لومړۍ برخه

بســـــم الله الرحـــــمن الــــــرحــــيم
نحمدالله العلى العظيم ونصلي على رسوله الكريم :
پـوښـتـــنه :ته څوك يې ؟
ځـــــواب :مسلمان .
پـوښـتـــنه :د مسلمانانو د مذهب (دين) نوم څه دى ؟
ځـــــواب :اسلام .
پـوښـتـــنه :اسلام څه ښونه كوي ؟
ځـــــواب :اسلام داښوونه كوي چې : خداى تعالى يودى دبندګۍ لايق يواځې هغه دى ، حضرت محمد  دالله تعالى بنده او رسول دى، قران كريم دخداى تعالى كتاب دى، اسلام رښتينى دين دى،د دنيا او اخرت ټولې ښېګڼې اونېكې خبر ې اسلام ښايي .
پـوښـتـــنه : داسلام كلمه كومه ده ؟
ځـــــواب :داسلام كلمه داده :
لااِلـهَ اِلااللهُ مـُحَمّـَدٌ رَّسُـولُ اللهِ
ژباړه : له خداى تعالى نه پرته بل دعبادت وړ (معبود) نشته محمددالله  رسو ل دى ، دې كلمې ته كلمه طيبه اوكلمه توحيد وايي.
پـوښـتـــنه :دشهادت كلمه كومه ده ؟
ځـــــواب : دشهادت كلمه داده :
اَشهـَدُ اَنَ لا الـهَ الا اللهُ وَحـدَهُ لاشَـرِيكَ لَـهُ وَاَشهـَدُ اَنَ مُـحَـمَّداًعَـبدُه و َرَسـُولـُه
زه شاهدي وركوم چې دالله نه پرته بل خداى دعبادت وړ نشته هغه يو دى سيال نه لري، اوداشاهدي وركوم چې محمد  يي بنده او رسول دى.
پـوښـتـــنه :ايمان مجمل كوم دى ؟
ځـــــواب :ايمان مجمل دادى :
امـنتُ بـالله كـماهو باسـمائـه وصفاته، وقبلتُ جـميع احكامه
ايمان مې راوړى (باور اويقين مې كړى) پرالله باندې لكه څرنګه چې خداى تعالى هغسې دى اود هغه په هغه نومونواو صفتونو باندې مې ايمان راوړى ، اوما يې ټول حكمونه منلي دي .
پـوښـتـــنه :ايمان مفصل كوم دى ؟
ځـــــواب :ايمان مفصل دادي:
الَمَنـتُ بِـاللهِ وَمَلائكتـهِ وَكُتُـِبهِ وَرَسُولِـهِ وَالـيَومِ الاَخـِر وَالقـَدرَ خَـيرِهِ وَشَرِهِ مـِنَ اللهِ تَعـالى وَالبَعثِ بَعدِ الـمَوت
ايمان مې راوړى پرالله  باندې پرملائكويې، اوپركتابونويې او د هغه پررسولانو، دقيامت پر ورځې او په دې چې دښه اوبد تقدير دالله تعا لى له لوري دى، او له مرګ وروسته پرژوندي كېدو باندې .
پـوښـتـــنه :تاسې چا پيداكړي يىْ ؟
ځـــــواب :موږ، زمونږ موراوپلار، اسمانونه، ځمكې او ټول مخلوق خداى تعالى پيداكړي .
پـوښـتـــنه :خداى تعالىدنيا له څه شي نه پيداكړه ؟
ځـــــواب :په خپل قدرت اوحكم سره يې پيداكړې ده.
پـوښـتـــنه :كــوم خلك چې الله تعالى نه مني هغوى ته څه وا يي ؟
ځـــــواب : هـــغوى ته كافران وايي .
پـوښـتـــنه :كوم خلك چې له الله تعالى نه پرته دنـورو شيانو عبادت كوي اويادوه درى خدايان مني هغوى ته څه وايي؟
ځـــــواب :داسي خلكوته مشركان او كافران وايي .
پـوښـتـــنه : مشرك بښل كيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب :نه ! مشرك نه بښل كـيږي ، هغه به تل ترتله په تكليف او عذاب كې وي .
پـوښـتــنه:حضرت محمد  څوك وْ ؟
ځـــــواب :حضرت محمد  دالله تعالى بنده ،دهغه رسول اوپيغمبر وْ مونږ يې امتيان يو .
پـوښـتـــنه :زمونږ پيغمبر چيرې پيداشوى وْ ؟
ځـــــواب :دعربو په وطن كي دمكې معظمې يو ښار دي، په هغه كې پيداشوى وْ .
پـوښـتـــنه :دده مبارك دپلاراونيكه نومونه څه وه؟
ځـــــواب : دپلار نوم يې عبدالله او دنيكه نوم يې عبدالمطلب وْ .
پـوښـتـــنه :زموږ پيغمبر درتبې له لحاظه له نوروپيغمبرانولوى اوكه وړوكى دي ؟
ځـــــواب :زموږ پيغمبر په رتبه كې ترټولو پيغمبرانو ستر اود الله تعالى له ټول مخلوق نه لوى دي .
پـوښـتـــنه :حضرت محمد  عمر چيرې تېركړى وْ ؟
ځـــــواب :تردرى پنځوسو (53) كالوپورې په خپل ښار، مكه معظمه كي واوسيده اوله هغه وروسته دالله تعالى له حكم سره سم مدينې منورې ته ولاړ ،لس (10) كاله يې هلته تېر كړل او د درشپيتو (63) كالو په عمر له دنيا څخه ولاړ .
پـوښـتـــنه :كه چيرې يو څوك حضرت محمد  نه مني هغه څرنګه دى ؟
ځـــــواب :څوك چې حضرت محمد  دخداىتعالى رسول نه بولي
هغه هم كافردى .
پـوښـتـــنه :دحضرت محمد  دمنلو مطلب څه دى ؟
