BBC
 شاته

'ګوګل ډوو' د سکایپ او مسینجر سیال کاریال

د انټرنېټي لټون ګوګل شرکت د 'ګوګل ډوو' یو کاریال (اپلېکېشن) جوړ کړی چې د روغبړ 'چټ' سربېره د غږیز او وېډیو روغبړ اسانتیا هم لري.

دغه کاریال ته ګوګل ډوو' نوم ورکړل شوی.

د ګوګل دغه کاریال تر ډېره د 'مایکروسافټ' شرکت له 'سکایپ'، د 'اپل' شرکت له 'فیس ټایم' او د 'فیسبوک' له 'مسینجر' سره ورته کارونه کوي، خو له مقابل لوري سره په اسانۍ او چټکه اړیکه ټینګېدای شي.

د دغه کاریال د جوړېدو اعلان په تېره مې میاشت کې وشو، چې په 'انډورویډ' چلیځ سیستم چلېدونکو ځیرکو ډیوایسونو او د 'اپل' په تولیداتو کې به کارنده وي.

Image copyright google
Image caption د ګوګل دغه کاریال تر ډېره د 'مایکروسافټ' شرکت له 'سکایپ'، د 'اپل' شرکت له 'فیس ټایم' او د 'فیسبوک' له 'مسینجر' سره ورته کارونه کوي، خو له مقابل لوري سره په اسانۍ او چټکه اړیکه ټینېګېدای شي.

د 'ګوګل ډوو' په مټ ترسره کېدونکې اړیکې به پر 'شیفر' اوړي، د وېډیو روغبړ کیفیت به یې د انټرنېټ د چمتو کوونکي د اسانتیا او چټکتیا پربنسټ ښه وي.

'ګوګل ډوو' کاریال وروسته تر هغه جوړ شو، چې وړاندې ګوګل شرکت د 'الو' په نامه د یوه بل کاریال د جوړولو تکل کی و.

Image copyright Google