BBC
 شاته

هندوستان کې بې باروتو دېوالي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نورو کلونو پر خلاف سږ کال په دیوالي کې پټاکۍ نه کارېږي.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د دېوالي مراسمو په اړه لیکنه کړې چې د هندوانو مذهبي او لمانځنه ده او دا څو ورځې کېږي چې داوام لري.

ورځپاڼه لیکي چې د پلازمېنې نوې ډيلي د اوسېدونکو غوږونه سږ کال ارامه وو او دا ځکه چې د هند سترې محکمې په دې ښار کې د پټاکیو په خرڅلاو بندیز لګولی و.

د ډيلي د چاپيریال ساتنې اداره وایي چې سږ کال نه یوازې چې د پټاکیو او چاودنو غږونه نه وو، بلکې په هوا کې د باروتو بوی هم نه و او ټول چاپېریال پاک و.

ورځپاڼه وایي چې له بندیز سره سره په ځینو برخو کې بیا هم یو شمېر خلکو خپل شوق پوره کړ خو د نورو کلونو پرتله سږ کال وضعیت ډېر ښه و.

او دا په داسې حال کې ده چې د لندن په ګډون د نړۍ په ګڼو لویو ښارونو کې هندوان دا مراسم لمانځي او له تېرو درې شپو راهیسې په ګڼ شمېر هندي مېشته سیمو کې دیوالي لمانځل کېږي.

د انځور حقوق Hindustan Times
Image caption تېر کې به د ډیلي لارې - کوڅې د باروتو بوی او دود پر سر اخیستې وې.

اکسپرېس ټریبیون

د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې، جماعت الاحرار د مشر عمر خالد خراساني په اړه یوه سرمقاله لیکلې ده.

داسې ویل کېږي چې نوموړی څلور ورځې وړاندې د افغانستان په پکتیا ولایت کې د یوه امریکایي ډرون په برید کې ووژل شو او وروسته په زخمي حالت کې کرمې ایجنسۍ ته یوړل شو او هماغلته ومړ.

پاکستاني طالبان وايي په لاهور کې ځانمرګی برید دوی کړی دی

سي ای اې: تښتول شوې کورنۍ پنځه کاله پاکستان کې ساتل شوې

پر ډېورنډ کرښه د پاکستان پوځ اغزن تار

اکسپرېس ټربیون وایي ده د طالبانو له نورو مشرانو یو څه توپير درلود او هغه داسې چې یو خو دی لوستی و او بل یې په اسلام اباد کې یې وخت تېر کړی و.

ده ان هڅه کړې وه چې خبریال شي او په رسنیو کې کار وکړي، خو بریالی شوی نه و.

اکسپرېس ټرېبیون لیکي که څه هم عمر خالد خراساني شاعري هم کوله خو په زړه بې رحمه انسان و او دا بې رحمي یې هله ثابته شوه چې د پېښور پر پوځي ښوونځي یې برید وکړ او ګڼ شمېر ماشومان یې ووژل.

نیویارک ټایمز

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سیګار پر پروني رپوټ لیکنه کړې چې وایي ګڼ شمېر هغه افغان افسران چې د پوځي زدکړو لپاره امریکا ته تللي، بېرته هېواد ته نه دي راستانه شوي.

ورځپاڼه لیکي چې په تېرو دوه کلونو کې ۱۵۲ تنه افغان افسران یا خو په امریکا کې پاتې شوي او یا هم له هغه ځایه کوم دریم هېواد ته یې پناه وړې ده.

نیویار ټایمز لیکي چې تېر کال، یعنی په ۲۰۱۶ کې دا وضعیت نور هم پسې خراب شو او داسې هېڅ کومه تمه نشته چې په نږدې راتلونکي کې دې دا لړۍ کنترول شي.

ورځپاڼه وایي د دې خلکو شتون پخپله د امریکا کورني امنیت ته یو ګواښ دی او هغه ځکه چې یو خو دی جنګي تجربه لري، او بله دا چې ډېری وخت دا خلک نیول کېږي هم نه، او نه هم په زور بېرته افغانستان ته لېږدول کېږي.

د نیویارک ټایمز په وینا د افغان افسرانو تېښته او خپل هېواد ته نه ستنېدل د افغان پوځ او پولیس پر چمتووالي او د وسله والو مخالفینو پر ضد د دوی پر جنګي عملیاتو او وړتیاوو هم بد اغېز کوي.