د خپرندو يې ټولنې ياد ښت

موږ له وړكتوبه خپلو كمكيانو ته داخبره ورزده كوو چې : داسلام بناوې ( اركان ) پنځه دي ، ستاسې په لاس كې كتاب په همدې هكله څه دپاسه (670) پوښتنې په ډيره ساده اوداسې روانه ژبه ځوابوي چې راښكون لري او ديني پوهه تاندوي.
په اوس وخت كې زمونږ دكمكيانو اوځوانانو له ديني ښوونو ناخبري اوله هغو سره لاپروايي پټه خبر نه ده ، ځكه خو دامهال ددغه څېر كتابونو لوستل ، كمكيانو اوځوانانوته ترپخوازيات اړين اوارزښتمن ښكاري .
كوچنيانواولويانوته دزده كړې اولوست لپاره دپښتو داوسني ليكدود له معيارسره سم دديني كتابونو برابرول دنفيس علمي ټولنې (چې يوه اّزاده، ناپيلې، اسلامي، علمي اوفرهنګي ټولنه ده) ترټولو ستره هيله ده، بلكې دهمدې موخې دلاسته راوړلو په مقصديې دبنسټ ډبره ايښودل شوې ، زمونږ هيله له ميندو، پلرونو اومشرانو څخه داده چې داكتاب پر خپلو كمكيانو نه يواځې ولولي بلكې داملا په ډول يې پرې هم وليكي، څويې له يوه پلوه املا زده شوي وي اوله بل لوري به يې دكتاب ديني مسئلې په ذهن كې دژوند ترپايه ناستې وي، همداهيله مو دافغاني مكتبونو اوليسوله مشرانو څخه هم ده چې نوموړى كتاب په خپل نصاب كې داخل كړي .
ټولنه له تاسې سره ژمنه كوي چې په نږدې راتلونكي كې به ( كه خداى كول ) ددې لړۍ يو بل كتاب د (ديني ښوونه) په نامه چې څو تنو افغاني علماوو دوه لسيزې دمخه په ګډه دسړو اوميرمنو لپاره ليكلى اودعقايدو، عباداتو اواخلاقو درى بيلابيلې ګټورې برخې لري له نويو زياتونو اوسمونو سره يو ځاى خپوركړي .
ديادولو وړ ده چې ټولنې دغه څېر دنوروګټورو كتابونو دژباړې ترڅنګ د ( معارف القران ) تفسير په ژباړه هم لاس پورې كړى ، اوس نوداهرڅه په تاسې كيږي چې څومره په خپلو لورينو، رغوونكو لارښوونو دټولنې كارونه تاند اوچټك ساتيْ، په تلو تلو كې له ټولو هغودوستانو اوملګرومننه كوو چې ددې كتاب په بشپړولو اوخپراوي كې يې راسره زيار ايستلى، په ځانګړې توګه دسعودي عربستان له مسافرورور الحاج عبدالحنان نه يو جهان مننه كوو چې ددې كتاب دخپرولولپاره يې ټولنې ته په ورين تندي پور وركړ .

سوكاله اونيكمرغه اوسىْ !
دنفيس علمي ټولنې له خوا