ارګ: د وزیرانو بې واکه کول پر نړیوالو مرستو منفي اغېز کولی شي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وايي د ولسې جرګې له خوا د وزیرانو د استیضاح کولو لړۍ کېدی شي پر هغو نړیوالو مرستو چې له افغانستان سره یې ژمنه کړې، منفي اغیزې وکړي او ښايي دا چاره په نړیواله کچه د افغانستان باور ته زیان ورسوي.
له قانوني پلوه په دې ډول د وزیرانو استیضاح کول څنګه دي؟
له قانوني پلوه په دې ډول د وزیرانو استیضاح او له هغوی د باور رایه بېرته اخیستل څنګه دي؟ دا مو په کابل کې له حقوق پوه او د اساسي قانون د تطبیق د څار کمیسیون له پخواني مشر پوهان ګل رحمان قاضي نه پوښتلي دي.
د افریقا غوره انځورونه: د ۲۰۱۶ کال د نومبر له ۴ تر ۱۰
د انځورونه د افریقا د مختلفو سیمو له عکسونو غوره شوي دي.
عراقي ځواکونو 'د نمرود لرغونی ښار له داعش نه بېرته نیولی'
د عراق پوځ ویلي؛ دوه کاله وروسته یې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې نه د نمرود تاریخي ښار بېرته نیولی. د پوځ د ویناپاڼې له مخې، ددغه ښار په ودانیو کې د عراق بیرغ لګول شوی دی.
اولمپیک کمېټه کې جنجال "د لوبغاړو پرمختګ ټکنی" کړی
د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې د مشرۍ پر سر د دوو کسانو ترمنځ ناندرۍ پر لوبغاړو د منفي اغېز اندیښنې مخې ته کړې دي.
د افغانستان ولسي جرګې د پوهنې او ټرانسپورت وزیران سلب صلاحیت کړل
د افغانستان ولسي جرګې د کابینې دوه نور غړي د ټرانسپورت وزیر محمد الله بتاش او د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخې سلب صلاحیت کړل او د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمي ته یې د باور رایه ورکړه.
د هند دفاع وزیر پر دښمن د اټومي برید د لومړي کولو پالیسي غواړي
د هند دفاع وزیر منوهر پریکر په وروستیو ورځوکې یوې غونډې ته وویل، نوی ډېلی پر دښمن اول د اټومي برید د نه کولو پر پالیسۍ بیا کتنه کوي.
هېلیري کلنټن اف بي آی ټاکنو کې د خپلې ماتې لامل وباله
هېلیري کلنټن د امریکا د جنایي پلټنو فدرالې ادارې پر مشر جیمز کومي په نیوکې سره ویلي؛ د اف بي آی لخوا د هغې د ایمیلونو قضیې بیا مطرح کولو د ډونلډ ټرمپ پروړاندې ماتې کې اغېز لرلی دی.
د انساني حقونو څارونکي: کوردانو د عربانو کورونه 'ویجاړ کړي'
د انساني حقونو یوه څارونکې ډله وايي، کورد وسلوالو د عراق په شمال کې د عربانو هغه کلي وران کړي، چې په دې وروستیو کې یې له داعش ډلې نیولي وو، خو د کوردانو کورونو ته یې زیان نه دی اړولی.
کولمبیا کې حکومت او فارک ډلې د سولې بل تړون وکړ
د کولمبیا حکومت او د دغه هېواد یوه مخالفه وسلواله ډله (فارک) وایي، د سولې پر نوي تړون یې هوکړه کړې ده. د سولې دا تړون بلې ټولپوښتنې ته نه وړاندې کېږي، بلکې کانګرس به رایه ور کوي.
جرمني کې د رجب طیب اردوغان پرضد پراخ لاریون
زرګونه کردانو، علویانو او د کردانو پلویانو د جرمني په کلن ښار کې د هغه څه پروړاندې چې د رجب طیب اردوغان "ډیموکراسۍ ضد" سیاستونه بلل شوي لاریون وکړ او پر ترکیې د جرمني د فشار راوړلو غوښتنه یې وکړه.
امريکا کې د غيرقانوني کډوالو اندېښنې
امریکا کې ډېری غېر قانوني کډوال له کلونو راهیسې دلته اوسېږي خو ځینې اندېښمن دي.ټرمپ ژمنه کړې وه چې غېر قانوني کډوال به باسي.
نيويارک ټايمز: زلمی خليلزاد د امريکا بهرنيو چارو وزارت لپاره يو احتمالي نوماند
د امريکا مشهورې ورځپاڼې نيويارک ټايمز د ډونلډ ټرمپ د احتمالي کابينې لست خپور کړی دی. په دغه لست کې د بهرنيو چارو وزارت لپاره د زلمي خليلزاد په ګډون د پنځو تنو نومونه راغلي دي.
کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه
متحده عربي امارات ښايي راتلونکی کال د داسی اورګاډی کار پیل کړي چې د ساعت پر سر یې سرعت له زرو کېلومترو ډېر وي. داسې ډرون چې هوا کې یې بېټرۍ ور چارجولی شئ.
بريتانيا کې افغانه شاعره
پنځه کاله وړاندې ۱۴ کلنه شکریه رضايي له افغانستان د بریتانیا اکسفورډ ته راغله. څو ورځې یې لا نه وې تېرې چې په انګلیسۍ یې داسې شعرونه ولیکل چې جایزې یې وګټلې.