دوهمه برخه

 

لومـــړۍ څـــانــګه

تـعلـيـم الايـمان

داسـلامي عــقايـدو زده كړه

 

بســـــم الله الرحـــــمن الــــــرحــــيم

نحمدالله العلى العظيم ونصلي على رسوله الكريم

 

پـوښــتنه :داسلام بنياد پر څو شيانو ولاړ دى ؟

ځـــواب : داسلام بنياد پر پنځو شيانو ولاړ دى .

پـوښــتنه :هغه پنځه شيان چې داسلام بنياد پرې ولاړ دى كوم كوم دي ؟

ځـــواب :هغه پنځه شيان دادي :

اول : كلمهْ طيبه يا كلمه شهادت مطلب دا چې په زړه سره  منل اوپه ژبه يې اقرار كول .

دوهم : لمونځ كول .

دريم : زكات وركول .

څلورم : دروژي په مياشت كې دروژې نيول.

پنځم : حج كول .

پـوښــتنه :كلمهْ طيبه كومه ده اومعنى يي څه ده ؟

ځـــواب :كلمهْ طيبه داده :

لاا له الاالله محمد رسول الله

 او مطلب يي دادي چې دالله تعالى نه پرته بل هيڅ څو ك دعبادت وړ نشته او حضرت محمد e دالله تعالى راليږلي رسول دى .

پـوښــتنه :دشهادت كلمه كومه اومعنى يي څه ده ؟

ځـــواب :د شهادت كلمه داده :

اشهـد انّ لاّ اله الاّالله واشهـد انّ مـحمـّداً عبده ورسـوله

او معنى يي ده چې: زه شاهدي وركوم چې دالله تعالى نه پرته دعبادت وړبل هيڅوك نشته او شاهدي وركوم چې حضرت محمد e دالله تعالى بنده اورسول دي .

پوښتنه : دكلمې دمعنااومطلب له پوهيدلوپرته  يواځې يې په ژبه ويلوسره  سړى مسلمانيداى شي ؟

ځواب : نه  ! بلكې په  معنا پوهيدل اوپه زړه سره يقين كول اوپه ژبه يې اقرار كول ضروري دي .

پوښتنه : په زړه سره  يقين  اوپه ژبه اقرار كولو ته  څه  وايي ؟

ځواب  : ايمان وايي .

پوښتنه :ګونګى چې په ژبه اقرار كولاى نه شى هغه به څه  ډول ايمان  راوړي ؟

ځواب : دخدايي عذر له امله دهغه  اشاره  هم كافي  بلله كيږي معنا داچې : هغه دې په اشاره سره داوښيي چې الله تعالى يو دى  اوحضرت محمدe دخداى تعالى پيغمبر دى .

پوښتنه : دمسلمانانو لپاره  پرڅو  خبرو ايمان لرل ضروري دي  ؟

ځواب : پراوو "7 "خبرو ، چې يادونه يې په  ايمان مفصل كې راغلې :

اَمَنـتُ بِـاللهِ وَمَلائكتـهِ وَكُتُـِبهِ وَرَسُولِـهِ وَالـيَومِ الاَخـِر وَالقـَدرَ خَـيرِهِ وَشَرِهِ مـِنَ اللهِ تَعـالى وَالبَعثِ بَعدِ الـمَوت

 ايمان مې راوړى پرالله Y باندې پرملائكويې، اوپركتابونويې او د هغه پررسولانو، دقيامت پر ورځې او په دې چې دښه اوبد تقدير دالله تعا لى له لوري دى، او له مرګ  وروسته پرژوندي كېدو باندې .

 

دخداى تعالى په هكله دمسلمانانوعقيده

 

پوښتنه : دخداى تعالىپه هلكه دمسلمانانو عقيده بايد څه ډول وي ؟

ځواب : مسلمانان بايد داعقيده ولري چې :

1- خداى تعالى يو دى .

2- يواځې همغه دعبادت اوبندګۍ وړ دى اوله هغه پرته دبندګۍ وړ بل هيڅوك نشته .

3- هغه سيال نه لري .

