1_ ســــريزه

 الحمد لله رب العٰلمين و الصلوآ و السلام علي خاتم الانبياء و المرسلين و علي آله
و اصحابه اجمعين.
اما بعد:
په نورو ژبو كي په تېره په عربي ژبه كي زموږ د قبلې ( كعبې شريفي )،
مكې مكرمې، مدينې منورې او د حج د نورو سپېڅلو ځايونو د تاريخ او د حج د مناسكو په هكله ډېركتابونه تاليف سوي دي. عربي تاريخ پوهانو او د اسلامي نړۍ د نورو ګوټونو عالمانو په دې هكله ډېرڅه كړي دي.
خو افسوس چي د پښتو ژبي زېرمه د مكې مكرمې او كعبې شريفي د متبرك تاريخ  او احوالو له شتون څخه تر اوسه بې برخي پا ته وه، چي په نتيجه كي موږ د خپلي قبلې او دغه ډېر ستر ديني، اسلامي منځي ( مركز ) له سوابقو او پرهغې باندي د تېرو سوو حوادثو څخه نا خبره وو.
زموږ حاجيان چي به حج ته تله له ځينو كسانو پرته د حج د مناسكو او د حج د مقدسو اماكنو څخه به يې ډېرلږ معلومات درلودل، دا ځكه چي په پښتو ژبه د مكې،كعبې او د حج د تاريخ په هكله تر اوسه هيڅ كتاب نه وو ليكل سوى. او په نورو ژبو زموږ ډېروګړي پوهيږي نه.
له دې امله به زموږ حاجيانو د حج د سپېڅلو اماكنو په باب د مخكنيو معلوما تو پرته د حج د مناسكو د يوه وړوكي كتابګوټي له مخي حج كاوه. خو لكه چي پوهيږو يو عمل هغه هم د حج عبادت هله ډېر ښه خوندكوي چي سړى د هغه له سر، حكمت او سابقې څخه ښه خبروي. او د يوه ځاى او اسلامي اثر زيارت هله ډېر په زړه پوري وي چي سړى د هغه له سوابقو څخه بشپړ معلومات ولري.
له بله پلوه موږ هره ورځ په پنځه وخته لمونځونو او نورو عباداتو او چاروكي مخ پر قبله دريږو، خو حال داوي چي له دې قبلې او د هغې د تاريخي څرنګوالي څخه ډېر لږ معلو مات لرو چي داسي نه ښايي.
له فرهنګي لحاظه هم كه موږ د هر اسلامي هيواد يوه كتابتون ياكتاب پلورنځي ته ورسو، موږ به د كتابونو په فهرست كي ارو مرو د مكې مكرمې د تاريخ او فضايلو په هكله څو كتابونه ومومو، خوكه زموږ د هيواد كوم كتابتون يا كتاب پلورنځي ته ورسو، موږ به په دې هكله هيڅ كتاب و نه مومو او كه وي هم به په نورو ژبو وي چي داسي هم نه ښايي.
له دې خبرو پرته هر مسلمان ته په كار ده چي د مكې اوكعبې، دغه راز د رسول 
د ښار مدينې منورې او نورو اسلامي مقدسو عبادتځايونو او آثارو د تېراو اوس مهال څخه د يوه كامل مسلمان په توګه بشپړ معلومات او مطالعه ولري.
نو د دې خبرو په پام كي نيولو سره او زموږ د پښتو خوږې ژبي د دغې بې بضاعتۍ له امله په تېره كله چي دغه خبري ماته په ځانګړې توګه په 1421 س. ( سپوږميز )كال كي د حج په جريان كي جوتي سوې، نو ما وپتېيل چي د مكې مكرمې او په دغه مباركه بقعه كي زموږ د سپېڅگلي قبلې؛ كعبې شريفې تاريخ په پښتو روانه او آسانه ژبه وليكم.
خو بايد اعتراف وكړم چي ما ته ډېر ژرڅرګنده سوه چي زه د دغسې ډېردرانه كار د سرته رسولو واك او صلاحيت نه لرم. ځكه دا چاري پراخه مطالعه او ژور ليد غواړي چي زه له دې څخه بې برخې يم.
