BBC
 شاته

خیبر ایجنسۍ کې چاودنې دوه پوځیان وژلي

Image copyright AFP

له ډیورنډ کرښې سره نژدې د قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ راجګل دره کې د چاودنې له امله د دوو پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

په پېښور کې د بي بي سي خبریال عزیزالله خان ته حکومتي سرچینو ویلي، دا پېښه په هغه سیمه کې شوې چې د پاکستان پوځ پکې تېره سې شنبه د وسله والو پرضد عملیات پیل کړي.

د حکومتي سرچنیو په خبره، د عملیاتو پرمهال دوه امنیتي ځواکونه له یوې مورچې بلې ته روان و، چې له چاودنې سره مخامخ شول.

سرچینه زیاتوي، په دې چاودنه کې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې تېره سې شنبه د تیراه په راجګل دره کې د عملیاتو پیلولو خبره وکړه.

د پوځ په بیانیه کې راغلي و چې د عملیاتو په بهیر کې له ډیورنډ کرښې سره د پوځیانو شمېر هم زیات شي.

له دې اعلان څو ګړۍ وروسته د پاکستان پوځ په هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې د وسله والو د نهو پټنځیو د ورانولو دعوه وکړه.

پر دې سربېره یې د ۱۴ وسله والو د وژلو او د ۱۱ نوو د ټپي کولو ادعا هم وکړه.

تېره اونۍ د کوټې په یو روغتون کې د ځانمرګي برید له امله د ډېرې مرګ ژوبلې وروسته د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف په ټول هېواد کې د "چاڼیزو عملیاتو" پیلولو امر وکړ، چې ورسره پر قبایلي سیمو سربېره د پاکستان په مختلفو سیمو کې عملیات پیل شوي دي.

په راجګل دره کې عملیات په داسې مهال پیل شوي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره د ملي عمل پلان د پلي کولو لپاره د لوړې کچې جرګه ګۍ هم جوړه شوې ده.

خبریال رفعت الله اورکزی وايي، راجګل دره سخته سرحدي سیمه ده، چې ډېره برخه یې ځنګلونو پوښلې ده. دا دره له ډیورنډ کرښې سره پرته ده او اوسېدونکي یې کوکي خېل قبایل دي.