ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


جېنټ جېکسن ۵۰ کلنۍ کې ماشوم زېږولی

د مشهورې امریکایي سندرغاړې جېنټ جېکسن په ۵۰ کلنۍ کې په لومړي ځل ماشوم زېږولی دی.

04.01.2017 BBC

ټرمپ: له ګوانتانامو باید د بندیانو خوشي کول ودرول شي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د کیوبا له ګوانتانامو زندانه باید د 'خطرناکو کسانو' د خوشي کولو لړۍ نوره ودرول شي.

04.01.2017 BBC

د سوریې ادلب کې بمبارۍ '۲۵ جهادیان وژلي'

سوري فعالان وايي، د سوریې شمالي ادلب ولایت کې د فتح الشام جبهې د جنګیالیو له خوا پر یوې کارېدونکې ودانۍ بمبارۍ کې لږترلږه ۲۵ کسان وژلش وي دي.

04.01.2017 BBC

سعودي کې بهرني کارکونکي په درو وهل کېږي یا بندیانېږي

په سعودي عربستان کې یوشمېر بهرني کارکوونکي له دې کبله بندیان شوي او په دُرو د وهلو حکم ورته شوی، چې تېر کال یې د ځنډول شوې مزدورۍ د پیسو ترلاسه کولو لپاره لاریون کړی و.

04.01.2017 BBC

''د پېښور هندوان خپل مړي خاورو ته سپاري''

د پېښور او خیبر پښتونخوا ځینو نورو سیمو کې مېشت هندوان وايي د شمشان ګهاټ یا اور ته د مړي سپارلو اسانتیاوو نشتوالي له کبله خپل مړي خاورو ته سپاري.

03.01.2017 BBC

''د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړه د حکمتیار نوم ایستلو لړ کې روسیه اندېښنې لري''

په سیاسي چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار محمد اکرم خپلواک، چې له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې خبرو مسوولیت ورترغاړې دی، مني، چې له ګلبدین حکمتیار سره د خبرو لړ کې روسیه ځینې اندېښنې لري، خو په وینا یې ژر به د روسیې دغه اندېښنې لرې شي.

03.01.2017 BBC

منګل وايي لوبغاړي به وار له واره نړيوالو لوبو ته نه ورولي

د ملي لوبډلې د غورواي کمېټې مشر نوروز منګل له بي بي سي سره په خبرو کې وویل لوبغاړي به وار له واره نړيوالو لوبو ته نه ورولي بلکې په بېلا بېلو پړاونو کې به يې نړيوالو لوبو ته چمتو کوي.

03.01.2017 BBC

نوروز منگل تر ټولو بريالى افغان کپتان

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې نوروز منگل له نړيوالو کرېکټ لوبو لاس په سر شو او اوس به د لوبغاړو د غوراوي د کمېټې مشري په غاړه لري. ايمل پسرلى د نوروز منگل لوبيز ژوند ته کتنه کړې.

03.01.2017 BBC

د عکسونو البوم: د هالیووډ د وتلې ستورې ژوند

د هالیووډ د ستورې ډبي رینالډز ژوند په انځورونو کې. هغه تېره اونۍ په ۸۴ کلنۍ کې مړه شوه.

03.01.2017 BBC

قبایل: پاکستان دې زموږ پر تګ راتګ بندیز نه لګوي

د قبايلي سیمو یو شمېر اوسېدونکو د پاکستان د حکومت هغه محدودیتونه غندلي چې افغانستان ته يې د هغوی پر تګ راتګ لګولي دي.

03.01.2017 BBC

"روسیه امنیت شورا کې د افغان سولې په تړاو پرېکړه ځنډول غواړي"

امریکايۍ ورځپاڼه وال سټریټ جورنال لیکي، روسیې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغان سولې په تړاو د پریکړې مخه ډب کړې ده.

03.01.2017 BBC

اسرائیلي پولیس له نتنیاهو د فساد په تړاو پوښتنې کوي

اسرائیلي پولیسو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نه فساد کې د ښکېلتیا له کبله پوښتنې پیل کړې دي. دا موضوع د اسرائیلو رسنیو کې د سر ټکی ګرځېدلی.

03.01.2017 BBC

عطا محمد نور: د ولسمشرۍ لومړۍ مرستیالي راته وړاندیز شوه

د بلخ ولایت سرپرست عطا محمد نور وايي، کابل کې لوړپوړو چارواکو د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال د څوکۍ وړاندیز ورته کړی. د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د خپل یوه سیال د وهلو او تېري کولو په تور تر قضايي څار لاندې دی.

03.01.2017 BBC

ډاکټرانو د ناروغ له ګېډې ۱۸ کاله پاتې شوې بیاتي راویستله

ويتنامي ډاکټرانو د يوه سړي له خېټې يوه بیاتي (قیچي) ايستلې چې ويل کېږي اتلس کاله هلته پاته وه.

03.01.2017 BBC

نوروز منګل د کریکټ ملي لوبډلې له نړیوالو لوبو استعفا وکړه

د افغانستان د کریکټ بورډ مشر عاطف مشعل د سې شنبې په ورځ په خبري غونډه کې نوروز منګل د غوراوي کمېټې غړی وګوماره.

03.01.2017 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more