4- له هرڅه خبر دى هيڅ شى ترينه پټ نه دي .

5- دپوره طاقت اوقدرت خاوند دى .

6- ځمكه، اّسمان، سپوږمۍ، لمر،ستوري، ملائكې،انسانان، پيريان، او لنډه داچې ټول جهان يواځې هغهY پيداكړى اوهغه يې مالك دى  

7- مرګ اوژوند دهغه له لورې دي، يعنې دټول مخلوق ژوند اومرګ  دهغه په واك كې دي .

8- هغه Y ټول مخلوق ته روزي وركوي .

9- خوراك، څښاك او خوب نه كوي .

10- تل وْ اوتل ترتله به وي .

11-  هغه Y هيچا پيداكړى نه دى .

12- نه يې پلار شته نه زوى ، نه لور، نه ښځه ، اونه هم له چاسره دغه ډول خپلوي لري ، له دارنګه ټولو خپلوليو څخه پاك دى .

13- هرڅه ده ته محتاج دي، خودى هيچا ته محتاج نه  دى اوهيچ شي ته اړتيانه لري .

14- بې مثله دى هيچ يو شى يې په څېر نه د ي .

15- له ټولو عيبونوپاك دى .

16- دمخلوق په څېر لاس، پښې، پزه او غوږونه نه لري .

17- ملايكې يې پيداكړي اوددنيا په بيلابيلو كارونويې ګمارلې.

18- دخپل مخلوق دلارښوونې (هدايت) لپاره يې پيغمبران راليږلي، څو خلكو ته رښتيني لار (دين) ور وښيي، ښې خبرې ورزده اوله بدو يې منع كړي .

 

ملا ئــكــې ( فــرښتــې )

 

پـوښــتنه :ملائكې څوك دي ؟

ځـــواب :ملائكې دالله تعالى يو جلا مخلوق دي له نوره يي پيدا او زموږ له سترګوپنا دي نه نارينه او نه هم ښځېنه دي، نه دخداى تعالى دحكم نافرماني او نه ګناه كوي، په كومو كارو يې چې مقرري كړي دي په هغو بوختې دي .

پـوښــتنه :ملائكې څومره دي ؟

ځـــواب :دملائكو شمير له خداى تعالى پرته بل هيڅ چاته معلوم نه دى  هو! دومره موږ ته معلومه ده چې ملائكې ډيرې اوڅلور پكې مقربې اومشهورې ملائكې دي .

پـوښــتنه :مقربې اومشهورې ملائكې كومې دي ؟

ځـــواب :اول : حضرت جبرائيل u چې دالله تعالى كتابونه، احكام، اوپيغامونه به يې پيغمبرانو عليهم السلام ته راوړل .

دوهم: حضرت اسرافيلu چې دقيامت شپيلۍ به پوكي .

دريم: حضرت ميكائيل u چې دباران داورښت اومخلوق ته دروزي رسولو په كارو مقرره ده .

څلورم : حضرت عزرائيل u چې له مخلوق دارواوو( روح ) په اخيستو مقرره  ده .

 

دخـداى تــعــالــى كــتـابــونـه

 

پـوښــتنه :دخداى تعالى كتابونه څودي ؟

ځـــواب :دخداىتعالى ډير زيات واړه اوغټ كتابونه  پر پيغمبرانو عليهم السلام نازل شويدي، غټو ته يي كتابونه او وړو ته يې صحيفې وايي څلور كتابونه مشهوردي .

پـوښــتنه :څلور مشهور اّسماني كتابونه  كوم كوم دي ؟ او په كومو پيغمبرانو نازل شويدي ؟

ځـــواب :

1- تورات : چې په حضرت موسى u نازل شوى .

2- زبور:  چې په حضرت داوْ دu نازل شوي ده .

3- انجيل:چې په حضرت عيسى u نازل شوي دى.

4- قراّن كريم : چې په حضرت محمدeنازل شوي دي .

