د اولمپیک سیالیو ۱۱ ورځ
-
Getty
د کینا یوه لوبغاړي د ۱۵۰۰ متره ځغاستې پایلوبې ګټلو وروسته د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
-
Getty
عمر میکلوډ د جمایکا هیواد لوبغاړی دی، چې د نارینه وو ۱۱۰ متره ځعاستې پایلوبه یې وګټله او د سرو مډال یې ترلاسه کړ.
-
Getty
عمر میکلوډ په ۱۳٫۰ ثانیو کې ټاکل شوې ځغاسته پوره کړه او د سرو مډال یې وګاټه.
-
Getty
د اسپانیا لوبغاړی اورلنډو اورتیګا د نارینه وو ۱۱۰ متره منډه او ټوپ وهنه کې د سپینو مډال له ګټلو وروسته له خوشالۍ خپل ملي بیرغ له ځان تاو کړی دی.
-
Getty
د امریکا د سامویل مکولاک په نوم لوبغاړی په پایلوبه کې. نوموړي د افقې دړې لوبه کې سیالي وکړه.
-
Getty
د برازیل الیسن کروټي خپل سیال ته له ماتې ور کولو وروسته غبرګون ښيي.
-
Getty
د ازبکستان مراد جان احمدعلیوف د ارجنټیان له سیال ازاکیول ملین سره د سیالۍ په مهال.
-
Getty
د فرانسې دوه لوبغاړې (لورا اوج او مارګس چریټن) د لامبو یو ډول سیالۍ ته د تیاري پرمهال.
-
Getty
د چین دوه لوبغاړې (ننګ ډینګ او شوین لیو) له جرمن لوبغاړو په دوو سیالیو کې د سرو مډال د ګټلو وروسته خوشالي کوي.
-
Getty
د برتانیا لوبغاړې لورا ټروټ د سرو مډال له ګټلو وروسته د خپلو مینه والو سره روغبړ کوي.
-
Getty
لورا تروت، بایسکل ځغلونه کې هغه لومړنۍ بریتانیایۍ لوبغاړې ده، چې د سرو زرو څلور مډالونه یې ګټلي. ۲۴ کلنې لورا د کیني په مډال ګټلو سره چیغې کړې او بیا دواړه سره غاړه غړۍ شول.