نړۍ کې د کورونا واکسين وېش "کوواکس" پروګرام پيل شو
ګانا په نړۍ کې لومړنی هېواد شو چې د کورونا وېروس واکسين شريکولو پرواګرم (کوواکس) له لارې يې واکسين ترلاسه کړل. روغتيا نړيوال سازمان غواړي د دغه پروګرام له لارې واکسین ټولو هېوادونو ته په عادلانه ډول ورکړل شي. د کوواکس پروګرام په پلان کې لري، چې په نړيواله کچه د روان کال تر پايه د کوويډ ۱۹ دوه میليارده ډوزه واکسين بېوزلو هېوادونو ته ورکړل شي.
واکسین پاسپورټ څه دی او څنګه کار کوي؟
ځینې خلک پر دې اند دي چې دا له کوویډ وبا د وتلو یوه لار ده، خو داسې وېرې شته چې ګنې په دې سره د تعبیض نوي ډولونه وړاندې کېږي.
پاکستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له چین ډېر شو
پاکستان کې په تېرو څلرویشو ګړیو کې اول ځل په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له څلور زرو پورته شو او دې سره اوس پاکستان کې تر چین د کووېډ-۱۹ ناروغان ډېر دي. تراوسه په چین کې څلور اتیا زره، یو سل نهه پنځوس کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي، خو پاکستان کې نږدې پنځه اتیا زره کسان په دې وېروس اخته شوي دي.
غزني کې ډبرلیک څنګه وموندل شو؟
د افغانستان په غزني ولایت کې چارواکي د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د داسې ډبرلیک د موندلو خبره کي چې "د باختري ژبې پېر پورې تړلی دی".
امریکا کې احتجاجونه: دفاع وزیر مارک اسپر د ولسمشر ټرمپ پرېکړې سره مخالفت وکړ
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، د جارج فلویډ د وژل کېدو پایله کې د پیل شویو احتجاجونو پای ته رسولو لپاره د پوځیانو ځای پر ځای کولو ملاتړ نه کوي. د ښاغلي اسپر دا څرګندونې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغه ګواښه دوې ورځې وروسته مخې ته راغلې، چې د احتجاجونو ختمولو لپاره یې د پوځ کارولو په تړاو کړی و.
کورونا وېروس: هغه نړیوال مشران او چارواکي چې پخپله یې قانون مات کړی
د نړۍ په لر او بر کې خکو د کورونا وېروس د محدودیتونو له کبله ګڼې قربانۍ ورکړې. ډېری کسان ونه توانېدل چې د خپلې کورنۍ د غړو په جنازو کې ګډون وکړي. ځینو میاشتې انتظار وکړ چې خپل نوي زېږېدلي لمسیان په غېږه کې ونیسي. خو ځینو هېوادنو کې پخپله چارواکو محدودیتونه مات کړل
ایا ولسمشر ټرمپ امریکا کې د احتجاجونو پر ضد پوځ کارولی شي؟
په داسې حال کې چې د امریکا متحدو ایالتونو په لر او بر کې مظاهرې روانې دي، ولسمشر ټرمپ وايي، پوځ به ځای پر ځای کړي. ښاغلی ټرمپ وايي، دا چاره به له هغه وروسته ترسره کوي، چې په وینا یې که ایالتي حکومتونه او ښاري ادارې د نظم په ټینګښت کې پاتې راشي. خو د ځینې ایالتونو ګورنران یا والیان بیا وايي، د ځايي چارواکو له اجازې پرته فدرالي پوځیان ایالتونو کې نه شي ځای پر ځای کېدی.
ایبوپروفین د کورونا وېروس درملنې لپاره ازمایل کېږي
ماهرین هیله من دي چې د دغه ارزان بیه درمل په وسیله به ناروغان ویڼټلیټرز یا مصنوعي تنفس آلو ته اړ نه وي. دغې تجربې ته د ازادۍ نوم ورکړل شوی او پکې به نیمايي ناروغانو ته د معمول پاملرنې تر څنګ ایبروفین هم ورکړل شي.
کورونا وېروس؛ پاکستان کې ۲۴ ساعتونو کې څلور زره مثبتې پېښې ثبت شوې
د پاکستان روغتیايي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې تېرو ۲۴ ګړیو کې د کورونا وېروس له څلور زرو ډېرې مثبتې پېښې ریکارډ شوې دي، چې دې برخه کې ریکارډ جوړوي.
کندهار کې چاودنه؛ ۹ ولسي وګړي وژل شوي، ۵ ټپیان دي
د افغانستان سوېل ته په کندهار کې چارواکي وايي، د سې شنبې په ورځ دې ولایت د ارغستان ولسوالۍ په خوشک رود په سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې نهه ولسي وګړي وژل شوي او پنځه ټپیان دي.
د کابل د وزیر اکبرخان جومات د خطیب او عالم ایاز نیازي وژلو ته غبرګونونه
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل وزیر اکبرخان مېنې جومات کې د چاودنې په هکله د پلټنو لپاره کمېسون جوړ کړی، چې مشري یې د حج او اوقاف وزارت سرپرست حکیم منیب ته سپارل شوې ده.
د کندوز امنیه قومندان او یو ولسوال د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله مړه شول
د افغانستان شمال ختیځ ته په کندوز کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت امنیه قومندان او د قلعه زال ولسوال د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي دي. د کندوز د والي ویاند وايي، امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرشید بشیر پخوا په کورونا اخته شوی، خو تېره شپه کابل کې له دې ناروغۍ مړه شو:
امریکا کې مظاهرې؛ عبادتځي ته د ټرمپ پر تګ نیوکه
د واشنګټن د کاتولیکانو یوه مذهبي مشر یوه عبادتځي ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر تګ نیوکه کړې او د نوموړي دا تګ یې "شرموونکی او د عامه فکرونو بدلوونکی" بللی دی. له بلې خوا امریکا کې د ګرځبندیز وخت پیلېدو سره بیا هم مظاهرې روانې وې او ځینې ښارونو کې د امنیتي ځواکونو او لاریونوالو ترمنځ تاوتریخوالی هم شوی دی.
امریکا کې له تورپوستو سره قانون څنګه چلن کوي؟
سره له دې چې سپین پوستو او تورپوستو امریکایانو کې د بې قانونه نشه يي توکو کارولو اندازه یو شان ده، خو د دې جرم له امله د سپین پوستو پرتله تور پوستي په خورا لوړه کچه نیول کېږي. پر ۲۰۱۸ کال د بې قانونه نشه يي توکو کارولو له امله په یو لک کې ۷۵۰ تورپوستي، خو په یو لک سپین پوستو کې ۳۵۰ کسان نیول شوي وو.
پاکستان؛ اسلام ته په سپکاوي تورن ښځه او خاوند د بښل کېدو په تمه دي
شګفته کوثر او د هغې خاوند شفقت ایمانویل له تېرو شپږو کلونو راهیسې اسلام ته د سپکاوي په تور زنداني دي او د دوی په حق کې د اعدام د شوي حکم استیناف پایلو ته په انتظار دي.