پـوښــتنه :صحيفې څومره دي او پركومو پيغمبرانو نازلي شوي دي ؟

ځـــواب :دصحيفو شميره معلومه نه ده، خو يوڅه صحيفې پر حضرت اّدم u اويوڅه پرحضرت شيثu اويوڅه پر حضرت ابراهيم u نازلي شويدي له دې پرته نورې صحيفې هم شته چې پرځينو نورو پيغمبرانوعليهم السلام  نازلي شوي دي .

 

دخداى تعالى پيغمبران عليهم السلام

 

پـوښــتنه :رسول چاته وايي ؟

ځـــواب :رسول انسان اودخداى تعالى بنده وي خداى تعالى خپلو بندګانو ته دحكمونو رسولوله پاره ټاكلي وي، هغوى رښتيا ويونكي وي درواغ هيڅ كله نه وايي، ګناه نه كوي، دخداى تعالى په امرسره معجزي ښكاروي، پيغامونه يې په پوره ډول مخلوق ته رسوي كموالي او  زياتوالي پكې نه كوي اونه هم هيڅ يو پيغام پټوي .

پـوښــتنه :دنبي معنا څه ده ؟

ځـــواب :دنبي معنا همداده چې هغه دخداى تعالى بنده اوانسان وي دالله تعالى حكمونه بندګانو ته رسوي رښتينى وي درواغ نه وايي، ګناه نه كوي، دخداى تعالىY په حكمونوكې كموالى او زياتوالى نه كوي او نه هم هيڅ يو حكم  پټوي .

پـوښــتنه :دنبي اورسول تر منځ څه فرق شته ؟ اوكه دواړه يو شى دي ؟

ځـــواب :دنبي اورسول په منځ كې لږ فرق شته  اوهغه داچې : رسول هغه پيغمبر ته وايي چې دخداى تعالى له لورې نوى شريعت اوكتاب وركړل شوي ويو، اونبي هرپيغمبرته وايي ، نوى شريعت اوكتاب وركړل شوي وي اوكه نه داسې چې دمخكني شريعت او كتاب تابع وي .

پـوښــتنه :اّيا يو سړى په خپل كوښښ اوعبادت سره نبي كيدلي شي ؟

ځـــواب :نه ! بلكې هغه څوك نبي وي چې خداى تعالى يي  نبي وګرځوي معنا داچې دنبي اورسول كېدل دانسان په كوښښ او ارادې پورې تړلي نه دي، بلكې دامرتبه دخداى تعالى له لوري وركول كيږي .

پـوښــتنه :درسولانو اونبيانو شمير څومره څه دى ؟ 

ځـــواب :دنيا ته ډير رسولان اونبيان راغلي دي خو دهغوي پوره شميره يواځي خداى تعالى ته معلومه ده، خو مونږ اوتاسو بايد دا عقيده ولرو چې دخداى تعالى ټول رسولان هرڅومره چې وي برحق اوريښتيني دي.

پـوښــتنه : لومړنى پيغمبر څوك وْ ؟

ځـــواب :تر ټولولومړى پيغمبر حضرت اّدم u دي .

پـوښــتنه :تر ټولو وروستى پيغمبر څوك دي ؟

ځـــواب :ترټولو وروستى اواّخري پيغمبر حضرت محمدe دي .

پـوښــتنه :له حضرت محمد e وروسته به بل پيغمبر راځي اوكه نه ؟

ځـــواب :نه! ځكه چې پيغمبري اونبوت پر حضرت محمد مصطفى e  پاى ته ورسيده له ده مبارك وروسته ترقيامته پوري هيڅ يو نبي نه راځي، له ده مبارك وروسته چې څوك دپيغمبري دعوه كوي هغه درواغجن دى .

پـوښــتنه :په رسولانو كې ترټولو غوره (افضل) رسول څوك دى ؟

ځـــواب :زمونږ پيغمبر حضرت محمد e په ټولو نبيانو او رسولانو كې غوره او لوى دى ، دى كه څه هم دخداى تعالى بنده او اطاعت كونكى دى خو له دخداى تعالى وروسته په مخلوق كې ترهرچا دده مبارك مرتبه زياته ده .

