BBC
 شاته

ترکیه تر کودتا وړاندې نیول شوي ۳۸ زره بندیان خوشي کوي

Image copyright AFP Getty
Image caption په ترکیه کې له ناکامې کودتا وروسته تر ۲۳ زرو پورې کسان نیول شوي دي.

په داسې حال کې چې د ترکیې زندانونو کې د بندیانو شمېر زیات شوی، د ترکیې دولت غواړی ۳۸ زره بندیان چې د تېرې میاشتې له ناکامې کودتا مخکې نیول شوي، په مشروط ډول خوشي کړي.

د تېر جولای له ناکامې کودتا راهیسې د ترکیې حکومت نژدې ۲۳ زره کسان نیولي یا بندیان کړي، خو حکومت تراوسه نه دي ویلي چې ددې پرېکړې موخه یې دا نه ده چې زندان کې ګڼه ګوڼه کمه کړي.

د ترکیې د عدلیې وزیر وايي، کومو بندیانو چې د زندان مودې د دوه پر درېیو برخو پرځای نیمایي برخه هم تېره کړې وي، د خوشي کېدو مسحق دي.

خو هغه وویل، وژونکي او د جنسي تېریو بندیان په دې ډله کې نه راځي.

په استانبول کې د بي بي سي خبریال مارک لوون وايي، په ترکیه کې له ناکامې کودتا وروسته د مخالفانو په ځپلو پسې د زندانونو اسانتیاوې تر ټیټې کچې رسېدلي او زیاتولو ته یې ډېره اړتیاده.

زموږ خبریال وايي، له ۲۰۰۲ کال راهیسې چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختیا ګوند پر ترکیې واکمن شوی، په دغه هیواد کې د بندیانو شمېر هم درې چنده شوی دی.

د ترکیې عدلیې وزارت په تېر مارچ کې وویل چې د دغه هیواد په ۳۶۴ زندانونو کې تر ۱۸۷ زرو پورې بندیان شته.

Image caption په ترکیه کې تر ناکامې کودتا وروسته تر ۲۳ زرو پورې کسان نیول شوی او تر ۸۲ زرو پورې نور له دندو ګوښه شوی لا یې هم دندې ځنډول شوې.

دا شمېره د دغو زندانونو له ظرفیت نه ۴۰ زره لوړه ده او هغه هم په داسې مهال چې په وروستیو میاشتو کې د بندیانو زیاتېدو سره دا فشار لا ډېر شوی.

د عدلیې وزیر بکیر بوزدګ ټینګار کوي، هغه کسان به په مشروط ډول خوشي نه شي چې د جولای له لومړۍ نېټې په جرم محکوم شوي وي. دا کار په اتومات ډول هغه کسان له دغه امتیاز نه محروموي چې د ناکامې کودتا په ترڅ کې نیول شوي دي.

د نوموړي په خبره، دا ګام د عمومي بښنې په معنا نه دی.

په ترکیه کې د کودتا له ناکامېدلو راهیسې په پوځ او د عامه خدمتونو ادارو کې د هغو کسانو چاڼ روان دی چې په امریکا کې د مېشت مذهبي شخصیت فتح الله ګولن په ملاتړ تورن دي. د ترکیې دولت ښاغلی ګولن د کودتا پر طرحې تورنوي.

له دې ناکامې کودتا راهیسې زرګونه کسان نیول شوي او پردې سربېره ۸۲ زره نور له دندو ګوښه شوي او یا یې دندې ځنډول شوې دي. د چهارشنبې په ورځ هم په پوځ، پولیسو او ملکي ادارو کې د ۲۳۶۰ نورو کسانو د ګوښه کولو خبر ور کړل شوی دی.

د تېر جولای پر ۱۵ او ۱۶ ځینو پوځیانو هڅه وکړه د کودتا له لارې د رجب طیب اردوغان دولت ړنګ کړي او واک په لاس کې ونیسي. په دې بهیر کې شاوخوا ۲۴۰ کسان ووژل شول.

Image copyright Getty
Image caption د ترکیې حکومت په امریکا کې میشت ترک مذهبي مشر د ناکامې کودتا اصلي لامل بولي.