له بلي خوا زه او مكه شريفه ډېر سره ليري وو چي د دې كارد ترسره كېدو لپاره  هلته تلل او راتلل هم څه آسانه كار نه وو. دغه راز د دې موضوع په هكله د كتابونو  د برابرولو په اړه هم بايد وويل سي چي دا كار هم خورا ډېر ستونزمن دى. زموږ په هيواد كي په تېره په دغسې ناسمو شرايطو كي ترڅېړني د مخه د دې څېړنه ضروري ده چي  د موضوع اړوند كتابونه چيري او څنګه په لاس راتلاى سي.
خو په هر ډول څنګه چي مي په دې هكله هوډ كړى وو، خپل همت مي له لاسه ور نه كړ؛ بلكي په تلاښ مي ګوتي پوري كړې. لومړى مي د مكې مكرمې،كعبې شريفې او نورو مقدسو اماكنو په هكله د ماْخذونو په تر لاسه كولو پيل وكړ، او بيا د هغو په مطالعه او څېړنه بوخت سوم، څو بالاخره مې وپتېيل چي د مكې مكرمې تاريخ وليكم، چي پاى د لوى څښتن په عميم فضل او احسان دا دى د دې درانه او با ارزښته كار ترعهده را ووتلم. دلته زه بايد ومنم  او اعتراف وكړم چي دا كتاب نه زما په پوهه بلكې د لوى خداى  په اراده بشپړ سوى دى.  د كتاب د څرنګوالي په هكله بايد ووايم چي ما په دې كتاب كي د افسانوي او  ضعيفو روايتونو له راوړولو څخه تر وسه وسه ډډه كړې ده. او خرافي او مبالغه آميزه  خبري مي نه دي پكښي راوړي.  د كتاب د مصادرو په هكله بايد ووايم چي ما د دې كتاب په ليكلو كي له څلور ډوله آثارو څخه ګټه اخستې ده:
لومړى د قرآن كريم آيتونه او د رسول  او اصحاب كرامو صحيح احاديث  او ويناوي دي. دوهم هغه تاريخونه دي چي د لومړي لاس موادو په ډله كي راځي،كوم  چي په مكه مكرمه كي د تاريخي پېښو په مهال او يا هغو ته په نژدې مهال كي په مكه مكرمه يا مكې ته په نژدې سيموكي ليكل سوي دي. درېيم هغه تاريخونه دي چي په اوس مهال كي  د مكې مكرمې يا د هغې د شا وخوا سيمو عربي موْرخينو او نورو پوهانو د لومړى لاس  منابعو پر بنسټ ليكلي دي. څلورم هغه آثار دي چي د موضوع په اړه ورڅخه استفاده سوې ده. لكه د تفسير، حديث، مناسكو، ادب او نورو علومو او فنونو معتبركتابونه. دلته يوه خبره د يادولو وړده او هغه دا چي ما ډېركوښښ كړى چي كتاب هرڅه لنډ وليكل سي او حجم يې غټ نه سي. او څنګه چي دا يو معلوماتي كتاب دى كه څه هم ما  د خپلي پوهي سره سم تر بحث لاندي موضوعګاني د څېړني د ميتود او د تاريخ ليكني
د معاييرو سره سمي څېړلي دي خو د كتاب محتوا مې داسي راوړې چي د هرلږ لوستي  د لوستني وړ سي. له دې امله تكرار په تكرار د كتاب په متن او يا د هغه په لمن ليك كي  د ماْخذونو تر ښوولو تېر سوم، ځكه كه څه هم دا كار د تحقيق له اصولو او نورمونو سره سم كاردى، خو دلته يې يو د كتاب حجم زيا تاوه او بل د دغه ډول كتاب لوستونكو ته  د ماْخذ ذكركول دوني ضروري نه برېښي. خو بيا هم په بېلو بېلو برخوكي د ضرورت له مخي ځيني ماْخذونه ښوول سوي دي.  البته بايد ياده كړو چي د دې كتاب په ليكلو كي دكتاب د وروستۍ برخي د ذكر  سوو ماْخذونو څخه د كتاب په ډېرو برخو كي ګټه اخيستل سوې. كه څوك غواړي چي  د مكې مكرمې په هكله نوره مطالعه وكړي كېداى سي له دغو كتابونو څخه هغه چي د مكې په تاريخ پوري اړه ولري په لاس راوړي او مطالعه يې كړي.
