د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مشر دنده پرېښې

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوریپال ګوند ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مشر پال مانافورډ تر دوه میاشتني فعالیت وروسته له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.

د ننګرهار له حصارکه د طالبانو بریدونه شا ته شوي

د افغانستان ختیځ ننګرهار په حصار ک ولسوالۍ د طالبانو بریدونه پر شا شوي. د ننګرهار چارواکي وايي د حصارک ولسوالۍ ځانګړي او کومانډو ځواکونه وررسېدلي او د طالبانو ګڼ جنیالي يې وژلي.

د کندوز خان اباد ولسوالۍ د طالبانو لاس ته 'لوېدلې'

د افغانستان شمال ختیځ کندوز خان اباد ولسوال وايي، له څو ورځنیو بریدونو او کلابندۍ وروسته د ولسوالۍ بازار، د ولسوالۍ ودانۍ او امنیه قومنداني طالبانو نیولې ده. دا مهال خان اباد کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

د ډونالډ ټرمپ مجسمه، که د لارویانو "ساتېری"

د امریکا نیویارک، لاس انجلیس، سیاټل، سان فرانسیسکو او کلیفلانډ ښارونو په ځینو واټونو کې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوریپال نوماند ډونالډ ټرمپ مجسمې اېښودل شوې دي.

بلوچستان: د تاوتریخوالي پېښو کې اووه کسان وژل شوي

د پاکستان بلوچستان ایالت په بېلو سیمو کې پوځي عملیاتو او هدفي وژنو کې اووه کسان وژل شوي دي. بل لور ته پاکستاني امنیتي ځواکونو مرکزي ښار کوټې ته نژدې مستونګ سیمه کې همغږي چاڼیز عملیات کړي.

د اولمپيک سياليو ۱۳ ورځ

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر ۱۳ ورځ هم امریکا د مډالونو د جدول په سر کې وه، ورپسې بريتانيا او چين په درېيم نمبر دی. کوربه هېواد برازيل هم دوه د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

خيبر ایجنسۍ کې پوځي عمليات

د پاکستان پوځ وايي له ډېورېنډ کرښې سره پوځي عملياتو کې يې له ۱۰ ډېر اورپکي وژلي دي.

د لوبو له ډګرونو وروستي جزیات

د ريو اولمپيک سياليو کې د برتانيا گڼو مډالونو خپله برتانويان هم حيران کړي، موږ يې پوښتنه کوو چې د بري راز يې څه دى.

روسيه وايي حلب کې به د ۴۸ ساعتونو اوربند ملاتړ کوي

ملګرو ملتونو د روسيې د هغه چمتوالي هرکلی کړی، چې وايي حلب کې به د بشري مرستو رسولو په موخه هلته روانه جګړه کې د ۴۸ ساعته اوربند ملاتړ کوي.

بنګله دېش کې د ټلویزیوني ډرامې پر سر د سلګونو کسانو تر منځ شخړه

بنګله دېش کې پولیس وايي، یوه هندۍ ټلویزیوني ډرامه د سلګونو خلکو تر منځ د سختې شخړې لامل شوې. پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان سخت ټپیان شوي دي.

د اولمپيک سياليو ۱۳ ورځ: اردن د سرو زرو لومړی مډال وګاټه

د برازيل په ريو ډي جنيرو کې د روانو اولمپیک سياليو پر ۱۳ مه ورځ کوربه هېواد دوه نور د سرو زرو مډالونه وګټل. امريکا د مډالونو په کتار کې لا لومړی ځای لري او په لومړي ځل اردن د سرو زرو مډال خپل کړ.

سوریه کې داعش ولس د "ډال په توګه" کارولی

له هوا نه اخیستل شوي تصویرونه ښيي، چې د 'اسلامي دولت' نومي ډلې یا داعش وسله والو د سوریې له منبیج ښاره د تېښې پر مهال ملکي خلک د ډال په توګه کارولي.

د شپږيزې سيالۍ په انځورونو کې

افغان پلازمېنه کابل کې د کرېکټ د 'شپږیزو' شل اووریزو سیالیو په لړ کې د مس عینک اتلانو او کابل بازانو ترمنځ پایلوبه شوه. کابل بازانو دغه سيالي په پنځو وېکټو وګټله او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه.

دبۍ: هغه بریتانوی نیول شوی چې د افغانانو لپاره یې د بسپنې غوښتنه کوله

دبۍ کې یو ۴۲ کلن بریتانوی سړی له دې کبله نیول شوی، چې په کابل کې یې د بې ځایه شویو کسانو لپاره د بسپنې یو پیغام پر خپله فېسبوکپاڼه له نورو سره شریک کړی و.

د لامبو وهنې افغان فدراسیون ته د نړیوالو فدراسیونونو خبرداری

د لامبو وهنې اسیایي او نړیوالو فدراسیونونو د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون ته خبر داری ورکړی، که د اګست تر پایه د حق العضویت پیسې ورنه کړي، غړیتوب به یې لغوه کړي. دغه فدراسیون نهه کاله اسیایي او نړیوالو فدراسیونونو ته د حق العضویت پیسې نه دي ورکړي.