شاته

کونړ کې د هاوان په ډزو دوه تنه وژل شوي او ۴۲نورټپیان شوي

د کونړ په اسداباد کې نن سهار د هاوان مرمو د لګیدلو له امله دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او دوڅلویښت نورټپیان شوي. د پیښې ډیر شمیر قربانیان د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو لپاره یوې غونډې ته روان وو.

د کونړ ولایت مرکز د اسداباد ښار کې نن لس نیمې بجې د وسله والو مخالفینو له خوا د هاوان ګولیو په ډزو کې دوه ملکیان وژل شوي او دوه څلوېښت نور ټپیان شوي دي.

دد کونړ ولایت چارواکي وایي، نن سهار لس نیمې بجې له یوه غره څخه وسله والو د دغه ولایت په مرکز اسداباد د هاوان دوه ګولۍ توغولي چې له امله یې دوه ملکیان وژل شوي او دوه څلوېښت نور ټپیان شوي دي.

دغه مرمۍ په داسې حال کې د اسداباد د ښار په یوه برخه لګېدلي چې د دغه ولایت د مقام په تالار کې د افغانستان د خبلواکۍ ۹۷ ومې کلیزې د لمانځلو په مناسبت یوه غونډه روانه وه .

د کونړ د والي ویاند غني مصمم امریکا غږ ته وویل چې دغه مرمۍ د اسداباد ښار د یوې پلازې مخې او تبلیغي مرکز ته څیرمه پریوتي دي.

نوموړی وايي چې د دغې پیښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي.

د کونړ د عامې روغتیا د مرکزي روغتون مشر ډاکټر فاروق سهار امریکا غږ ته وویل چې یو جسد او ۴۳ زخمیان ور وړل شوي وو چې وروسته یو ټپي ساه ورکړې ده .

نوموړی وايي په ټپیانو کې ډېر یې ځوانان دي، چې د څوتنو روغتیايي حالت نازک دی.

د پېښې یو عینی شاهد شرافت وویل چې د هاوان مرمۍ د تبلیغي مرکز سره د هغو خلکو په منځ کې لګېدلې ده چې د ازادۍ ورځې نمانځنې ته راټول شوي وو او خوښي یې کوله ..

تر اوسه په اسداباد ښار باندې هاوان د ډزو مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.