لړليک د څيړونکي پېژندنه سريزه لويه شتمني او زمونږ بېغوري
السلام عليکم      
 ددې ارزښتمن اثر او دليكوال په باب يې څو لنډې خبرې

هره ژبه اوادب خپلې خپلې ځانګړنې لري او بيا دهرې ژبې اوادب توكي خپل خپل اهميت لري. په پښتو ژبه او ادب كې متلونه او لنډۍ دې ژبې او ادب ته ځانګړې غناوربخښلې ده. رښتيا خبره خو داده چې كه پښتو ژبې ته څو مگره كارشوى دى نو زياتره يې دوروستۍ نيمې پيړۍ دژبپوهانو او ادب پوهانو دكار او زيار نتيجه ګڼلاى شو.
په پښتو ژبه كې دمتلونو او اصطلاحاتو راټولول پر خپل ځاى يو ارزښتمن كاردى كه څه هم چې په دې برخه كې خو يو څه لومړني ګامونه هم اخستل شوي دي او دمتلونو او اصطلاحاتو په را ټولولو كې يو څه كار هم شوى دى،خو حقيقت دادى چې دغه كار ددرناوي سره سره چې ورته يې لرو، دا ادعا نه شو كولاى چې په دې برخه كې شوى كار كافي دى او نوركار ته اړتيا نشته.
ښاغلي مولوى صيب عبدالشكور "يا سيني" چې دپښتو متلونو او اصطلاحاتو په راټولولو كې څومره كاركړى دى، دا پر خپل ځاى دډير درناوي وړدى او بې له شكه به دپښتو ژبې مينه وال ترينه ډيره ګټه اخلي او دابه ددې ژبې او پښتو ليكوالانو دليكنو په بډاينه كې پوره لاس وكړاى شي.
كه څه هم چې دښاغلي مولوى صيب "ياسيني" له خوا را ټول كړاى شوي متلونه او اصطلاحات ما په يوه ځغلنده نظر وكتل او دومگره وخت او مجال نه وچې په كاملاً انتقادي نظر يې وګورم، خو تركومه پورې چې زه مولوي صاحب پيژنم او څومگره يې له ژبني او ادبي ذوق سره اشنا يم او يا دژبې او ادب دمطالعې او تدريس په باب دده له سابقې سره څومره بلد يم زه داپه كامل باورسره ويلاى شم چې مولوى صيب به په دې برخه كې پاخه ګامونه اخستي وي او خپل كار به يې هغومره پوخ كړى وي لكه څومگره چې يې تمه كيږي.
كه مولوي صيب له يوې خوا دسرو روسانو په وړاندې زمونږ د سپيڅلي جهاد په اوږدوكې په سپينه ږيره غره په غره او ناو په ناو ګرځيدلى او په وسله وال جهاد كې يې خپله ونډه ډيره ښه سرته رسولې ده، قرباني يې وركړې ده. له بلې خوا يې ديوه ديني عالم په توګه په علمي جهاد كې هم پوره برخه اخستې ده مولوي صيب دافغانستان دتير سپيڅلي جهاد تر پيليدو دمخه دښونكي په توګه دمقدسې دندې دسرته رسولو پر وخت ډير ځله دپښتو ژبې او ادب د تدريس دنده هم درلوده، چې په دې توګه سړى ويلاى شي چې نوموړى ددې لارې كوم نا بلده لاروى نه دى.
مولوي صاحب دپښتوژبې تكړه ليكوال هم دى او خو ږ ژبى شاعر هم هيله ده چې مولوي صاحب دخپلو اشعارو دټولګې چاپ ته هم ځانګړې پاملرنه وكړي ياكومه داسې موْسسه او اداره چې پښتو ادب ته دخدمت وياړ لري دمولوي صاحب داشعارو دچاپ وياړ هم ترلاسه كړي. زه په پاى كې مولوي صاحب عبدالشكور "ياسيني" ته چې زما دجهاد او مبارزې داوږدې لارې ملګرى بلكې استاذپاتې شوى دى ،ددې ستر ژبني خدمت مباركي وايم اوله خدايه ورته تو فيق غواړم چې په دې لاره كې نورديادونې اوستاينې وړګامونه هم واخلي عمريې اوږد اوپه قلم يې بركت شه.
درنښت
فدامحمد فايض
پيښور،كوز تهكال
1382/6/29