ځـــــواب :دحضرت محمد  دمنلو مطلب دادى چې : سړۍ په دي يقين وكړي چې هغه  دخداى تعالى راليږل شوى پيغمبر دى اوپه دې يې عقيده وي چې دى مبارك له خداى تعالى نه وروسته ترټول مخلوق غوره دىاوددده سره مينه ولري، دحكمونو پيروي يې وكړي
پـوښـتـــنه :داڅرنګه معلومه شوه چې حضرت محمد دخداى تعالى پيغمبردى ؟
ځـــــواب : داسي ښه ښه كارونه يې وكړل، اوداسي خبري يي خلكوته وښودلې چې له پيغمبرپرته يي نه بل څوك ښوولاى شي ، اونه يي كولاى شي .
پـوښـتـــنه : داڅرنګه معلومه شوه چې قران كريم دخداى تعالى كتاب دى ؟
ځـــــواب :حضرت محمد  فرمايلي دي چې قران كريم د الله تعالى كتاب دى او پر ما باندې يې نازل كړى .
پـوښـتـــنه : قرانكريم پر پيغمبر په يوه واراو كه ليږ ليږ نازل شوى ؟
ځـــــواب : هو! ليږليږنازل شوى، كله يوايت، كله دوه،كله څلور اّياتونه اوكله هم بشپړسورت، څومره به چې ورته ضرورت وْ هغومره به نازلېده .
پـوښـتـــنه : په څومره وخت كي ټول قران كريم نازل شو.؟
ځـــــواب :په درويشت (23) كاله كې .
پـوښـتـــنه :قران كريم څه ډول نازليده ؟
ځـــــواب :حضرت جبرائيل  به راغى ده مبارك ته به يي اّيت يا سورت تيراوه، ده مبارك به اوريده، يا داوه به يي ليكونكى به يې راوغوښت په هغه به يې وليكه .
پـوښـتـــنه :ده مبارك خپله ولي نه ليكه ؟
ځـــــواب :ځكه چې دى مبارك " اُمي" وْ .
پـوښـتـــنه : امي چاته وايي ؟
ځـــــواب :دچا چې ليك لوست زده نه وي هغه ته " امي " وايي كه څه هم پيغمبر  په دنيا كي دچا څخه علم زده كړي نه وْ خو بيا هم خداى تعالى ده مبارك ته ترټول مخلوق نه زيات علم وركړي وْ .
پـوښـتـــنه : حضرت جبرائيل څوك وْ ؟
ځـــــواب : ملائيكه ده،پيغمبرانوته به يې دالله تعالى حكمونه راوړل.
پـوښـتـــنه :مسلمانان دالله تعالى بندګي څرنګه كوي ؟
ځـــــواب :1_ لمونځ كوي 2_ روژه نيسې 3_زكات وركوي 4_حج كوي .
پـوښـتـــنه :لمونځ څه ته وايي ؟
ځـــــواب :لمونځ دالله تعالى دعبادت او بندګۍ يوه خاصه طريقه ده چې الله تعالى په قران كريم كې او رسول الله  په حديثونوكې مسلمانانوته ښودلي ده .
.پـوښـتـــنه :دبندګۍ هغه طريقه څه ډول ده كومې ته چې لمونځ وايي ؟
ځـــــواب :په كور يا په جومات (مسجد) كې خلك دالله تعالى په وړاندې لاس په نامه دريږي قران شريف وايي دالله تعالى ستاينه كوي، دهغه لويي اوتعظيم بيانوي، اودهغه په وړاندي ټيټيږي ،سر په ځمكه ږدي، دهغه لويي او خپله عاجزي ښكاروي .
پـوښـتـــنه : خداى تعالى لمونځ كونكى په جومات كې ښه ويني اوكه په كوركې ؟
ځـــــواب :خداى تعالى ته لمونځ كونكى هر ځاى ويني،په جومات كې وې اوكه په كوركې ، خو په جومات كې لمونځ كول ډير زيات ثواب لري .
پـوښـتـــنه :له لمانځه مخكې چې خلك مخ لاسونه اوپښې مينځي هغه ته څه وايي ؟
ځـــــواب :هغه ته اودس وايي له اوداسه پرته لمونځ نه كيږي.
پـوښـتـــنه :په لمانځه كې كوم لورته مخ كول پكاردي ؟
ځــــــواب :لويديز لور ته (كومې خواته چې لمر لويږي).
پـوښـتـــنه : ولې په لمانځه كې دلويديزلورته مخ ګرځوو؟
ځــــــواب :دمكې معظمي په ښار كي دخداى تعالى كور چې كعبه يې بولې هغې ته مخ ګرځول ضروري دي ( هغه زموږ دښار "دهلي" لويديز لورته ده)؛ ځكه خوخلك دلته دلويديځ لورته لمونځ كوي .
پـوښـتـــنه :په لمانځه كې چې خلك كوم لورته دريږي هغه ته څه وايي؟
ځــــــواب : قبله ورته وايي .
پـوښـتـــنه :په شپه او ورځ كې څو واره لمونځ كيږي ؟
ځــــــواب :په شپه اوورځ كې پنځه وخته لمونځ فرض دى .
پـوښـتـــنه :هغه پنځه وختونه كوم دي ؟
ځــــــواب :
1_ دسهار(فجر) لمونځ چې دسهار په وخت له لمرختومخكې كيږي .
2_ دماسپښين (ظهر)لمونځ: چې دزوال (دسيوري له له ماتېدو ) نه وروسته كيږي .
3_ دمازديګر(عصر) لمونځ: چې له لمر لويدو يو نيم يا دوه ساعته مخكې كيږي .
4_ دماښام (مغرب)لمونځ: چې تر لمر لويدو وروسته كيږي .
5_ دماخستن (عشاء)لمونځ: چې له لمر لوېدو يونيم يا دوه ساعته وروسته كيږي .
پـوښـتـــنه :اّذان څه ته وايي ؟
ځــــــواب :كله چې دلمانځه وخت راشي له لمانځه لږ مخكې يو سړي دريږي په زوره زوره داتوري وايي :

