ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


لومړنی سپورتي موټر لیلام شو

د نړۍ لومړنی سپورتي موټر په څه باندې ۶۳۰ زرو ډالرو لیلام شو. د واکسال پرېنس هېنري ټوپېډو په ۱۹۱۴ کال کې جوړ شوی و. هغه مهال ډېر مشهور و او سوپر ګاډی بلل کېده.

06.12.2016 BBC

شمالي اروپا کې لومړنۍ ښځينه امامه

د اروپا شمال ډنمارک کې په لومړي ځل د ښځو لپاره جلا جومات جوړ شوی د دې جومات امامه هم یوه مېرمن ده. د بي بي سي د سلو ښځو لړۍ لپاره موږ له امامې شېرین خان سره وغږېدو دا نیمه فیلنډۍ او نیمه سوریایۍ ده.

06.12.2016 BBC

د سنګاپور د ساينس او رياضياتو ښوونځی

د تعلیمي کچې د کیفیت معلومولو نړیواله درجي بندي چې پېسا یې بولي د ۱۵ کلنو زده کوونکو د ریاضي، ساینس او لوستلو معیار په کې کتل کېږي.

06.12.2016 BBC

د حلب جګړه او پر خلکو يې اغېز

روسیې او چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک رد کړی دی چې د سوریې په حلب کې ۷ ورځنی اوربند غواړي چې جګړه ځپلو خلکو ته مرستې ورسول شي.

06.12.2016 BBC

کونړ کې د نجونو زده کړې پرمختيا

د کونړ د پوهنې چارواکي وايي په ښونځیو کې د ښځینه ښوونکو له ګومارلو سره یې د زده کونکو شمېر هم ډېر شوی دی.

06.12.2016 BBC

د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د یوې افغانې انځورګري

حفیظه محمدي د افغانستان په شمال مزار شریف ښار کې اوسېږي. د ښوونځي له نهم ټولګي یې نقاشي زده کول په رسمي او مسلکي ډول پیل کړي او له لسو کلونو راهیسې پر نقاشۍ بوخته ده.

06.12.2016 BBC

"پاکستان کې رسنۍ بلوچستان او پښتونخوا ته پام نه کوي"

په اسلام اباد کې د یوې نادولتي موسسې لخوا د دغه هیواد د خبریالانو لپاره جوړ شوی دوه ورځنی کنفرانس پای ته رسېدلی دی. په دغه کنفرانس کې د پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو په شمول ددغه هیواد له ټولو ایالتونو څخه خبریالانو ګډون درلود.

06.12.2016 BBC

کونړ: د ښځینه ښوونکو ډېرېدلو زدکوونکې نجونې هم ډېرې کړې

د کونړ د پوهنې چارواکي وايي، په ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو ګمارنې د نجونو زدکوونکو د شمېر په ډيرولو کې مرسته کړې ده. ځايي چارواکي وايي، دا مهال په دغه ولایت کې دوه اویا زره نجونې په زدکړو بوختې دی.

06.12.2016 BBC

اسداباد: ښایسته سیمه خو بدرنګ ښار

د افغانستان ډیر شمېر لوی او واړه ښارونه د خپلسري جوړښت له امله اوس ښاري اسانتیاوې نه لري او ډیر پر نقشه برابر نه دي.

06.12.2016 BBC

سعودي عربستان: ۱۵ کسان ایران ته د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم شول

د سعودي عربستان اړوند العربیه تلوېزیون رپوټ ور کوي چې د دغه هېواد یوې محکمې ایران ته د جاسوسۍ په تور۱۵ کسان په عدام محکوم کړي دي. دوی په ۲۰۱۳ کال نیول شوي شوي وو.

06.12.2016 BBC

سزارین عملیاتو د انسان د ارتقا بهیر اغېزمن کړی

پوهان وايي، د ماشوم زېږولو لپاره د سزارین عملیاتو ورځ له بلې زیاتېدلو د انسان د ارتقا بهیر اغېزمن کړی دی.

06.12.2016 BBC

د عکسونو البوم: د جي للیتا له مړینې وروسته په تامل ناډو کې ویر

د هند د تامل ناډو ایالت د اعلی وزیرې جي للیتا له مړینې وروسته په دغه سیمه کې اووه ورځې ماتم اعلان شوی دی.

06.12.2016 BBC

"د نواز شريف په گډون د پارلمان ٦٤ غړو د ٣٧ دورې يوه غونده کې هم گډون نه دى کړى"

پاکستان چاپ ایکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په پاکستان کې د پارلماني استازو ناسوبتيا ته کتنه کړې.

06.12.2016 BBC

روسیې او چین د حلب په تړاو د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ

روسیې او چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک ویټو کړ، چې د سوریې په جنګ ځپلي حلب ښار کې یې د اوو ورځو اوربند غوښتنه کوله. مصر، نوي زيلانډ او هسپانيا په گډه دا پرېکړه ليک امنيت شورا ته وړاندې کړى و.

06.12.2016 BBC

د هند د یوې اعلی وزیرې په مړینه په زرګونو خلک ویر کوي

د هند د تامل ناډو ایالت د اعلی وزیرې په مړینه په زرګونو خلک په ویر کولو سره نوموړې ته خپل درناوی وړاندې کوي. ۶۸ کلنه جي للیتا د هند یوه تر ټولو بانفوذه او سیاستواله مېرمن بلل کېده.

06.12.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more