لړليک د څيړونکي پېژندنه سريزه لويه شتمني او زمونږ بېغوري
السلام عليکم      
(السلام عليكم)

شروع كوم په نامه د الله چې ډير زيات مهربان او رحم لرونكې دى خالق تعالى په خپل عظيم كلام كې دپخوانيو اقوامو او پرګنو د ښو او بدو او ځينو نورو موجوداتو حالات بيان كړي ددې له پاره چې خلكو ته نصيحت ، عبرت او پند شي او خلك نيكو او ښو كارونو ته راو بولي او دبدو مثالونو د عواقبو نه يې اّګاه كړي نيك خلك به دبدونه عبرت واخلي خپل اعمال به اصلاح كړي او د توحيد په لار به روان شي. دپروردګار وينا چې دمثال په ډول يې منع فرمايلې وي د هغې نه منع شي او كوم چې په كولو يې امر كړي وي هغه اجرا شي متل يا مثال چې په يو خبره باندې تيريږي هغه ديو سند حجت او دليل په نامه باندې ياديږي او خبره ورباندې ښه مستحكمه او ټينګه شي. لكه يو ترګاڼ چې يو شي جوړ كړي او دپاسه ورباندې د اوسپنې ميخ ووهي د پښتو ژبې اكثره متلونه او پخې ويناوې د قراّني مباركو اّيتونو او نبوي احاديثو سره موافق دي دا متلونه داسې دي لكه په ډبره كې چې ليك وكړي دشودو غوندې سپين او دشاتو غوندې خوندور دي د چامخ او څټ هم نكوي. د دوه مخۍاو منافقت نه خلاص وي. پروردګار فرمايې (( تاسوسره متحد شئ او لاسونه سره وركړئ او بې اتفاقي مه كوئ كه بې اتفاقه شوئ قوت به مو كمزورى شي)) پښتانه لويان وايي ديو لاسه ټك نه خيږي، يو سوى نه بليږي، د ډيرو امساء ديوه ګيډۍ او داسې نور په حديث شريف كې راځي تاسو د خلكو قدر د هغوي د منزلت په اندازه وكړئ. پښتانه لويان وايي وګوره سړى ورلاندې واچوه پو زى او داسې نور خداى پاك وايي (( چې يهود اونصارى ستاسې دوستان كيږي نه…)) زمونږ مشران وايي كاڼى به پوست نشي دښمن به دوست نشي. حديث مبارك دى دنيكانو سره ناسته داسې ده لكه د عطار په دوكان كې چې كښينې يا به ترې عطر واخلې او كه وايې نخلۍ نو خوشبويي خو به يې درشي.
او دبدانو سره ناسته داسې ده لكه د ينګر په دوكان كې چې كښينې يا به دې جامې وسوځي او كه نوي نو داوسپنې بد بويي خو به درشي.
او داسې په لسګونو نورې قراني او نبوي مباركې وينا وې شته چې ډير پښتو متلونه ورته دي ما تراوسه په پښتو كې داسې وينا او متل نه دى او ريدلى چې هغه دې د اسلامي سپيڅلي شريعت سره په ټكر كې وي. زه پخپله د پښتو ژبې ښوونكي وْم او دپښتو خوږې ژبې سره مې ډيره مينه ده په دې كتاب كې په سلګونو متلونه ، اصطلاحات او… راوړل شوي او څيړل شوي دي . چې ډير يې ماته په يادو ياد دي او په موقع كې راياديږي. پښتو ژبې ته ډير كار د دين علماوْ كړى دى د احمد شابابا د زمانې نه مخكې او وروسته كه دادب تاريخونه وګورۍ تاسوته به جوته شي چې په هرو خت كې د دين پوهانو پښتو ته څومره خدمت كړى دى. د هاغې بوډۍ په شانته چې حضرت يوسف  يې په پاغندو اخيسته او ځان يې د يوسف  په تجارانو كې حسابا وه زه هم په دې لږ كار ځان دپښتو خدمتګار حسابوم. ما د پښتو ژبې سره دمينې او امانتدارۍ له مخې ځينې متلونه چې هغه ديو ځاى ، يا ديو قوم پورې اړه لري كټ مټ راوړي او څيړلي هيله كوم چې زما دغه خلوص په چا بدونه لګيږي ځكه چي ما ځان ته د تصرف حق نه دى وركړى. زه څه خپلې جهادي لنډۍ لرم چې په سنګرونو كې مې ويلي دي او څه اندازه شعرونه دي چې د ځينو بې لارو ملګرو او هم سنګرو د خودسرۍ او د هغوى خواهشاتو په باره كې دي چې دوى ترې نه منع كيدل ويلي مې دي ځكه چې جهاد يو ډير پاك او مقدس عبادت دى خو دځينو حريصو او په نفس نه باور لرونكو راته داغي او لكه دار كړ خداى دې دوى او ما په سمه لار برابر كړي.
ګرانو لوستونكو كه پدې كتاب كې زما څخه كومه غلطي او خطايي شوې وي عفوه غواړم او تاسو ته يې د اصلاح كولو پوره واك دركوم ماسره په دې كتاب كې اجمل اټك يو سفزى په څيړنه او ليكنه كې ډيرى خولې تويې كړى اوخپل قيمتي وخت يې پكې مصرف كړى او همدارنګه
حاجي عبدالوكيل اټك را باندې ډير باعث و. زه نشم كولاى چې د دوى شكريه اداء كړم خو خداى  دې ورته ډيراجر وركړي. په درناوي
مولوي عبدالشكور "ياسيني"