اللهُ اَكـبـر اَللهُ اَكـبـَر
خداى ډيرلوى دى خداى ډيرلوى دى
اَللهُ اَكـبـَر اَللهُ اَكـبـَر
خداى ډير لوى ده خداى ډيرلوى دى
اَشـهَـدُ اَنَّ لاّ اِلـَه اِلاّالله
شاهدي وركوم چې دالله Y نه پرته بل هيڅ يو معبود نشته .
اَشـهَـدُ اَنَّ لاّ اِلــَهَ اِلاّاللهُ
شاهدي وركوم چې دالله Y نه پرته بل هيڅ يو معبود نشته .
اَشهَـدُ اَنَّ مـُحـَمـَّد رَسُـولُ الله
شاهدي وركوم چې محمدe داللهY رسول دى
اَشهَـدُ اَنَّ مـُحـَمـَّد رَسُـولُ الله
زه شاهدي وركوم چې محمدe داللهY رسول دى
حَـيّ عَـلىالصَّـلاۍ حَـيّ عَلَى الصَّلاۍ
لمانځه ته راشىْ لمانځه ته راشىْ
حَـيّ عَلَـى الـفَلاح حَـيّ عَلَى الفَلاح
كاميابي ته راشىْ كاميابي ته راشىْ
اَلله اَكـبـَر اللهُ اَكـبَـر
خداى ډير لوى دى خداى ډير لوى دى
لاالـــه الاّ الله
دالله نه پرته هيڅگوك دعبادت لايق نشته
دې الفاظو ته اذان وايي .
دسهار په اّذان كې د حيّ على الفلاح نه وروسته الصلاۍ خير مّن النّوم (لمونځ له خوبه ښه دي) ويل كيږي .
پـوښـتـــنه :تكبير (اقامت) څه ته وايي ؟
ځــــــواب :كله چې لمانځه ته خلك دريږي نو دلمانځه له پيل كيدو مخكې يو سړي هاغه كلمې وايي كومې چې په اذان كې ويل كيږي، همدې ته اقامت اوتكبير وايي.
خوپه اقامت كې له حيّ عَلَى الفَـلاح وروسته قـدقامت الصّـلاۍ وه واري داذان كلمو زياتې ويل كيږي .
پـوښـتـــنه :څوك چې اّذان يا تكبير وايي هغه ته څه وايي ؟
ځــــــواب :څوك چې اّذان كوي هغه ته " موْذن" (اذان كونكى) اوڅوك چې تكبير وايي هغه ته " مكبر " (تكبيرويونكى)وايي .
پـوښـتـــنه :ډيرخلك چې په ګډه لمونځ كوي لمونځ وركونكي ،لمونځ كوونكو اوهماغه لمانځه ته څه وايي ؟
ځــــــواب :كله چې ډيرخلك په ګډه لمونځ كوي هغه لمانځه ته دجمعې (جماعت) لمونځ وايي، لمونځ ور كوونكي ته امام اولمونځ كوونكو ته مقتديان وايي .
پـوښـتـــنه :څوك چې يواځې لمونځ كوي هغه ته څه وايي ؟
ځــــــواب :يواځي لمونځ كوونكي ته (منفرِد) وايي .
پـوښـتـــنه :داسې ځاى ته چي خاص دلمانځه لپاره جوړوي اوخلك پكې لمونځ كوي څه بلل كيږي ؟
ځــــــواب :هغه ته جومات (مسجد) وايي .
پـوښـتـــنه :څوك چې جومات ته لاړ شي هلته بايدڅه وكړي ؟
ځــــــواب :په جومات كې دې لمونځ وكړي، قراّن شريف دې ووايي، يا دې يوه بل ذكر وكړي اويادې په ادب سره غلى كېني، په مسجد كې لوبې ، ټوپونه ، شور ، اوددنيا خبرې كول بد كاردى .
پـوښـتـــنه :لمونځ څه ګټې لري ؟
ځــــــواب : لمونځ ډيرې ګټې لري يو څو يې تاسو ته درښايو :
1_ دلمونځ كونكي انسان بدن او كالي تل پاك او صاف وي .
2_ له لمونځ كونكي څخه خداى تعالى خوښ او خوشحاله وي .
3_ دلمونځ كونكي څخه حضرت محمدe هم خوښ اوخوشحاله وي .
4_ لمونځ كونكي دخداى تعالى په نزد ښه وي .
5_ دلمونځ كونكي سړي عزت خلك په دنيا كې هم كوي .
6_ لمونځ كونكى له ډيرو ګناهونو ساتلى وي .
7_ لمونځ كونكى انسان خداى تعالى له مرګ وروسته په راحت كې كوي .
پـوښـتـــنه :په لمانځه كې چې كوم كلمات ويل كيږي ، د هغو نومونه اوهغه كلمات څه دي ؟
ځــــــواب :په لمانځه كې چې كوم كلمات ويل كيږي د هغو ټولو نومونه او الفاظ دادي :
تكبير
الله اكـبـر
خداى ډير لوى دى .
ثــنـــــاء
سُـبحَانـَكَ اللـّهُمَ وَبِحـَمدِكَ وَتَبـارَكَ اسـمُكَ وَ تـَعاَلَى جَـدُّكَ وَلآ الـَهَ غَـيـرُك
ژباړه : اى الله ! ستاينه او ثنا يواځې ستاله پاره ده اونوم دې مبارك دى ، شان دې لوړ دى او پرته له تا بل معبود نشته .
تعــــــــوذ
اَعُـوذُ بِالله مـِنَ الّشَّيـطاَنِ الرَّجيـم
ژباړه : زه خداى ته پناه وروړم چې له رټلي شيطانه مې وژغوري .
تـــســــميـه


