BBC
 شاته

د 'اسلامي دولت' په ملاتړ تورن انجم چودري څوک دی؟

انجم چودري له خواله رسنیو او انټرنېټ په ګټې اخیستو خپل غږ رسولی
Image caption انجم چودري له خواله رسنیو او انټرنېټ په ګټې اخیستو خپل غږ رسولی

په بریتانیا کې یو بریتانیایی مذهبي مشر انجم چودري د 'اسلامي دولت' نومې ډلې ملاتړ ته د نورو خلکو په بللو تورن شوی دی.

د بریتانیا جنايي مرکزي محکمه ۴۹ کلن چودري پر یوټیوب وېبپاڼې ځینو خپرو شویو ویناوو کې د 'اسلامي دولت' نومې ډلې په ملاتړ تورن شوی دی.

که پر نوموړي لګول شوي تورونه ثابت شي، شاید تر ۱۰ کلونو د بند سزا ورکړله شي. له چودري سره د هغه یو نژدې ملګری محمد رحمن هم تورن شوی.

چودري په ۱۹۶۷ کال بریتانیا کې زیږېدلی، چې اصل یې د پاکستان دی. نوموړی پنځه بچیان لري.

چودري طب لوستی، بیا یې قانون ته مخه کړې او د ملکي قضا او بشري حقونو په برخو کې یې د وکیل په توګه کار کړی.

ویل کېږي چې چودري د زده کړې پرمهال ځینې وخت ناروا مشروبات څښلي، د نڅاګرو ساتېریو کې یې شپې سبا کړې دي، خو بیا وروسته نوموړي مذهبي اړخ ټینګ کړی او په سوریه کې له زیږېدلي یوه مذهبي مشر او دعوتګر عمر بکري محمد نه اغېزمن شوی.

عمر بکري محمد د تېرې پېړۍ ۹۰مې لسیزې لومړیو کې بریتانیا کې د جهادي ډلو ملاتړ کړی.

Image caption چودري بریتانیا کې د اسلامي شریعت تطبیقېدو غوښتنه کړې

بکري دا مهال لبنان کې بندي دی، خو ۲۰ کاله وړاندې له 'حزب التحریر' ډلې جلا شو او بریتانیا کې یې د 'المهاجرون' په نامه یوه ډله جوړه کړه، چې ویل کېږي دا ډله له ځینو ترهګریزو فعالیتونو سره تړاو لري.

چودري د بکري د ښي مټ مرستیال و، خو د ۲۰۰۵ کال جولای پر ۷مه لندن کې له چاودنو وروسته له بریتانیا نه د بکري له تښتېدو وروسته د المهاجرون ډلې ویاند شو.

چودري د لندن بریدګر ونه غندل. چودري له خواله رسنیو ډېره ګټه اخیستې ده.

د یوه لاریون پرمهال چودري پولیسو ته خبر نه و ورکړی، همدا وو چې د ۲۰۱۴ کال تر جولای پورې یې کوم قانوني مخالفت ونه کړ، خو په یاد کال یې عراق کې د 'اسلامي دولت' نومې ډلې ملاتړ اعلان کړ.

چودري په دې اعلان کې د 'خلافت' په تړاو خپل دریځ په ډاګه نه کړ، خو د خپلو مرستیالانو تر فشار وروسته یې پر ټویټر د 'اسلامي دولت' نومې ډلې ملاتړ داسې اعلان کړي: ''له خدایه غواړم چې خلیفه بریالی شي''.

چودري له دې ډلې له ډاګیز ملاتړ اعلانولو وروسته په اوږدو ویناوو کې نور خلک هم د داعش ملاتړ ته بللي.

چودري پر دې باور دی چې د قانون مخالفت یې ځکه نه دی کړی، چې د یوې سیاسي مفکورې ملا تړي نه د یوې ترهګرې ډلې.

Image caption چودري د محصلۍ پرمهال

خو وروسته پر چودري هغه مهال شکونه ډېر شول، چې یو ملاتړی یې سیدارتا دار چې په 'ابو رمیسه' هم مشهور و، له بریتانیا نه د وتلو پرمهال د پولیسو تر څارنې لاندې و.

نوموړی وروسته د سوریې جګړه کې راڅرګند شو چې په یوه لاس کې یې خپل ماشوم او په بل کې ټوپک نیولی و.

خو د سکاټلنډ یارډ پولیسو د چودري په تړاو د شلو کلونو استخباراتي معلومات بربنډ کړل او دې پایلې ته ورسېدل چې د ترهګرۍ ضد ۲۰۰۰ قانون د ۱۲ مادې اړوند نوموړی ملامت دی.

چودري نه یوازې د 'اسلامي دولت' نومې ډلې په تړاو د خپلې عقیدې له کبله تورن شو، بلکې په دې خاطر چې نور خلک یې هم ددغې ډلې ملاتړ ته بللي دي.

Image caption له 'اسلامي دولت' د چودري له ملاتړ وروسته، سيدارتا دار سوریه کې راڅرګندن شو