غني: د طالبانو مشر دې د م. م په تور لست کې شامل شي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو د بندیزونو له کمېټې غوښتي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله او نور 'ترهګر' دې د ملګرو ملتونو په تور لست کې شامل شي.
د هند په ډزو کې: ۷ پاکستاني پوځیان ووژل شول
د پاکستان پوځ وايي، د هندي ځواکونو په ډزو کې د دغه هېواد اووه پوځیان وژل شوي دي. د پاکستان لومړي وزیر پر دغه پېښه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې د هېواد د دفاع بشپړه وړتیا لري.
میانمار کې پوځ ۲۵ روهینګا مسلمانان وژلي
د میانمار (برما) پوځ ویلي، د یکشنبې په ورځ د مسلمان مېشتي راخین ولایت په ځینو کلیو کې لږترلږه ۲۵ کسان په ډزو وژل شوي دي. پوځ وايي، وژل شوي کسان په لرګیو او چړو سمبال وو.
ولسي جرګې درې نور وزیران استیضاح او یوه وزیره بې واکه کړه
د افغانستان ولسي جرګې د کابینې درې نور وزیران استیضاح کړل، چې د عدلیې او ښارجوړونې وزیران یې پر وزارتونو پاتې او د لوړو زده کړو وزیره بې واکه شوه. وزیران ناستې ته نه وو ورغلي او وکیلانو یې په غیاب کې پرېکړه وکړه.
ټرمپ د چین له ولسمشر سره ټیلېفوني خبرې کړې
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره ټیلېفوني خبرې کړې. په دې خبرو کې دواړو مشرانو راتلونکې کې د دواړو هېوادونو په تړاو د یولړ مسلو پرسر د دوه اړخیزې کتنې غوښتنه کړې ده.
نیوزیلنډ کې دویمه لویه زلزله شوې
په نیوزیلنډ له لومړۍ ۸٫۷ درجې زلزلې څو ساعته وروسته یوه بله ۶٫۳ درجې زلزله شوې. د زلزلې ژوروالی ۱۰ کیلومتره او مرکز یې د لومړۍ زلزلې ځای ښودل شوی دی.
د عکسونو البوم: هرات کې د زعفرانو د ګل نندارتون
په هرات کې هر کال زعفرانو ته د بازارموندنې او پام اړونې په موخه د زعفارن د ګل ننداره جوړېږي.
واشګټن پوست: 'د بګرام پوځي اډه کې برید ټول هک پک کړي'
امريکا چاپې واشنگټن پوست ورځپاڼې په بگرام پوځي اډه کې شوي وروستي ځانمرگي بريد ته کتنه کړې او وايي دې پېښې د امنيت په تړاو سربداله کوونکې پوښتنې رادبره کړي.
رینس پریبس د ټرمپ د دفتر مشر شو
د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمهوریپال ګوند د ملي کمېټې مشر رینس پریبس د خپل دفتر د مشر په توګه ټاکلی. امریکا کې د ولسمشر د دفتر څوکۍ سپینه ماڼۍ کې له جګپوړو مقامونو ګڼل کېږي. همداشان، استیون بَنِن یې د خپل اصلي سلاکار په توګه ټاکلی دی.
د بګرام پر هوايي اډې بريدګر "کارکوونکی او د طالبانو پخوانی غړی و"
بي بي سي موندلې د افغان پلازمېنې کابل په شمال د بګرام په هوايي اډه کې هغه ځانمرګی بريدګر چې څلور تنه يې وژلي وو د طالبانو پخوانی غړی و اوس يې دلته په بګرام اډه کې کار کاوه.
تانزانيا کې ۸۰ سلنه وګړي د زيږېدو نومليکنې پاڼې نه لري
تانزانيا کې د حکومت د نومليکنې ادارې په وينا يې اتيا سلنه وګړي د زېږېدو نومليکنې پاڼې نه لري. دا يوه داسې ستونزه ده چې د افريقا نیمه بيديايي هېوادونو کې په پراخه خپره ده.
د انټرنېټي بريدونو وېره
د ټکنالوژۍ نورو وسايلو پرتله انترنېټ او د تړاو شبکه یې ډېره نوې ده، نړۍ يې سره نژدې کړې، او د خلکو ژوند کې يې ډېرې اسانتياوې راوستلې دي.
د افغان اولمپيک پر مشرتابه لانجه
د افغانستان اولمپیک ملي کمېټې د مشرۍ پر سر د دوو کسانو ترمنځ سيالۍ داسې اندېښې راپورته کړې، چې ناندرۍ یې ګنې پر لوبغاړو د ناسم اغېز پرېښودی شي.
د ډيلي ارزانه سينما
هند په خپل باليووډ صنعت، د سينما او فلم جوړولو پرمختللی ټاټوبی بلل کېږي.خو د پلازمېنې ډيلي يوه ۱۴۰ کلن زاړه پله لاندې د يوې داسې سينما کيسه په زړه پورې ده، چې بې کوره خلکو ته فلمونه ورښيي.
حمید حسن لندن کې له عملیات وروسته کابل ته ستون شو
افغان توپ اچوونکی حمید حسن چې په لندن کې د له پښې عملیات وروسته کابل ته ستون شو بي بي سي ته وویل، له لنډې مودې وروسته به په ملي لوبډله کې ولوبېږي.