ژباړه : دهغه خداى په نامه شروع كوم چې لورونكى اومهربانه دى .
ســــورت فــاتحــــه


ژباړه :دټول عالم رب او پالونكي ته ثناده چې لورونكى اومهربانه دى ، دقيامت دورځې خاوند دى .
خدايه! يواځې ستا عبادت كوو اويواځې له تانه مرسته غواړو ، موږ ته نيغه(سمه)لار راوښيه، دهغولارچې تاپرې نعمتونه لورولي دي ، نه دهغو لارچې ته ورته قهرېدلى يې ، اونه هم دبېلارو خلكو لار .

سورت كوثر

اى پيغمبره ! له شكه پرته مو كوثر(حوض) دركړى، خپل خداىته لمونځ اوقرباني كوه ، ستا دښمن بې نومه اوبې نښانه دى .
سورت اخلاص

ژباړه :اى پيغمبره! دوى ته ووايه چې خداى يو دى ، خداى بې نيازه دى ، نه له ده څخه څوك پيداشوي اونه دى له چا څخه پيداشوى ، اونه يې څوك سيال شته .
سورت فلق

ژباړه : اى پيغمبره ! په دعاء كې داسې ووايه : چې زه پناه غواړم په رب دسباڅيرونكي ، له شره د مخلوق، اوله شره د تيارې شپې چې تكه توره شي اوله شره د پوكي كوونكو ساحرانو ښځو چې پوكول كوي په غوټو كې .
سورت الناس


ژباړه : اى پيغمبره !په دعاء كې داسې ووايه چې: پناه غواړم په رب دټولو خلكو ، په خاوند دټولوخلكو، په معبود دټولو خلكو ، له شره دهغه وسوسه اچونكي تښتېدونكي (شيطان)چې دخلكو په زړونوكې وسوسه اچوي ، دغه وسوسه اچونكي له پيريانو څخه وي ، اوكه له انسانانو څخه وي .

