ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


وروستۍ مناظره کې ټرمپ د ټاکنو پایلو منلو ته غوڅ ځواب ور نه کړ

د امریکا له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې په وروستۍ او دریمه مناظره کې د جمهوریپال ګوند نوماند یو ځل بیا دې پوښتنې ته روښان ځواب ور نه کړ، چې د ټاکنو پایلې مني او که نه. نوموړي په لومړنۍ مناظره کې په ډاګه کړې وه، چې د ټاکنو پایلې به ومني.

20.10.2016 BBC

اولاند: پر حلب د سوریې او روسیې بریدونه "جنګي جرم" دی

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند برلین کې د جرمني له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره په خبرو کې پر حلب د سوریې او روسیې بریدونه "جنګي جرمونه" بللي دي.

20.10.2016 BBC

د موصل جګړه: کردانو پر موصل "لوی برید" پیل کړی

کردي جنګیالي وايي، موصل ښار ته څېرمه یې لوی عملیات پیل کړي او له دې ښاره د "اسلامي دولت" نومې ډلې د مشرانو او جنګیالیو تېښته دوام لري. .

20.10.2016 BBC

د کابل د ریشخور په پوځي مرکز کې ۵ امریکايي پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښتله

د افغانستان پلازمېنه کابل د ریشخور په پوځي اډه کې کې د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې یو وسلوال دوه امریکایان ووژل او درې نور یې ټپیان کړل. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، د دې پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.

20.10.2016 BBC

بریتانیا کې پر داسې یوې کشتۍ کار پیل شوی چې شمالي او جنوبي قطبونه به څېړي

دلته بریتانیا کې پر داسې یوې کشتۍ کار پیل شوی چې شمالي او جنوبي قطبونه به څېړي او ۲۵۰ میلیونه ډالر پرې لګول کېږي

19.10.2016 BBC

افغان سوداگر پر حکومت غږ کوي چې له ټولو گاونډيو سره ترانزيټي لارې پرانيستې وساتي

افغان سوداگر پر حکومت غږ کوي چې له ټولو گاونډيو سره ترانزيټي لارې پرانيستې وساتي، چې د سوداگريزو مالونو بيې يې ټيټې پاتې شي

19.10.2016 BBC

له پاکستاني رسنیو د هندي تفریحي موادو پر خپرېدو بشپړ بندیز

پاکستان کې د رسنیو څارنې ادارې ' پیمرا ' د دغه هېواد ټولو ټلویزیوني چینلونو او ایف ایم راډیو ګانو ته امر کړی، چې باید هندي تفریحي مواد خپاره نه کړي.

19.10.2016 BBC

"د کالې کمپ کې پر یوې افغانې ژباړونکې جنسي تېری شوی"

د بریتانیا او فرانسې یو شمېر رسنۍ وايي د فرانسې شمال لودیځ ښارګوټې کالې کډوالو کمپ کې چې ځنګل یې بولي، پر "یوې افغانې ژباړونکې جنسي تېری شوی". ویل کېږي بریدګرو چړې هم درلودې.

19.10.2016 BBC

د هند غوره لیګ کرېکټ سیالیو خپراوي ته د ټویټر او فېسبوک لیوالتیا

د هند کرېکټ بورډ چارواکو ویلي، ټویټر او فېسبوک د دغو ۲۰ اوریزو سیالیو رسنیزو حقونو رانیولو ته لیوالتیا څرګنده کړې.

19.10.2016 BBC

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان تېرو نهو میاشتو جګړو کې ۲۵۰۰ ملکي کسان وژل شوي

ملګري ملتونو وايي، د افغانستان ګڼ مېشتو سیمو ته د جګړو خپرېدو له کبله ملکي خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي. د ملګرو ملتونو رپوټ ښيي، چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو تر منځ جبهه يي جګړې د ۴۰ سلنې ملکي تلفاتو لامل دي.

19.10.2016 BBC

د ټرمپ د 'ټاکنیزو درغلیو' پر اندېښنې اوباما نیوکه وکړه

ښاغلي اوباما پر ښاغلي ټرمپ د دې تور له کبله چې ټاکنو کې د ده پر ضد درغلي کېږي کلکه نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې نوموړی باید تورلګول بند کړي او د امريکا ولس مخاطب کړي.

19.10.2016 BBC

د سعودي یو شهزاده د قتل په جرم اعدام شو

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، ''شهزاده ترکي بن سعود بن ترکي بن سعود الکبیر یې له دې کبله اعدام کړ، چې درې کاله وړاندې یې خپل یو ملګری تر لفظي شخړې وروسته وژلی و''.

19.10.2016 BBC

هرات ته د بهرنیو ګرځندویانو ورماتولو هڅې

د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې بېلابېلو دولتي او خصوصي څانګو سیمې ته بهرنیو ګرځندویانو د جذبولو لپاره ګډې هلې ځلې پيل کړې دي.

19.10.2016 BBC

اېکسپرس ټریبیون: سږکال ۳۵۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

پاکستان چاپې اېکسپرس ټرېبيون ورځپاڼې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ ته کتنه کړې او په خپل خپاره کړي يوۀ مطلب کې يې ليکلي چې سږ کال څه د پاسه ٣٥٠٠٠٠ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ور ستانه شوي دي.

19.10.2016 BBC

د موصل جګړه: داعش له 'انسانانو د ډال' په توګه ګټه اخلي

موصل ښار ته د عراقي ځواکونو په نژدې کېدو سره امریکا ویلي، 'اسلامي دولت' (داعش) ولسي وګړي د ډال په توګه کاروي. اټکل دی چې موصل ښار کې ۷۰۰ زره کسان مېشت دي.

19.10.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more