 

دقيامت بيان

 

پـوښــتنه :دقيامت ورځ كومې څه  ته وايي ؟

ځـــواب :دقيامت هغې ورځي ته وايي په كومه كې به چې ټول انسانان او حيوانان مړه كيږي، اوټوله دنيا به له منځه ځي، غرونه به دپمبوو دګلانو په څېر په هوا كې والوزي ستوري به ټوټه ټوټه شي لاندې به راولوېږي، لنډه داچې هرشى به زره زره او له منځه ولاړشي .

پـوښــتنه :ټول انسانان اوحيوانان به څرنګه مړه كيږي ؟

ځـــواب :حضرت اسرافيل u به شپيلۍ پوه كړي د شپيلۍ اّواز به يې دومره "ويروونكى" اوسخت وي چې له هيبت به يې ټول خلك مړه اوهر شى به زره زره او فنا شي .

پـوښــتنه :قيامت به څه وخت وي  ؟

ځـــواب :قيامت راتلونكى دىخو ټاكلى وخت يې له الله تعالى پرته هيچاته معلوم نه دى، هو ! دومره معلوم دي چې دجمعې په ورځ دمحرم په لسمه نيټه به وي اوزمونږ پيغمبرe  ځينې نښانې يې ښودلې دي هغو ته كه وكتل شي معلوميږي داچې قيامت نږدې دى.

پـوښــتنه :دقيامت نښانې كومې دي ؟

ځـــواب :پيغمبرe فرمايلي دي چې :

1- كله چې په دنياكې ګناوې زياتې شي.

2- خلك دخپل مور او پلار نافرمانه شي اوپرهغوى سختي پيل كړي .

3- په امانت كې خيانت پيل شي .

4- سندرې غږول، رقص، اوسرود زيات شي.

5- وروستي خلك مخكنيو بزرګانو ته بد ويل پيل كړي .

6- بې علمه اوكم عمله خلك مشران شي.

7- شپانه اودټيټې درجې خلك لوړ لوړ عمارتونه جوړول پيل كړي .

8- ناپوه خلكو ته  غټې چوكۍ په لاس ورشي،  نو په دې پوه شه چې قيامت نزدې دى .

 

دتقدير بيان

 

پـوښــتنه :تقدير څه ته وايي ؟

ځـــواب :دهرې خبرې او هرشي دښه اوبد اندازه چې له پخوانه دخداى تعالى په علم كې ټاكلې شوې اودهرشي له پيداكيدو دمخه خداى تعالى ته معلومه وي ، دالله تعالى همدې علم او اندازې ته تقديروايي ، هيڅ يوښه اوبد شى دالله تعالى له علم او اندازې څخه دباندې نه دى .

 

لـه مـرګ وروستــه بيــا ژونـدي كېـدل

 

پـوښــتنه :له مرګه وروسته دبياژوندي كيدلو مطلب څه دى ؟

ځـــواب :كله چې دقيامت په ورځ ټول شيان له منځه ولاړ شي اسرافيل u به دوهمه شپيلۍ پوه كړي چې په دې سره به بيرته ټول شيان او انسانان راژوندي شي ، د حشر په ميدان كې به ټول مخلوق  دالله تعالى درانه حضورته وړاندې شي ، حساب به اخستل كيږي ، دښو اوبدو كارو بدله به وركول كيږي ، په كومه ورځ چې داكارونه ترسره كيږي هغې ورځې ته "يوم الحشر" (دجمع كيدو ورځ)، "يوم الجزا" او "يوم الدين" (بدلي وركولو ورځ)، او"يوم الحساب" (حساب ورځ) وايي .

پـوښــتنه :په ايمان مفصل كې چې دكومو اوو (7) شيانو يادونه راغلې په هغو كې كه  څوك يو يا دوه خبرې نه مني مسلمان بلل كيداى شي اوكه نه ؟

ځـــواب :نه ! هيڅكله نه ، كله چې يوڅوك دالله تعالى كتابونه، ملائكې، دقيامت ورځ،  تقدير، اوله مرګه وروسته بياژوندي كيدل نه مني مسلمان كيدلاى نه شي .