دركوع تسبيح
سُبحَـانَ رَبِّيَ العَـظِيم
زما ستر رب ته پاكي ده .
دقومې (له ركوع څخه دولاړېدو) تسميع
َسـمِعَ اللهُ لِـمَن حَمِـدَه
الله دثنا ويونكو ستاينه واورېده .
دقومې تحميد
رَبَّــنَا لَكَ الـحَــمدُ
ربه ټولې ستاينې ستالپاره دي .
دسجدې (په ځمكه دسر كيښودو) تسبيح
سبُــحَن رَبِّيَ الډَعـلَى
زما درب شان ډير لوى دى .

تشهد ( التحياٍت )
التّحِيّاتُ لِلّهِ وَالصَّلَوَاۍ وَالطَّيِبَاتُ اَلسّلامُ عَلَيكَ اَيُّهـَاالنَبيُّ وَ رَحـمَۍ اللهِ وَ بَرَكَاتُهُ اَلسَّلامُ عَلَينَا وَ عَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِـحِينَ، اَشَهَدُ اَن لاَ اِلهَ الِلاالَهُ وَاَشهَدُ اَنَّ مُـحَمَداً عَبدُه وَرَسُولُهُ .
ژباړه: ثنا اوستاينې خداى ته دي اوهم پاكې ، اى نبي! پرتا دې سلام ،دخداى رحمت اوبركتونه وي . پرموږ اودخداى پرنيكو بنده ګانو دې سلام ي ، شاهدي وركوم چې بې له خدايه بل معبود نشته او شاهدي وركوم چې محمد e دخداى بنده اورسول دى .
درود شريف
اَللّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُـحَمَدٍ وّعَلَى آلِ مُـحَمَّدٍ كَـمَا صَلَّيتَ عَلَى اِبرَاهِيـمَ وَعَلَى آلِ اِبرَاهِـيمَ الِنَّكَ حَـمِيدٌ مَّجِـيد، اَللَّهُمَ بَارِك عَلَى مُـحَمَّدٍ وَّعَلَى آلِ مُـحَـمَّدٍ كَـما بَارَكتَ عَلَى اِبرَاهِـيمَ وَ عَلَى آلِ الِبرَاهِـيمَ اِنَّكَ حَـمِيـدٌ مَّجِـيدٌ .
ژباړه: يا الله ! پرمحمدe اودهغه پركورنۍ رحمت ووروه ، لكه پرابراهيم u اودهغه پركورنۍ دې چې لورولى وْ ، بيشكه ته ستايلى اولوى يې . يا الله ! پرمحمد e اودهغه پركورنۍ بركتونه واوروه ، لكه پرابراهيم u اودهغه پركورنۍ دې چې ورولي وْ ، بيشكه ته ستايلى او لوى يې .

له درود وروسته دعاء

اَللَّهُمَ رَبَّنَا آتِنَافِي الدُّنيَا حَسَنۍ وَّفِي الآخِرَۍ حَسَنَۍ وِّقِنَا عَذَابَ النَّار
ژباړه :يا الله موږ ته په دنيا كې نعمت اوپه اّخرت كې جنت راكړه اوددوزخ له اوره مو وساته .
په ځينو روايتونوكې دادعا هم راغلې ده :
اَللَّـهُمَّ انِّي ظَلَمتُ نَفـسِي ظُلماً كَثِـيراً وَّلايَغفِرُالذُّنُوبَ الا اَنتَ فَاغفـِرلِي مَغفِـرَۍ مِّن عِندِكَ وَارحَمـنِي انَّكَ اَنتَ الغَفُـورُ الـرَّحِيم
ژباړه : يا الله ما پرځان ډيرظلم كړى دى او بيشكه چې له تا پرته څوك ګناوې بښلى نه شي ، نو ماله خپل لوري وبښه،او راباندې ورحميږه بې شكه ته بښونكى اولوروونكى يې .
ســــــــــــلام
اَلسَّـلامُ عَـلَيـكُم وَ رَحـمَۍ اللهِ
پرتاسو دې سلام اودخداى رحمت وي .
له لمانځه وروسته دعاء
اَللَّهُـمَّ اَنتَ السَّـلاَمُ وَ مِـنكَ السَّـلاَمُ تَبـَارَكـتَ يَا ذَاالـجَـلالِ وَالاِكـرَام
ژباړه : يا الله! سلامتي وركونكى يواځې هم ته يې او سلامتي ستا له لوري وي ، دډير بركت څښتن دلويي اوعزت خاوند يې .
دعاء قنوت
اَللَّهُمَّ اِنَّا نَستَعِينُكِ وَنَستَغفِرُكِ وَنُمِنُ بِكَ وَنَتَوَكَّلُ عَلَيكَ وَنُثنِي عَلَيكَ الـخَير، وَنَشـكُرُكَ وَلاَنَكفُرُكَ، ونَـخلَعُ وَ نَترُكُ مَن يَّفجُرُكَ ،اَلَّلهُمَّ اِيَّاكَ نَعبُدُ وَلَكَ نُـصَلِّي وَنَسجُدُ وَاِليَكَ نَسعَى وَنَحفِدُ وَنَرجُوا رَحـمَتَكَ وَنَخشَى عَذاَبَكَ اِنَّ عَذَابَكَ بِالكُفَّارِ مُلحِق
ژباړه :يا الله ! موږ له تانه مرسته غواړو ، اوله تانه بښنه غواړو اوپرتا ايمان لرو ، پرتا توكل كوو ، ستا غوره ستاينه كوو، ستا شكر ادا كوو، ستا ناشكرې نه كوو، له هغه چا سره پريكون اوداړيكو شلون كوو چې له تاسره پريكون كوي .
ياالله ! يواځې ستاعبادت اوستا لمونځ كوو، تاته سجده كوو، ستاپرلور پنا دروړو ، درمنډې وهو ، يواځې ستادرحمت هيله من يو ، ستاله عذابه ويريږو، اوبې شكه ستا عذاب كافرانو ته رسيدونكى دى .

