې له نورو سره مرسته وکړي چې یو ګام را مخته شي.