پـوښــتنه :حضرت پيغمبرe داسلام بنياد پنځه شيان ښولي، په هغو كې خو دملائكو اودالله تعالى دكتابو ،دقيامت ، تقدير اونورو يادونه گ نه ده شوې ؟

ځـــواب :په هغو پنځو شيانو كې يوهم پرحضرت محمدe باندې دايمان راوړل دي اوكله چې يوڅوك پرحضرت محمد e باندې ايمان راوړي ، نوهغه به خامخا دده مبارك ټولې ښوولې خبرې  مني ، اودالله تعالى كتاب كوم چې پيغمبرe راوړى دى پرهغه به هم خامخا ايمان راوړي او ټولې هغه خبرې چې په ايمان مفصل كې يې يادونه راغلې دخداى تعالى له كتاب (قراّن كريم)اودپيغمبرe له ويناوو ( احاديثو )څخه ثابتې شوې.

پـوښــتنه :كه يوڅوك ددې ټولو خبرو په زړه سره يقين اوژبه سره اقرار وكړي ، خو لمونځ نه كوي او يازكات نه وركوي يا روژه نه نيسي، يا حج نه كوسي هغه مسلمان دى ؟

ځـــواب :هو ! مسلمان دى  خو سخت ګناه ګار اودالله تعالى نه ياغي دى ، داسې مسلمان ته فاسق وايي ، دوى به لومړى دخپلو ګناوو په سزا رسول كيږي بيا به خلاصون مومي .

 


 

 

دوهــــمـــه څـــانــګه

 

دعـبــاداتـو ښـــوونـه

تعليم الاركان

داسلامي اعمـالو زده كړه

بســـــم الله الرحـــــمن الــــــرحــــيم

 

پـوښــتنه :اسلامي  اعمال څه ته وايي  ؟

ځـــواب :هغه پنځه شيان پركومو چې داسلام بنياد ولاړ دى چې لومړني ته يې ايمان وايي ، چې بيان يې تاسې داسلامي عقايدو ترعنوان لاندې په اوله څانګه كې لوستلى ، پاته څلور نور شيان (لمونځ، زكات، روژه او حج) دې واړو ته اسلامي اعمال وايي ، په همدې دويمه څانګه كې به لومړى تاسې دلمانځه بيان ولولىْ .


 

 

لــمــونـــځ

 

پـوښــتنه :لمونځ څه ته وايي ؟

ځـــواب :لمونځ دالله تعالى دعبادت اوبندګۍ يوه غوره او جلا طريقه ده چې الله تعالى اودهغه رسول e بندګانو ته ښولې  .

پـوښــتنه :له لمانځه مخكې دكومو شيانو كول ضروري دي ؟

ځـــواب :له لمانځه مخكې اووه (7) خبرې ضروري دي ، چې له هغو پرته لمونځ نه كيږي همدې خبرو ته دلمانځه شرطونه او فرايض وايي .

پـوښــتنه :هغه اوه (7)خبرې كومې دي چې له لمانځه نه يې مخ ته كول ضروري دي ؟

ځـــواب :اول :- دبدن پاكوالى، دوهم :- دجامو يا كاليو پاكوالى، دريم :- دلمانځه دځاىپاكوالى، څلورم :- دعورت پټول، پنځم:- دلمانځه دوخت پېژندل، شپږم:- قبلې ته مخ كول، اووم:- نيت كول.

 

 

 

دلمانځه دلومړي شرط(پاكوالي) بيان

 

پـوښــتنه :دبدن پاكوالى څه ته وايي ؟

ځـــواب :دبدن پاكوالى دادى چې هيڅ ډول پلتي اونجاست پرې نه وي .

پـوښــتنه :پلتي (نجاست) څو ډوله دى  ؟

ځـــواب : دوه ډوله ده : يوه حقيقي اودوهمه حكمي.

پـوښــتنه :حقيقي پلتي (نجاست) څه ته وايي ؟

ځـــواب :هغه ښكاره پلتي چې په سترګو ليدل كيږي حقيقي نجاست بلل كيږي لكه : وړې بولې (متيازې)، غټې بولې ، وينې ، او شراب .

