BBC
 شاته

د روهېنګیا کډوالو کمپونو کې څه تېرېږي؟

د ميانمار روهينګيا کډوالو کړکېچ، ملګرو ملتونو یې د نهيليو او کړاوونو راپور ورکړی، موږ يې له بنګله دېش سره پر پوله پر حالت راپور لرو.

د ميانمار روهينګيا کډوالو ماشومان خواړه او د څښاک پاکې اوبه نه لري او اوس د ناروغيو، او ناوړه ګټې له ستونزو سره مخامخ دي.

دا د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې يونسېف د موندنو پايله ده. دا ټولنه وايي د اوونۍ ۱۲ زره ماشومان د ميانمار له پوځي ځپنو په تېښه د دغه هېواد له پولو بنګله دېش کې پنډغالو ته وراړوي. بي بي سي توانېدلې چې د کډوالو دریو پنډغالو ته لاسرسی ومومي.