له دغو ماْخذونو څخه د امام ازرقي (رح) " تاريخ يا اخبار مكه " ، " سيرآ ابن هشام " ،
د ابن جريرطبري، ابن خلدون او ابن كثير تاريخونه د مسعودي " مروج الذهب "،
" سمط النجوم العوالي" او " شفاء الغرام " د لومړي لاس هغه آثار دي چي ما مستقيماً ګټه ځني اخستې. يو شمېر نور اصلي ماْخذونه هم سته چي متاسفانه زما لاسته رانه غلل، لكه د علامه ابن ظهيرآ القرشي " الجامع اللطيف في فضل مكآ و اهلها و بناء البيت الشريف "، د علامه
قطب الدين حنفي كتاب " الاعلام باعلام بيت الله الحرام "، د مصرد ابراهيم رفعت پاشا  " مراٰآ الحرمين " او د علامه بتنوني " الرحلآ الحجازيآ ". خو بايد ووايم چي د دغو كتابونو زيا تره برخي علامه محمد طاهر كردي په " تاريخ القويم " كي په بشپړه توګه را اخستي كوم چي د مكې مكرمې په هكله يوجامع كتاب دى او په درې ټوكه، شپږو برخو كي چاپ سوى او پر فهرستونو او تصويرونو سربېره څه د پاسه ( 3240 ) مخونه لري. زه د هغه او ځينو نوروكتابونو له متن څخه د دغوكتابونو له محتوياتو څخه مستفيد سوم. د مكې شريفي د تاريخ په اړه په اوس مهالوكتابونوكي همدغه " تاريخ القويم" ،
" تاريخ المكآ المكرمآ " ، " قصآ و تاريخ الحضارات العربيآ " ، " تاريخ الحضارآ العربيآ " ،
" خلاصآ الكلام" ، " الدين و تاريخ الحرمين " ، " تاريخ ارض القرآن " او " الرحيق المختوم "
او نوردي، چي زما سره سته او ما مستقيماً استفاده ځنې كړې ده. دغه او د كتاب په پاىكي نوركتابونه ټول معتبر او موثق منابع دي.
په پاىكي بايد ووايم چي دا كتاب ما صرف د پښتو او پښتنو د خدمت او د لوى څښتن  د رضا لپاره ليكلى، نو له خپلو پښتنو او نورو پښتو لوستو وروڼو څخه په ډېردرناوى هيله من  يم چي دا كتاب ترلاسه كړي او ويې لولي او ماته د خداى په درباركي د بخښني او مغفرت دعا وكړي. البته زه پوهېږم چي زما په دې كار كي حتماً نيمګړتياوي سته، انسان له سهوي اوخطا خالي نه دى كه كوم ځاى كومه غلطي را څخه سوې وي د خپلو نېكو او ښو اخلاقو  له مخي يې تصحيح كړي اوكه ماته د دې كتاب د بشپړتيا په هكله د لوستونكوګټوري نظريې راورسيږي زه به يې ډېر ممنون سم، اوكه خداى وكړه دكتاب په دوهم ځل چاپ كي به يې  په پام كي ونيسو. خو د لوى څښتن له لويه درباره هيله من يم چي كتاب د حاسد او جاهل له بد ويلو وساتي، ما له اجر او ثواب څخه بې برخي نه كړي او په خپل عظيم فضل سره مي تر تېروتنو او ګناهونو را تېرسي.
سبحان ربك رب العزآ عما يصفون و سلام علي المرسلين و الحمد لله رب العلمين.

عبد المالك " همت "

د 1382 لمريزكال د غوا يي د مياشتي 23
د 1424 سپوږميـزكال د لومـړۍ خـور 12