پـوښــتنه :حكمي نجاست څه ته وايي ؟

ځـــواب :هغه پلتي چې په سترګو نه لېدل كيږي خو د شريعت د حكم له مخې ثابته شوې وي حكمي نجاست بلل كيږي لكه : بې اودسي، جنابت .

پـوښــتنه :دلمانځه لپاره له كوم ډول نجاست څخه دبدن پاكوالى ضروري دى ؟

ځـــواب :له دواړه ډوله نجاست څخه دبدن پاكوالى ضروري دى .

پـوښــتنه :حكمي نجاست څو ډوله دى ؟

ځـــواب :دوه ډوله دى : لومړى كمكى حكمي نجاست چې حد ث اصغر ورته وايي ، دوهم غټ حكمي نجاست چې حد ث اكبر او جنابت يې بولي .

پـوښــتنه :دكمكي حكمي نجاست څخه دبدن دپاكولو طريقه څه ډول ده ؟

ځـــواب :له كمكي حكمي نجاست څخه بدن په اوداسه سره  پاكيږي .

 

 

داوداسه بيان

پـوښــتنه :اودس څه ته وايي ؟

ځـــواب :كله چې سړى دلمانځه اراده وكړي ، نو په پاك لوښي كې دې پاكې اوبه را واخلي ، لومړى دې ترمړوندو پوري دواړه لاسونه ومينځي ، ورپسې دې درى وارې په خوله اوبه ورغړوي ، مسواك دې ووهي ، بيا دې درى ځله پوزې ته اوبه واچوي او په كيڼ لاس دې پاكه كړي بيابه درى وارې مخ ومينځي ، ورپسې دې درى واره دواړه لاسونه ترڅنګلوپورې ومينځي، بيا دې دسر او غوږو مسح وكړي ، بيابه دواړه پښې تر بيډيو ومينځي .

همدې ته اودس وايي چې دكولو طريقه يې تاسې د تعليم الاسلام په لومړى برخه كې لوستې ده .

پـوښــتنه :اّيا په اوداسه كې داټولې خبرې ضروري دي ؟

ځـــواب :نه ! په اوداسه كې ځيني شيان ډيرضروري دي ، اوكه پريښودل شي اودس نه كيږي هغوته فرض وايي ،اوځينې خبرې بيا داسي دي چې په كولو سره يې ثواب زياتيږي ، او كه پاته شي څه زيان نه لري چې همدې ته  مستحب وايي .

پـوښــتنه :په اوداسه كې څو فرضونه دي ؟

ځـــواب :په اوداسه كې څلورفرضونه دي :

    1.            دمخ مينځل دسرد ويښتانو دشنه كېدو له ځايه نيولې دزنې ترلاندې برخې پورې ،د يوه غوږ له نرمۍڅخه نيولې دبل غوږ ترنرمۍ پورې دي .

2.                 ترڅنګلو ورې دواړه لاسه (لومړى ښى اوبيا چپ) پرمينځل 

    3.            دسر دڅلورمې برخې مسح كول .

    4.            ددواړو پښومينځل ترښنګرو(بېډيوپورې)  .

پـوښــتنه :په اوداسه كې څو شيان سنت دي ؟

ځـــواب :په اوداسه كې ديارلس (13) شيان سنت دي .

1.         داوداسه نيت .

2.         بسم الله الرحمن الرحيم ويل .

3.         اول ترمړوندو دواړه لاسه مينځل.

4.         مسواك وهل .

5.         خوله مينځل .

6.         درى وراه په كيڼ لاس پوزې ته اوبه اچول .

7.         دږيرې خلالول .

8.         دلاسو اوپښو د ګوتو خلالول .

9.         هراندام (غړى)درى وراه مينځل .

10.       دټول سر مسح، يعني لوند لاس پرسرتيرول .

11.       ددواړو غوږو مسح كول .

12.       په ترتيب سره داندامونومينځل .

