د عکسونو البوم: ۲۰۹ شاهین قول اردو له برید وروسته
د افغانستان دفاع وزارت تایید کړې چې بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید کې لږ ترلږه ۱۰۰ سرتېريو ته مرګژوبله اوښتې، خو نورو حکومتي سرچینو د وژل شویو شمېره له ۱۴۰ پورته اعلان کړې او ویلي یې دي چې تر ۱۵۰ ډېر نور سرتېري ټپیان شوي.
'پاکستان' د مشال د وژنې ذمه وار دی
د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې دين ته د سپکاوي په تور ددغه پوهنتون یو محصل مشال خان د خپلو ملګرو له خوا ووژل شو. د کورنۍ په ګډون يې ډېری وګړي وژونکی پاکستان یادوي.
کيوبا کې د فلم فېسټيوال
د کيوبا يو ساده ښار جيبارا د فېلم يو نړيوال فېسټيوال کوربه دی، چې بېنېسيو ډېل ټورو په څېر له فېلمي صنعته لوی نومونه هم ورغلي دي.
د فرانسې ټاکنې
د فرانسې ولسمشرۍ ټاکنو پايلې ښيي چې دې پړاو کې کوم پرېکنده بری د چا په برخه نه و، او اوس به وروستۍ سيالي د نوي سياستوال اېمانوېل مکرون، او د توندلارې ښي اړخې مارين لوپن ترمنځ وي.
د سوريې اوږده جګړه
تېرو دوو کلونو کې د اسلام پاله توندلارو ګواښونو نژدې د هرې بهرنۍ رسنۍ لپاره دا ناشونې کړې وه، چې د سوريې شمال لوېديځ سيمې ته ورننوځي.
د افغانستان د دفاع وزير او لوی درستيز استعفا
د افغانستان دفاع وزير او د پوځ لوی درستيز بلخ کې پر پوځي قول اردو د طالبانو له مرګوني بريد وروسته له دندو لرې شوي دي.
"افغان زندانونو کې له شکنجې کار اخیستل کېږي"
د ملګروملتونو یوه تازه رپوټ کې راغلي چې د افغانستان په زندانونو کې د اقرار اخیستلو لپاره مشکوک او تورن کسان شکنجه کېږي. په شکنجې کې، وهل ټکول، قفايي، برېښنايي شارټونه، خوب ته نه پرېښودل او د اعدامولو ګواښونه شامل دي.
د افغانستان د بشري حقونو د کمیسون له مشرې سیما سمر سره ځانګړې مرکه
افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر وايي، سره له دې چې د ربړونې کچه ټیټه شوې او د شکنجې منع کولو لپاره ښه قوانین وضع شوي، لا هم شکنجه کول شته دي.
د امریکا دفاع وزیر: د افغانانو تر څنګ ولاړ یوو
دامریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر جیمز ماتیس، چې افغانستان ته په ناڅاپي سفر تللی و وايي، له افغان حکومت سره به خبرې روانې وساتي، چې وکولای شي د امریکا ولسمشر ته د حالت سمې ارزونې په اړه مشوره ورکړي. ښاغلي ماټیس ویلي،له یوه مسلکي پلاوي سره یو ځای افغانستان ته راغلی چې د دې هېواد امنیت حالت له نژدې وڅېړي.
دفاع وزیر: ما استعفا په خپله خوښه ورکړې
د افغانستان د دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم له خپلو دندو استعفا کړې ده. په یوه خبري غونډه کې دغو امنیتي چارواکو د خپلو استعفاوو لامل ملي ګټې وبللې.
لوړې زدکړې: په نړیوال څېړنیز او ملي فکري ډګر کې غیر حاضره کورنۍ
هروخت چې غواړم د خپلې څېړنې په اړه رپوټ یا مقاله ولیکم او یا هم د څېړنو پایلې چېرته وړاندې کړم، نو د سیمې په اړه د کره اخځلیکونو نشتوالی مې تر ټولو چارو ډېر سرګردانه کړي. د محمد تنها لیکنه.
سیما سمر: د افغانستان امنیتي ادارو کې د ربړونو مخنیوي هڅې ناکافي دي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون رییسه سیما سمر وایي، له پراخو هڅو سره سره لا هم د دغه هېواد امنیتي ادارو لخوا د تورنو او مشکوکو کسانو ربړول دوام لري. حکومت ربړول نه ردوي، خو وایي ددغو ادارو د چلند معیاري کولو لپاره ددوی هڅې روانې دي.
په موبایلونو کې د موروپلار بوختېدل، ماشومان زیانمنوي
په ځیرکو موبایلو کې د موروپلار ډېره بوختېدا، د ماشومانو پر روغتیا ناوړه اغېز لري.
۱۲ کلن ماشوم له ۱۳۰۰ کیلومتره موټر چلولو وروسته پولیسو نیولی
استرالیا کې یو ماشوم له ۱۳۰۰ کیلومتره موټر چلولو وروسته د پولیسو لخوا نیول شوی دی. په ظاهره داسې معلومېږي، دغه ماشوم غوښتل د اسټرالیا له یوه سره تر بله موټر وچلوي.
"خوست کې د امریکايي ځواکونو پر اډه موټربم برید شوی"
د خوست د والي ویاند وايي، په دغه ولایت کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د اډې یوې دروازې ته څېرمه موټربم برید شوی دی.