د عبدالستار ايدهي ژوند په انځورونو کې
-
EDHI FOUNDATION
د پاکستان د ايدهي خيريه ټولنې بنسټ اېښودونکی عبدالستار ايدهي د تېرې جمعې په شپه د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې ومړ.
-
Edhi
د عبدالستار ایدهي عمر ۸۸ کاله و نوموړی د پښتورګو پر ناروغۍ اخته و. د زوی فیصل ایدهي په وینا له همدې کبله د هغه پښتورګي نه شوای بدلیدای
-
EDHI FOUNDATION
-
Edhi
ايدهي په ۱۹۲۸ کال کې د هند د ګجرات په جوناګړ کې زېږېدلی و. نوموړی ۱۱ کلن و چې مور يې فلج شوه او پر دماغ يې بد اغېز وکړ.
-
Edhi
په ماشومتوب کې عبدالستار ايدهي د خپلې مور خدمت پيل کړ.
-
Edhi
عبدالستار ايدهي د ښوونځي رسمي زده کړې نه وې ترسره کړې، خو ده به ويل چې "د دنيا غم زما ښوونکی او د پوهې سرچينه ده"
-
Edhi
د مور له مړينې وروسته يې له خلکو سره د مرستې کولو پرېکړه وکړه، ده هيله درلوده چې د اړو کسانو لپاره يو خيريه روغتون جوړ کړي چې هغه مهال دا کار ناشونی و
-
Edhi
د هند او پاکستان له بېلېدو وروسته نوموړی پاکستان ته ولاړ چې هلته يې په بېلابېلو برخو کې کار وکړ
-
Edhi
د ۲۰ کلنۍ په عمر يې د خپلو خپلوانو په مرسته د بېوزلو لپاره کلنيک جوړول پيل کړل
-
Edhi
د عبدالستار ايدهي يوه ملګري حاجي غني عثمان په دغه کار کې له ده سره مرسته وکړه، له دې لارې ترلاسه شويو پيسو يې په ۲ زره يو موټر واخيست او په يوه خيمه کې يې څلور بستره روغتون جوړ کړ
-
EDHI FOUNDATION
ايدهي موټر چلول زده کړل او له دغه موټر يې امبولانس جوړ کړ. دی وايي "تراوسه مې بل موټر نه دی چلولی، ۴۸ کاله مې يوازې امبولانس چلولی دی".
-
Edhi
د عبدالستار ايدهي ژوند ډېر ساده و. له ده سره به يوزاې دوه جوړه جامې وې. کله به چې يوه خيرنېدله هغه بله به يې اغوسته
-
Edhi
د عبدالستار ايدهي په وينا د خيريه کارونو الهام يې د خداي خدمتګار باچاخان څخه اخيستی او وايي دی زما اتل دی. نوموړي په يوه مرکه کې ويلي وو که څوک ساده او غوره ژوند ليدل غواړي د پښتنو سيمې ته دې ولاړ شي د ده په وينا "د ژوند ساده ګي مې له پښتنو زده کړې ده".
-
Edhi
ايدهي به ټوله ورځ په کراچۍ کې ګرځېده او کله به یې چې کوم اړ کس يا ټپي وليد سملاسي به يې د مرستې مرکز ته لېږداوه.
-
Edhi
اوس ايدهي ټولنه د پاکستان په لر او بر کې په خورا پراخه کچه د امبولانسونو خدمتونو وړاندې کولو تر څنګ د یتیمو ماشومان پالنې مرکزونه، د نشه يي کسانو د درملنې کلینکونه لري.