13.       پيوسته اودس كول داسي چې يواندام لا وچ شوى نه وي سمدستي بل اندام پرېمنځل شي .

پـوښــتنه :په اوداسه كې څوشيان مستحب دي ؟

ځـــواب :په اوداسه كې پنځه (5)شيان مستحب دي :

1.         له ښي اندام نه شروع كول ، چې ځينې علمايې په سنتو كې شماري .

2.         ورمېږ(غاړه) مسح كول .

3.         دبل چاله كومك پرته اودس كول .

4.         قبلې ته مخامخ كښيناستل .

5.         پرپاك او لوړ ځاى باندې اودس كول .

پـوښــتنه :په اوداسه كې څو شيان مكروه دي ؟

ځـــواب :په اوداسه كې څلور (4) شيان مكروه دي :

1.         پرناولي ځاى اودس كول .

2.         په ښي لاس دپوزې پاكول .

3.         په اوداسه كې دنيايي خبرې كول .

4.         دسنت پرطرېقې خلاف اودس كول .

پـوښــتنه :اودس په څو شيانو سره ماتيږي ؟

ځـــواب :په اتو (8) شيانو سره اودس ماتيږي چې داوداسه نواقض يعني ماتوونكي ورته وايي :

1.         غټې او وړې بولې كول، يا دهمدې دوو شرمځايونو څخه ديوبل شي وتل .

2.         باد پريكېدل (دشاڅخه هوا وتل).

3.         دبدن ديو ځايه څخه دوينې او نوونو بهېدل .

4.         په ډكه خوله قى (كانګې)كول .

5.         په پروتي اويا ډډه وهلو سره ويدېدل .

6.         دناروغۍ او يا بلې وجې څخه بې هوښه كېدل.

7.         ليونتوب.

8.         په لمانځه كې په زوره خندل .

 

 

دغسـل بـيــان

 

پـوښــتنه :دغټ حكمي نجاست ( حد ث اكبراوجنابت) څخه دبدن پاكولو طريقه څه ډول ده ؟

ځـــواب :بدن دحدث اكبر يا جنابت څگخه په غسل پاكيږي .

پـوښــتنه : غسل څه ته وايي ؟

ځـــواب :ټول بدن مينځلوته وايي ، چې په شريعت كې جلا طريقه لري .

پـوښــتنه :دغسل شرعي طريقه څه ډول ده ؟

ځـــواب :دغسل كولو طريقه داده چې : اول دواړه لاسونه ترمړوندو پورې پريمينځي بيا استنجا وكړي ، اوله بدن څخه حقيقي نجاست لري كړي ، اودس وكړي بيا پربدن اوبه واچوي ، په لاس يې وموښي ، اوبيا پرې درى واره اوبه تيرې كړي، خوله كنګال اوپوزې ته به هم اوبه اچوي.

پـوښــتنه : په غسل كې څو فرضونه دي ؟

ځـــواب : درى (3)فرضونه دي :

       1.         خوله منيځل  .

       2.         دپوزې مينځل  .

       3.         ټول بدن مينځل  .

پـوښــتنه : په غسل كې څو سنتونه دي ؟

ځـــواب : پنځه (5) ستونه دى :

1.         ترمړوندو پورې دواړه لاسه مينځل .

2.         استنجا كول، اودبدن پركوم ځاى چې نجاست وي ، هغه لري كول .

3.         دپليتۍ دلرې كولوپه نيت غسل كول.

4.         لومړى اودس كول .

5.         درى واره پرټول بدن اوبه تيرول .

 

 

 

 

پرموزو دمسح كولو بيان

 

پـوښــتنه : مسح په كوم ډول موزو رواده ؟

ځـــواب :په درى ډوله موزو مسح كول رواده :

اول : دڅرمنې موزې چې تربيډيو پورې پښې پكې پټې وي.

دويم: هغه وړينې موزې چې دچرم تلى ولري .

دريم: هغه وړينې اوتارلرونكې موزې چې دومره پنډې او سختې وي چې په پښو شي په درى اويا څلور ميله تګ څيري نه شي .

