BBC
 شاته

داعش کابل کې پر جومات د خونړي برید مسؤولیت منلی

جومات د انځور حقوق Reuters
Image caption د رسمي شمېرو له مخې، په دغه برید کې ۳۹ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د جمعې ورځې د ځانمرګي برید مسؤولیت"اسلامي دولت" نومې ډلې منلې ده. په دې برید کې لږترلږه ۴۰ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

دغې ډلې ویلي، یوه ځانمرګي بریدګر یې لومړی جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې پیل کړې او بیا یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.

"اسلامي دولت" ډلې نه دي ویلي چې د جمعې په ورځ د مرکزي فراه ولایت یوه جومات کې برید دوی کړی او که څنګه.

په دې برید کې شل کسان ووژل شول.

په وژل شویو کې یو حکومت پلوی پخوانی قومندان هم دی.

د افغانستان دوو جوماتونو کې ځانمرګي بریدونو ۶۰ کسان وژلي

د امام زمان پر جومات برید کې د ماشوم خبر جوړوونکي عکس

کابل کې پر جومات د جمعې ورځې برید مرګژوبله لوړه شوې

د کابل جوماتونو او تکیه خانو امنیت لپاره نوي تدبیرونه

د شنبې په ورځ وختي د کابل پر زرغونې سیمې ځینې توغندي لګېدلي، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې اړولو په اړه رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

داعش کابل کې د جمعې په ورځ د ماښام لمانځه پرمهال یو جومات په نښه کړ. د رسمي شمېرو له مخې، په دغه برید کې ۳۹ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان حکومت ویلي، ددغه برید ټول قربانیان لمونځ کوونکي دي. د دغو بریدونو مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، د کابل جومات کې دننه ځانمرګي برید شوی، چې ۳۹ کسان په کې وژل شوي او ۴۵ نور کسان ټپیان شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي بریدګر لومړی په لمونځ کوونکو ډزې وکړې او وروسته یې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه.

لومړنی برید د مرکزي ولایت غور په دولینه ولسوالۍ کې په یوه جومات کې د مازدیګر لمانځه پرمهال وشو چې د چارواکو په وینا د یوه دولت پلوي قومندان په ګډون یې ۲۰ کسان ووژل.

د انځور حقوق ATA MOHAMMAD NOOR/FB
Image caption عیني شاهدانو ویلي بریدګر لومړی په لمونځ کوونکو ډزې وکړې او وروسته یې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه.

ولسمشر محمد اشرف غنی او اجراییه رییس عبدالله عبدالله دغه برید غندلی دی. ولسمشر غني ویلي، هغه څوک چې دغسې بشر ضد جنایتونه کوي، د (نابودۍ) مستحق دي.

دا اوونۍ ګردېز، غزني، کندهار او بیا پلازمېنه کابل کې خونړیو بريدونو کې د ګڼ شمېر ملکيانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول او نژدې درې سوه نور په کې ټپيان شول.