BBC
 شاته

عراقي ځواکونه: کرکوک مو بشپړ پخپله ولکه کې واخیست

. د انځور حقوق AFP

عراقونه ځواکونه وايي، له پېشمرګه کورد جنګیالیو سره تر سختو نښتو وروسته توانېدلي کرکوک ښار ونیسي.

د کوردستان کورواکه حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

عراقي ځواکونو ویلي، له کوردي جنګیالیو یې د التین کوبری ښار نیولی دی. ویل کېږي په التین کوبری ښار کې د پېشمرګه جنګیالیو نظامي اډه وه.

په کرکوک کې د بي بي سي خبریال وايي، په ښار کې د دواړو لوریو له خوا پر یو بل راکټیز ګوزارونه یې پخپلو سترګو لیدلي دي.

عراقي ځواکونو په تېرو ورځو کې په کرکوک کې هغه سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستلي چې له ۲۰۱۴ کال را هیسې یې کنټرول له کوردانو سره و.

کرکوک چې د عراق د ۴۰ سلنه تېلو سرچینه ده، ډېری اوسېدونکي یې کوردان دي؛ د عراق او د کوردستان د کورواکه حکومت تر منځ پرې د واک چلولو لانجه ده.

د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي وروسته له هغه چې د کوردستان د کورواکه حکومت ټولپوښتنه یې ناقانونه وبلله، عراقي ځواکونو ته یې امر وکړ چې د کرکوک د نیولو هڅې وکړي.

په کرکوک کې وروستي پوځي تحولات پر داسې مهال دي چې تېره ورځ د عراق سترې محکمې د کوردستان د کورواکه حکومت د مرستیال مشر کوسرت رسول علي د نیولو امر وکړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption عراقي ځواکونو هغه سیمې هم نیولې چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د پېشمرګه ځواکونو په ولکه کې وې.