BBC
 شاته

"خپاره شوي لیکونه د پاکستان پر ضد تبلیغ دی"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"خپاره شوي لیکونه د پاکستان پر ضد تبلیغ دی"

14 جولای 2016 - 24 چنګاښ 1395 د خپرېدو نیټه 14:49 گرینویچ

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل داسې محرم اسناد بي بي سي ته ورکړي دي چې ګواکې د پاکستان استخباراتي اداره ای اېس ای د حقاني شبکې او نورو ډلو ته لارښوونې او سپارښتنې کوي.

د دغو اسنادو له مخې په یوه لیک کې لارښوونه شوې چې څه ډول باید د حقاني شبکې غړي خوندي سیمو ته ولېږدول شي.

په دې اړه بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د پاکستان د پوځي استخباراتو پخواني چارواکي جنرال محمود شاه بي بي سي ته وویل ای اېس ای په دې ډول لیکونو له لارې اړیکې نه نیسې او دا یې د پاکستان پر ضد تبلیغ وباله.

د پاکستان دفاع وزارت دغه اسناد جعلي بللي. بي بي سي ته په یوه راستول شوي لیک کې د پاکستان چارواکي ویلي "زموږ اداره په دغه ډول کار نه کوي. په نړۍ کې هېڅ اداره دا ډول معلومات په ليکلي بڼه نه شريکوي".

خو په لیکونو کې د پاکستان د یو شمېر استخبارتي چارواکو نومونه او لاسلیکونه لیدل کېږي، نو آی اس آی په کوم دلیل دغه اسناد د نه منلو وړ بولي؟ ځواب یې جنرال محمود شاه راکوي.

خو په لیکونو کې يو شمېر نومونه او لاسلیکونه لیدل کېږي، چې ادعا کېږي د پاکستان د یو شمېر استخبارتي چارواکو دي. نو آی اس آی په کوم دلیل دغه اسناد د نه منلو وړ بولي؟ ځواب یې جنرال محمود شاه راکوي.