ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملګري ملتونه: داعش د موصل خلک "د انساني ډال" په څېر کاروي

ملګري ملتونه وايي، اسلامي دولت ډلې د موصل ښار د زرګونو کسانو په تښتولو او د دغه ښار په مختلفو سیمو کې په اچولو سره دوی 'د انساني ډال' په توګه کاروي. له داعش د موصل د نیولو عملیات نږدې دوه اونۍ مخکې پیل شوي دي.

29.10.2016 BBC

امریکا کې د روسیې د ولسمشرسلاکار مړینه یوه "پېښه" وه

امریکایي چارواکي وایي؛ د ولادیمیر پوتین د پخواني سلاکار مړینه چې تېر نومبر د امریکا پلازمېني واشنګټن په یوه هوټل کې په شدید ټپي حالت کې وموندل شو، یوه "پېښه" وه.

29.10.2016 BBC

فلیپین ولسمشر: خدای سره مې ژمنه کړې چې سپکې سپورې به نه وايم

د فلپین ولسمشر رودریګو دیوتیرتي وايي، له خدای سره یې ژمنه کړې، چې له دې وروسته به سپکه ژبه نه کاروي. له جاپانه خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته هوايي ډګر کې نوموړي وویل، په الوتکه کې یې دغه ژمنه وکړه

28.10.2016 BBC

د هیلري کلنټن د برېښنا لیکونو موضوع بیا څېړل کېږي

د امریکايي پلټنې ادارې ' ایف بي ای ګ مشر جیمز کومي د دغه هېوادکانګریس ته ویلي، د هیلري کلنټن د برېښنالیکونو موضوع له سره څېړي. مفتشین وايي ' د یوې غیر اړوند موضوع ' په تړاو نوي برېښنا لیکونه راڅرګند شوي، چې باید وڅېړل شي.

28.10.2016 BBC

خټګ: داعش د طالبانو د پروژې نوی نوم دی

د عوامي نېشنل ګوند یو مشر افراسیاب خټک وايي تر هغه چې یو جهادي پروژه موجوده وي او د “پاکستان ځینې دولتي محافل” د هغوی ملاتړ کوي، سخت دریځې ډلې به په بېلابېلو شکلونو کې لکه القاعده، طالبان یا داعش راپورته کېږي.

28.10.2016 BBC

منځنۍ اسيا کې د اوبو پر سر لانجې

منځنۍ اسيا کې د اوبو او برېښنا پر سر ناندرۍ او د جګړې حالت په تودېدو دی.

28.10.2016 BBC

طبيعت ساتنه کې يو مهم پړاو

د انټرکټيکا اوبو کې د نړۍ يو لوی سمندري ساتنځي جوړولو په موخه پر يوه تړون سلا شوې.

28.10.2016 BBC

افغانستان کې د هاکي لوبه

په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان د هاکي خبرې چا نه وې اورېدلې. اوس په کابل کې د ملي لوبډلې لپاره هڅې روانې دي

28.10.2016 BBC

چیچنیا کې به د 'اخلاقو پولیس' ودونه څاري

چیچنیا کې به اوس چارواکي د ودونو مراسم څاري، چې د دوی په وینا دې ودونو کې د 'نامناسبې رویې' مخه ونیوله شي. ځینې خلکو یې هرکلی کړ خو یو شمېر بیا له دې کاره خوښ نه دي.

28.10.2016 BBC

پاکستان کې د عمران خان پلویانو او پولیس تر منځ اخ او ډب

د پاکستان راولپنډۍ ښار کې د عوامي مسلم لیګ ګوند غړو او پولیسو تر منځ له اخ و ډب شوی دی. بل لور ته د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان خپلو پلویانو ته ویلي د نومبرمیاشتې په دویمه نېټه به ارومرو لاریون کوي.

28.10.2016 BBC

سوریه: یاغیانو د حلب ښار حکومتي محاصرې ماتولو لپاره برید پیل کړی

د سوریې مسایلو یوه څارونکې ډله، چې مرکز یې بریتانیا کې دی وايي، یاغیانو ' سلګونه ' توغندي د حلب پر لور توغولي، چې له کبله یې ۱۵ ملکي کسان وژل شوي دي. ویل کېږي دغه بریدونه هغه یاغیان کوي، چې له حلب ښاره بهر دي.

28.10.2016 BBC

ننګرهار: هوایي برید کې د طالبانو یو قومندان اتو ملګرو سره وژل شوی

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار د والي ویاند عطاو الله خوګیاڼی وایي؛ په شېرزادو ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قومندان پر کور په یوه هوایي برید کې ددغې ډلې اته غړي وژل شوي دي. مولوي محمد عالم په سیمه کې د طالبانو د قاضي په توګه کار کاوه.

28.10.2016 BBC

افغانستان کې د بېوزلۍ کمولو لپاره نړیوال بانک ۱۲۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

نړیوال بانک ویلي؛ افغانستان کې د مالي نظام پیاوړتیا او د څښاک اوبو ته د لاسرسۍ زیاتوالی په څېر د ټولنیزو خدمتونو برابرېدو په موخه د ۱۲۰ میلیون ډالرو مرسته کوي. ددغو مرستو اصلي موخه د دولت پیاوړتیا او د کورنیو ظرفیتونو د لوړولو له لارې د بېوزلۍ کچې راکمول دي.

28.10.2016 BBC

"د افغانستان مونالیزا" خوشي کولو او هيواد ته ستنولو ډیپلوماتیکې هڅې

اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ویلي؛ پاکستان کې نیول شوې مشهوره افغان مېرمنه شربت ګله به ډېر ژر له زندانه ازاده شي. زاخېلوال وایي؛ د شربت ګلې پاکستانۍ پېژندپاڼه جعلي نه ده او نه هم د درغلۍ له لارې ترلاسه شوې، بلکې حکومت ورکړې.

28.10.2016 BBC

سټولټنبرګ: ناټو نه غواړي نوې سړه جګړه پیل کړي

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) سرمنشي ینس سټولټنبرګ بي بي سي ته ویلي؛ ناټو نه له روسیې سره شخړه غواړي او نه هم د بلې سړې جګړې پیلولو غوښتونکې ده. ناټو په پام کې لري راتلونکی کال په ختیځې اروپا کې ۴۰۰۰ سرتېري ځای پرځای کړي.

28.10.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more