د تړل شوو ښوونځیو بېرته پرانیستلو کمپاین
په داسې حال کې چې د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې نژدې زر ښوونځي د ناامنیو له کبله تړل شوي، د هېواد په سوېلي ناامنه سیمو کې د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره ځینو ځوانانو یو کمپاین پیل کړی دی.
سوریه کې وسلوالو ډلو د سولې خبرو د پرېکون ګواښ وکړ
دغو لسو مخالفو ډلو په ګډ بیان کې ویلي، په قزاقستان کې تر هغه مهال د سولې خبرو کې برخه نه اخلي، چې د اوربند لپاره شوې هوکړه بشپړه پلې شوې نه وي.
د اسټرالیا دوو لوبغاړو د پاکستان په مقابل کې سلیزې وکړې
د اسټرالیا په پلازمېنه سېډني کې د دغه هېواد او پاکستان کریکټ لوبډلو په دریمه او وروستۍ ازمېښت لوبه( تېسټ مېچ) کې پچه کوربه وګټله او لوبه یې پیل کړه.
برازیل کې د تښتېدلو بندیانو لټون دوام لري
د برازیل په شمال کې پر زندان د برید او اړدوړ پرمهال لږترلږه ۵۶ بندیان وژل شوي او ګڼ نور بندیان تښتېدلي دي. پولیس وايي، د تښتېدلو بندیانو د موندلو عملیات دوام لري.
"د پخوانيو سيمه ييزو هرمندانو څوک پوښتنه نه کوي"
د افغانستان نامتو سرنده او رباب غږوونکی عبدالرشید سروري چې د استاد ماشیني په نامه پېژندل کېږي له څه مودې راهیسې سخت ناروغ دی او وايي هېچا یې غم نه دی خوړلی.
یو اړخیز ارزښتونه
زموږ د ټولنې اکثره ښځې بېسوادې دي، زدکړې ښځې مو هم د نارینه ټولنې تر سیوري لاندې کار او ژوند کوي. دغه وضعیت د تعلیم یافته ښځو په عملونو او قضاوتونو څه اغېزه کړې؟
"افغانستان کې د سينې سرطان د ميندو د مړينې دوهم لوی لامل دی"
افغانستان کې د روغتیا وزارت وايي د سرطان ناروغۍ کابو کولو چاره یې په لومړيتوبونو کې ده. په دغه هېواد کې د میندو د مړیني دویم ستر لامل د تيونو سرطان ناروغي ښوول شوې ده.
ترکيه له بريده وروسته
"اسلامي دولت" نومې ډلې ويلي هغه اورپکي چې د استانبول يوه شپني کلب کې يې د نوي کال پر لمانځونکو وژونکی بريد کړی، او ۳۹ کسان یې په کې ووژل، د دوی کس و.
د ډونلډ ټرمپ تېر او راتلونکی
د ټرمپ ولسمشرۍ کې به امريکا کې ژوند څنګه وي؟ يو ځای چې دغه ټاکل شوی ولسمشر په کې کوم ځواکمن دريځ نه لري، اټلنټېک سيټي ښار دی، چې د ده پانګونه په کې په پرله پسې ډول ناکامه شوې ده.
ورکېدونکي ژوي
ماداګاسکار کې لېمور ژوي په جدي ډول له خطر سره مخامخ بلل شوي، ځکه چې د اوسېدو سيمې یې په کمېدو او ښکار يې په زياتېدو دی.
د نړۍ ډېر غښتلي کسان څنګه کمزوري کېږي
همدا پیاوړي لوبغاړي چې د سیالۍ په میدان کې خپل ځواک او وړتیا ښیي، ځینې وخت له سختو رواني ناروغیو کړېږي. د سوک وهنې یا بوکس مینه وال د ریکي هټن له نوم سره هرو مرو اشنا دي. دی په برتانیا کې د خپل وخت یو تر ټولو پیاوړی سوک وهونکی بلل کېده، او په خپل وزن کې نړیوال اتل هم پاتې شوی.
تېر کال کې د افغان ماشومانو د ژوند ښکلې شېبې
ژوند که هرڅومره هم له کړاوونو ډک وي، ماشومانو ته ډېر واړه شیان د خوښۍ او خندا پلمه ګرځي. ۲۰۱۶ کال کې د افغان ماشومانو د ژوند ترخو ورځو کې، لوبې، مسکۍ شېبې او ځغلنده خوښۍ هم وې چې پاینده څرګند یې ځینې انځورونه غوره کړي.
اروپا ته د افغان الوتنو د بندیزونو ليرې کولو هڅې
د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وايي، له تور لیسته د افغان هوایي شرکتونو د ايستلو لپاره به ډېر ژر یو پلاوی اروپا ته ولاړ شي.
د هند کریکټ بورډ مشر ته د دندې پرېښودو حکم شوی
د هند سترې محکمې د هغه هېواد د کریکټ بورډ مشر انوراګ تهاکور ته حکم کړی چې د سمونونو راوستلو کې د پاتې راتلو له کبله دې استعفا وکړي.
د هالیووډ لوحه له ټوکو په هالیوييډ بدله شوې
د ۲۰۱۷ کال پر لومړۍ ورځ چې د امریکا د لاس انجلېس وګړي له خوبه پاڅېدل، کتل یې چې د دغه ښار په نړیواله کچه مشهوره ستره نومدړه له هالیووډ پر هالیوییډ بدله شوې.