"افغانستان د ټیسټ لوبو درجې وړ دی"
بریتانوۍ ورځپاڼې ډیلې میل د افغان کرېکټ لوبډلې پخواني روزونکي راشد لطیف هغه خبره را اخستې چې ویلې دي افغانستان د ټسټ درجې وړ دی ځکه .په نړیوالو سیالیو کې یې ښې لاسته راوړنې لرلې دي.
د بشپړغړیتوب د اعلان شېبې
لندن کې د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان او ایرلڼد لوبډلو ته بشپړغړیتوب ورکړ چې ورسره یې د تېسټ لوبو دریځ هم خپل کړ.
افغانستان د کرېکټ بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
د کرېکټ نړیوالې شورا افغانستان ته د کرېکټ بشپړ غړیتوب ورکړ چې ورسره یې د ټېسټ لوبو دریځ هم خپل کړ. له دې سره به افغانستان د لویو لوبډلو سره د لوبېدو ډېر چانس ولري. دا د کرېکټ په تاریخ کې د افغانستان ستره لاسته راوړنه ده.
شهزاده هري: افغانستان راسره د 'مور د مړینې' په غم کې مرسته وکړه
د برتانیا د ملکې لمسی شهزاده هري د خپلې مور له مړينې شل کاله وروسته وايي، په افغانستان کې تر سره کړي ماموریت ورسره د مور د مړینې غم هېرولو کې مرسته کړې ده.
د افغانستان پارلماني ټاکنې راتلونکی کال کېږي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوې خبري ناسته کې نن د چنګاښ ۱، اعلان وکړ چې راتلونکی ۱۳۹۷کال د چنګاښ پر۱۶ به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وشي.
وسله وال طالبان وايي د هلمند ځانمرګی برید دوی کړی
د هلمند ولایت "نوي کابل بانک" ته څېرمه ځانمرګي برید کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۶۰ ټپیان دي. په ټپیانو کې یوه ښځه هم شته. طالبان وايي دغه برید دوی کړی دی.
امریکا له طالبانو د پاکستان، ایران او روسیې ملاتړ اندېښمنه کړې
د امریکا دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرېس ته په تازه رپوټ کې له طالبانو او حقاني شبکې د پاکستان، ایران او روسیې پر ملاتړ اندېښنه ښودلې ده او وايي پاکستان کې د وسلوالو امن پټنځي د افغانستان امنیت ته لوی ګواښ دي.
قطر ایروېز 'د نړۍ تر ټولو غوره هوايي شرکت' وپېژدل شو
د قطر حکومتي هوايي کرښه سږ کال له سیالې اماراتۍ هوايي کرښې مخته شوې او د نړۍ سلو ښو هوايي شرکتونو کې یې اوله درجه ګټلې ده.
داعش په موصل کې تاریخي النوري جومات "الوځولی"
د عراق امنیتي ځواکونه وايي، داعش یا "اسلامي دولت" ډلې په موصل ښار کې تاریخي جامع جومات "وران" کړی. داعش وايي دا جومات امریکايي ځواکونو بمبار کړی.
افغان پوځ ته د مناسب لباس پېرلو کې ۲۸ میلیون ډالر ضایع شوي
په افغانستان کې د امریکايي پروژو ځانګړی پلټونکی وايي، د ناسم غوراوي له امله د دفاع وزارت یا پنتاګون پر ۲۸ میلیون ډالرو افغان ځواکونو ته داسې لباس اخیستل شوي، چې کارول شوی نه دی.
الجزایر: پر فیسبوک د لایکونو مین دوه کاله بندي شو
د الجزایر محکمې هغه سړی په دوه کاله بند محکوم کړی چې پر فېسبوک یې د لایکونو اخیستو لپاره کوچني ماشوم د دنګې ودانۍ له کړکۍ ځوړولی و.
"ټرمپ پر پاکستان کړۍ را تنګوي"
د پاکستان ورځپاڼې ډان د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې لیکلي داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو وسله والو ډلو د فعالیت له امله چې افغانستان کې بریدونه کوي د پاکستان پرضد اقدام ته چمتو دی.
کرېکټ: د بشپړ غړیتوب په لار کې لوی خنډونه ختم دي
یوې معتبرې سرچینې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان د بشپړ غړیتوب په لار کې خنډونه تر ژورو بحثونو وروسته تر ډېره منلي او پنجشنبې ښايي اعلان وشي چې افغان لوبډله ټسټ لوبې کولی شي.
پاکستان ولې له افغانستان سره پر پوله کټارې او خنډونه جوړوي؟
د پاکستان پوځ وايي چې د امنیت د ښه کېدو په لړ کې به له افغانستان سره پر پوله ازغن تار او کټارې لګوي چې په وینا یې د اورپکو مخنیوی وکړي. خو افغان حکومت، چې د ډیورنډ کرښه لانجمنه بولي، وايي چې د پاکستان له خوا هر ډول یو اړخیز امنیتي تاسیسات او خنډونه د منلو وړ نه دي.
د سرحدونو او قبایلو سرپرست وزیر: پر ډیورنډ هر ډول تحرکات په کلکه ردوو
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال بي سي سي سره خبرو کې وویل "د افغانستان حکومت او خلک پر دغه کرښه هر ډول تحرکات په کلکه ردوي."