داوداســـــه طـريـــقه
پـوښـتـــنه :اودس څه ډول كول په كاردى ؟
ځــــــواب : په پاك لوښي كې پاكې اوبه را واخله، پرپاك صاف او لوړ ځاى كښينه، په اوداسه كې قبلې ته مخامخ كيناستل غوره دي ، خوكه چيرته مو كه نه وه هيڅ زيان نه لري ، لستوڼي ترڅنګلو پورې پورته كړه، بيا بسم الله ووايه، اودواړه لاسونه ترمړوندو پورې ومينځه، بيادرى وارې په خوله اوبه ورغړوه، مسواك ووهه، كه مسواك نه وي نوګوته په غاښوپورې وموښه ، بيا درى ځله پزې ته اوبه واچوه ، دچپه لاس په خچڼه ګوته پزه پاكه كړه ، درى ځله مخ ومينځه ، خو مخ ته په تيزي سره اوبه مه اچوه ، بلكې په كرارسره تندي ته اوبه واچوه اومخ ومينځه .
دويښتانو دشنه كېدو له ځايه نيولې دزنې تر لاندې برخې پورې ، اوديوه غوږ څخه تربل غوږ پورې مخ مينځل پكاردي ، بيا له څنګلو سره دري وارې دواړه لاسونه ومينځه ، لومړى ښى لاس درى وارې بيا چپه لاس درى وارې مينځل په كاردي .
بيا لاس په اوبو لوند كړه دسر مسح وكړه ، اود غوږو مسح وكړه ، بيا د ورميږ (غاړه) مسح وكړه ، اويواځې يې يوځل كول په كاردي . درى ځله دواړه پښې له بيډيو سره ومينځه ، لومړى دښۍ بيا چپه پښې مينځل په كاردي .

