BBC
 شاته

ستاسې غږ: ولې په نړۍ کې ترحد ډېرو چاغو ماشومانو شمېر په ډېرېدو دی؟

دا اوونۍ یو رپوټ خپور شو چې ويل یې په نړۍ کې د هغو ماشومانو شمېر په ډېرېدو دی چې تر حد بیخي ډېر چاغ دي.

په افغانستان او پاکستان کې هم د زړه حملې له لاسه د خلکو د مړینې په اړه شمېرې روښانه شوې چې ډېرو ته حیرانونکې وې. د زړه حملې یو دلیل چاغوالی دی.

ستاسې غږ کې پر دې خبرې کوو چې ولې خلک فیزیکي یا بدني فعالیت نه کوي؟ چاغښت ورته ښه ښکاري او که د فیزیکي فعالیت له ګټو وټو نه دي خبر؟