د طالبانو مشر د ونو کښېنولو غوښتنه کړې
د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له افغانانو غوښتي چې د "ځمکې د سمسورتیا لپاره" نورې ونې کښېنوي. د چاپېریال ساتنې اړوندو مسلو په اړه طالبان ډېرې کمې ویناپاڼې خپروي.
د لارو تړل؛ د افغانستان زیان که پاکستان ته تاوان؟
شاوخوا یوه اونۍ کېږي چې پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ لارې تړلې دي، خو دا ځل دغې موضوع د افغانانو ترمنځ ستره اندېښنه نه ده رامنځ ته کړې.
اندونیزیا او استرالیا ترینګلې شوې پوځي اړیکې بیا رغوي
د استرالیا او اندونیزیا ترمنځ د پوځي همکاریو له څه کمې دوې میاشتې مخ په ټپه درېدا وروسته دواړو هېوادونو د بشپړو پوځي اړیکو بیارغولو هوډ کړی دی.
وال سټریټ ژورنال: چینایی اورګاډی له افغانستان نه بېرته تش تللی
امريکايۍ ورځپاڼې وال سټريت ژورنال "افغانستان هڅه کوي د چين ورېښم نوې لارې برخه شي" تر سرليک لاندې مطلب کښلى او وايي، د افغانستان او چين ترمنځ د اورگاډي نوې پټلۍ د بېجينگ ورېښم لارې نوښت يوه برخه ده.
له ډبرو جوړ هنر؛ 'هرڅوک وېرېدلی'
یوه سوریایي هنرمند نزار علي بدر له ډبرو نه په دې هېواد کې د جګړې د ریښتیني ژوند انځورونه جوړ کړي دي.
سويلي کوریا کې به د ښځو عمر کچه تر ۹۰ کلونو واوړي
نوې څېړنې ښيي چې د سوېلي کوریا ښځې د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې په اوسط ډول تر ۹۰ کلونو ډېر عمر ته رسېږي. بلخوا جاپان او امریکا راغورځي په ځانګړې توګه امریکا چې د ۳۵ صنعتي هېوادونو په نوملړ کې ډېر ښکته ځای خپلوي.
ټرمپ د خبریالانو ماښامنۍ ته نه ورځي
د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې کلنۍ مېله یا ماښامنۍ له کابو یوې پېړۍ راهیسې واشنګټن کې جوړېږي، خو سږ کال به د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې له رسنیو چندان ښه خاطره نه لري، پکې ګډون ونه کړي.
عراق کې د "روداو" تلوېزیون خبریاله شیفا ګردي وژل شوې
د عراق موصل ښار کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د عراقي کردي "روداو" تلوېزیون خبریاله شیفا ګردي وژل شوې ده. نوموړې د موصل د عملیاتو خبرونه ورکول. "روداو" تلوېزیون ویلي، له ګردي سره عکاس یونس مصطفی هم چاودنه کې ټپي شوی دی.
فیفا د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مشرتابه ټاکنې ځنډولې
د فیفا ادارې د افغانستان فوټبال فدراسیون ته لیک استولی او له افغان چارواکو يي غوښتي چې د نامساعدو شرایطو په خاطر دې د مشرتابه ټاکنې وځنډوي. د افغانستان فوټبال فدراسیون چارواکې وايي په ټاکنو کې سیاسي لاسوهنو دوی هم اندېښمن کړي دي.
پېښور زلمیانو له سختې سیالۍ وروسته کویټه ګلیډیټرز ته ماتې ورکړه
پاکستان سوپرلیګ سیالیو کې پېښور زلمیانو له یوې سختې لوبې وروسته کویټه ګلیډيټرز ته په دوو وېکټو ماتې ورکړه. دې سره پېښور زلمو دغه لړۍ کې لومړی ځای خپل کړ.
د کیم جونګ نام وژنه: مشکوکې ښځې ته ۹۰ ډالر ورکړل شوي
هغه اندونیزیايۍ ښځه، چې د شمالي کوریا د مشر ناسکه ورور وژنې په تړاو نیول شوې وايي، د دغه ' شرارت ' لپاره یوازې ۹۰ ډالر ورکړل شوي وو. مالیزیا کې د اندونیزیا دیپلوماتانو له دغې سیتي ایسیاه نومې ښځې سره لیدلي.
د افغان جګړې امریکايي جنرالان چې اوس د امریکا پوځي سیاست کوي
د سپټمر ۱۱ له بریدونو وروسته امریکا افغانستان ته د سمندري ځواکونو یو جنرال را ولېږه چې د دغو ځواکونو یو قومندان و. په ګرم ولایت کندهار کې دېره شو چې طالبان له خپل ټاټوبي وشړي.
"اسلامي دولت" په افغانستان کې څومره بريالی دی؟
په افغانستان کې د "اسلامي دولت" نومې ډله يا داعش دوه کاله مخې راپورته شوه. خو دا ډله څومره خطر پېښوي؟ په افغانستان کې له داعش سره تړلي بريدونه ډېر شوي دي. د بي بي سي داود اعظمي دا څېړي چې دې اورپکې ډلې په دې جنګ ځپلي هېواد او پراخه سيمه کې څه ډول خطر پېښ کړی دی.
یو شمېر افغان معلولین تورخم ته د اړیکو سمون له غوښتنې سره تللي
د افغانستان ختیځ کې سلګونه معلولین تورخم ته ورغلي وو او د افغانستان، پاکستان ترمنځ يې د اړیکو سمون غوښت.
د کرېکټ بریا او پرمختګ په پار څو خبرې
د افغانستان کرېکټ لوبغاړي د نړۍ په کچه له هرې لوبډلې سره د سيالۍ فزیکي توان لري خو داسې تخنیکي او رواني اړخونه شته چی له امله یی افغان کرېکټ لوبډله ځینې داسې لوبې بایلي، چې دوی په کې بریا ته نژدې کېږي.