دلـمـانـځـه طـريـقـه
پـوښـتـــنه :دلمونځ كولو طريقه څه ده ؟
ځــــــواب : دلمانځه دكولو طريقه داده چې :
كله چې اودس وكړې ، پاك كالى واغونده ، پرپاك ځاى قبلې ته مخامخ ودريږه ، دلمانځه نيت وكړه ، دواړه لاسونه غوږوته يوسه او " الله اكبر" ووايه ،اوبيا لاسونه دنامه دغوټۍ لاندې داسې وتړه چې دښي لاس ورغوى دچپ لاس پرخپړه راشي .
په لمانځه كې په ادب سره ودريږه يوې بلې خواته مه ګوره دالله تعالى لورته ځيراوسه ، لاسونه چې وتړې لومړى داثناء ولوله :
سُـبحَانـَكَ اللـّهُمَ وَبِحـَمدِكَ وَتَبـارَكَ اسـمُكَ وَ تـَعاَلَى جَـدُّكَ وَلآ اِلـَهَ غَـيـرُك
بيا تعوذ ( اعـوذ بالله من الشّيطان الرّجيم ) او تسميه ( بسم الله الرّحـمن الرّحيم ) او الحمد لله ولـوله ، الحمد لله چې كله خلاصه كړې، نو په كراره آمّين (خدايه زما دعا قبوله كړې) ووايه ، په دې پسې سورت اخلاص يا بل سورت چې ياد دې وي ووايه ، بيا " الله اكبر" ووايه ركوع ته كښته شه ، په ركوع كې ځنګنونه په دواړه ورغوو ونيسه.
دركوع تسبيح ( سُبحانَ ربّيَ العظيم ) درى وراه يا پنځه واره ووايه ، بيا تسميع ( سـمـِع اللهُ لـمن حمده) هم ووايه ، بيا تكبير ووايه اونيغ ودريږه ، تحميد (ربّنا لك الـحمد) هم ووايه، بيا تكبير ووايه ، سجدې ته داسې لاړشه چې لومړى دواړه ځنګنونه پرمځكه ولګوه، دواړه ورغوي كښيږده، پزه ، تندى اومخ مو بايد ددواړو لاسو ترمنځ د سجدې پرځاى وي ، دسجدې تسبيح ( سبحان ربّي الډعلى) درى يا پنځه وارې ووايه، بيا تكبير ووايه اوله سجدې راپاڅه نيغ كينه ،تكبير ووايه دوهمه سجده هم په همغه څېر وكړه، بياوايه پورته شه ، د ولاړېدو په وخت كې پرمځكه لاسونه مه لګوه .
په سجدو سره يو ركعت پوره شو او س نو دوهم ركعت پيل كړه ، بسم الله او الحمد لله ووايه او يو بل سورت هم ورسره ووايه ، بيا ركوع ، قومه اودواړه سجدې وكړه ، كېنه ، اول تشهد بيا درود شريف ووايه ، او بيا لومړى ښي لور، بياچپ لورته مخ واړوه ، اوس نو دوه ركعته لمونځ پوره شو .
له سلام ګرځولو وروسته اَللَّهُمَّ اَنتَ السَّلاَمُ وَمِنكَ السَّلاَمُ تَبَارَكتَ يَا ذَاالـجَلالِ وَالاكرَام ووايه ، او لاس پورته كړه دعاء وكړه خو ډير يې مه پورته كوه داسې چې تراوږو دې پورته شي دعا چې كله خلاصه كړې دواړه لاسونه پرمخ تېركړه .
پـوښـتـنه :ددوو سجدو په منځ كې اويا هم دتشهد د ويلو په حالت كې څه ډول كيناستل په كار دي ؟
ځـــواب : ښۍ پښه بايد ولاړه اودګوتو مخ يې دقبلې لورته وي اوچپه پښه دې څملوه پرې كينه دناستې په حال كې دواړه لاسونه په ځنګنونو ايښودل پكاردي .
پـوښـتـنه :دامام، مقتدي، اومنفرد (يواځې لمونځ كونكى) په لمانځه كې څه فرق دى ؟
ځـــواب : دامام، مقتدي اومنفرد په لمانځه كې لږ فرق شته ، يو فرق دادى چې : امام او منفرد دواړه په اول ركعت كې له ثنا وروسته اعوذ بالله او بسم الله او الحمدلله شريفه او سورت ټول پوره وايي ، اوپه دوهم ركعت كې هم بسم الله او الحمدلله شريفه اوسورت پوره وايي خو مقتدي به يواځې په لومړي ركعت كې ثنا وايي اونور په دواړو ركعتونو كې پټه خوله ولاړ وي .
دوهم فرق دادى چې : دركوع څخه دولاړېدو په وخت كې امام اومنفرد دواړه" سمع الله لمن حمده " وايي اومنفرد دتسميع سره تحميد هم ويلاى شي، خو مقتدي ته يواځې " ربنالك الحمد" ويل پكاردي .
پـوښـتـنه :كه لمونځ درى يا څلور ركعتي وي نو بيا څه ډول كيږي ؟
ځـــواب :دوه ركعته لمونځ خو بايد همغسې وكړي څرنګه چې پورته تير شو خوپه اوله قعده كې دې له التحيات اوياتشهد نه وروسته درود شريف نه وايي ، بلكې " الله اكبر" دې ووايي او پورته دې شي .
كه لمونځ واجب ياسنت يا نفل وي نو پاتې دوه ركعته دې د مخكني دوو ركعتو نو په څېروكړي ، او كه چيرې فرض وي نو په دريم اوڅلورم ركعت كې له " الحمدلله" نه وروسته دې سورت نه وايي ، اوپاته نوردې دهمغو پخوانيو دوو ركعتونو په څير وكړي .
پـوښـتـنه :اّيا سنت او يانفل لمونځ دري ركعته هم كيږي؟
ځـــواب : نه ! سنت يا نفل لمونځ درى ركعته نه كيږي دوه ياڅلور ركعته كيږي .
پـوښـتـنه :دركوع كولو سهي طريقه څرنګه ده ؟
ځـــواب :ركوع داسې بايد وشي چې ملاله سر سره يو برابر وي ،داسې چې سر نه له ملالوړ اونه ټيټ وي ، او دواړه څنګلې بايد له خېټې او تشيو نه لري وي ، او ځنګنونه بايد په خپړو ټينګ ونيسې .
پـوښـتـنه :دسجدې سهي طريقه څرنګه ده ؟
ځـــواب : سجده داسي پكار ده چې خپړې پر مځكه وي او مړوندونه اوڅنګلي دمځكې څخه پورته وي، نس (ګيده) دې دورنو څخه لري او لاسونه دپښو څخه جلا وي .
پـوښـتـنه :له لمانځه وروسته په ګوتو باندي دشمير په وخت څه ويل كيږي ؟
ځـــواب : " سبحان الله " (33)واره الحمدلله " (33)واره ، " الله اكبر" (33) واره ويل كيږي چې ډير زيات ثواب لري .

اســــلام كلـــمې

اولــه : كلـمـهْ طـيبـه
لااِلـهَ اِلااللهُ مـُحَمّـَدٌ رَّسُـولُ اللهِ
له خداى تعالى نه پرته بل دعبادت وړ (معبود) نشته محمدeدالله Y رسو ل دى .

دوهــمه : د شـهادت كلــمـه
اَشهـَدُ اَنَ لا الـهَ الا اللهُ وَحـدَهُ لاشَـرِيكَ لَـهُ وَاَشهـَدُ اَنَ مُـحَـمَّداًعَـبدُه و َرَسـُولـُه
ژباړه : زه شاهدي وركوم چې داللهYنه پرته بل خداى دعبادت وړ نشته هغه يو دى سيال نه لري، اوداشاهدي وركوم چې محمد e يي بنده او رسول دى.
دريــمـه : د تـمجــيد كلــمــه
سُبحَانَ اللهِ وَالـحَمدُللهِ وَلا اِلَهَ اِلااللهُ وَاللهُ اَكبَر وَلاحَولَ وَلا قُوَّۍ اِلا بِاللهِ العَلي العَظِيم
ژباړه : خداى Y پاك دى ستاينې هغه لره دي له خدايه پرته دعبادت وړ بل ذات نشته ، خداى Y لوى دى له ګناوو دساتنې اود نيكو كارونو دكولو توفيق يواځې هغه وركوي هغه دلويي او شوكت څښتن دى .
څــلـورمـه : دتـوحيـد كلـمـه
لااِلَهَ اِلااللهُ وَحدَهُ لاشَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلكُ وَلَهُ الـحَمدُ يُحيِى وَيُمِيتُ وهو حيّ ٌ لا يَمُوتُ اَبداً اَبداً ذُوالجَلالِ وَالاكرَامِ بِيَدِهِ الـخَير وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيءٍ قَدِير .
له خدايه پرته دعبادت وړ بل ذات نشته ، سيال نه لري پاچاهي اوستاينې هغه لره دي، ژوندي كول اومړه كول يې په واك كې دي ، تل ترتله به ژوندى وي، دعزت اوشوكت څښتن دى او ښېګڼه يې په واك كې ده ، په هرڅه قادر دى .
پنـځـمـه كلـمـه : د استـغـفا ر كلـمـه
اَستَغفِرُاللهَ رَبِّي مِن كُلِّ ذَنبٍ اَذنَبتُهُ عَمَداً اَوخَطاً سِرّاً اَوعَلانِيَۍ وَاَتُوبُ الَيهِ مِنَ الذَّنبِ الذِي اَعلَمُ وَمِنَّ الذَّنبِ الذِّي لا اعَلَمُ اِنَّكَ اَنتَ عَلّامُ الغُيُوبِ وَسَتَّارُ العُيُوبِ وغَفََّارُ الذُّنوُبِ وَلاحَولَ وَلاقُوَّۍ اِلا بِاللهِ العَلّىِ العَظِيم .
ژباړه : زه له هغه ذاته بښنه غواړم چې زما خداى دى، له هرې هغې ګنا څخه چې په قصداويا مې په هېره سره كړې وي ، دهغه په درباركې له هرې ګناڅخه چې ماته معلومه وي اويا نه وې توبه باسم
په تحقيق سره خدايه ! په پټو رازونو خبر يې ! دعيبونو پټوونكى، دګناوو بښونكى يې ! له ګناڅخه دساتنې اوښوكارونودكولو توفيق يواځې ته وركوې! په تحقيق سره دلويي اوشوكت څښتن يې !
شپــږمــه : لـه كفـره دبـې زارۍ كلـمـه
اَللـَّهُمَّ اِنِّي اَعُـوذُبِكَ مِنَ اَن اُشرِكَ بِكَ شَياً وَاَنَا اَعلَمُ بِهِ وَاَستَغـفِرُبِكَ لِما لا اَعلَمُ بِهِ تُبـتُ عَنـهُ وَتـَبراتُ مِنَ الكُـفرِ وَالـشِركِ وَالكَـذِبِ وَالغِـيبَۍ وَالبـِدعَـۍ وَالنَمِـيمَۍ وَ الفَـواحِشِ وَالبُهـتَانِ وَالـمعاصِي كُلِّهَا وَاَسلَمتُ وَاَقُـولُ لا اِلَهَ الِلاالله مُـحَمَّـدٌ رَّسُـولُ اللهِ
خدايه ! زه پرتا پنا غواړم له دې څخه چې له تاسره بل څه سيال وګڼم اوزه پرې پوهيږي اوله هغه شرك څخه چې پرې نه پوهيږم خدايه تاته توبه باسم له هر كفر، شرك، درواغو، غيبت ، بدت، چغل خوري، سپكوسپورو، تور لګولو اوټولو ګناوو څخه، اوماايمان راوړى اووايم چې : له خداى تعالى نه پرته بل دعبادت وړ (معبود) نشته محمدeدالله Y رسو ل دى .