پـوښــتنه : مسح پرموزو كله رواده ؟

ځـــواب :كله چې اودس وكړې يا پښې ومينځې او موزې په پښوكړې ، اويادې د اوداسه دماتيدو په وخت كې په پښووې .

پـوښــتنه :  موزې چې په پښوشي ترڅو ورځو پرې مسح كيږي ؟

ځـــواب :كه چيرې سړى په خپل كور اويا استوګنځي كې وي ، نو پوره يوه ورځ اويوه شپه پرې مسح كولاى شي اوكه په سفروي نو درۍ ورځې اودرۍ شپې يې كولاى شي  .

پـوښــتنه : پرموزو مسح څه ډول كيږي ؟

ځـــواب :په پورته مخ باندې يې كول پكاردي دتلى اويا پوندې په لوري باندې مسح نه كيږي.

پـوښــتنه :په اوداسه اوغسل دواړو كې پرموزو  مسح كيږي  ؟

ځـــواب :په اوداسه كې په موزو مسح كيږي اوپه غسل كې نه كيږي .

پـوښــتنه : مسح بايدڅه ډول وشي ؟

ځـــواب :دلاسو ګوتې په اوبو لندې كړه ،دلاس درۍ ګوتې دې د پښو پرګوتو كښيږده پورته خواته يې راكش كړه، دلاسو ګوتې پرموزو پوره كښگيږده يواځې دګوتو سرونه ايښودل كافي نه دي .

پـوښــتنه : په څيرې شوې موزه باندې مسح كيږي اوكه نه  ؟

ځـــواب :كه موزه دومره څيري  وي چې دپښو د دريو كوچنيو ګوتو په انداه ترينه پښه ښكاره شي ، اويا دتګ په وخت كې خلاصيږي  پدغسې موزه مسح نه كيږي، اوكه له دې كمه څيرې وه بيا مسح پرې كيږي .

 

 

پـرپټـۍ (جبـېره)دمسـح بيــان

 

پـوښــتنه : جبيره (پټۍ) څه ته وايي ؟

ځـــواب :جبيره هغه دړي ته وايي چې دمات شوي هډوكي د كوشيرولولپاره تړل كيږي خودلته له جبيرې څخه دړه ،دزخم پټۍ ياد مرهمو پټگۍ اوداسي نورې هرډول چې وي هغه ټولې مراد دي .

پـوښــتنه : پر پټۍ باندې څه وخت مسح كيږي  ؟

ځـــواب :كه چيرته د پټۍ خلاصول اويا يې لري كول نقصان ولري اويا په تكليف سره لري كيږي نو پرهغه دړه او ياپټۍ باندې مسح رواده .

پـوښــتنه : دپټۍ پركومه برخه باندې مسح كيږي ؟

ځـــواب :پرټوله پټۍ مسح كول پكاردي،كه لاندې يې زخم وي اوكه نه وي .

پـوښــتنه : كه چيرته د پټۍ خلاصول نقصان اوتكليف نه رسوي ، نو بيايې حكم څه دى  ؟

ځـــواب :كه چيرې په اوبو سره دزخم مينځل زخم ته ضرر ونه لري نومينځل يې ضروري دى ، اوكه مينځل ورته نقصان رسوي او مسح يې نه رسوي نو بيا پرزخم مسح كول واجب دى، اوكه چېرته مسح هم زخم ته زيان رسوي نو بيا هغه وخت يواځې پرپټۍ باندې مسح كول روادي.

 

 

دحقيقي نجاست بيان

 

پـوښــتنه : حقيقي نجاست څو ډوله دى ؟

ځـــواب : دوه ډوله دى :

لومړى : غليظه نجاست دوهم : خفيفه نجاست ،

پـوښــتنه : غليظه نجاست او خفيفه نجاست څه ته وايي ؟

ځـــواب :كومه پليتي چې سخته وي هغه ته غليظه نجاست وايي اوكومه چې سپكه وي هغه ته خفيفه نجاست وايي .

پـوښــتنه :غليظه نجاست كوم شيان دي ؟

ځـــواب :دانسان وړې او غټې متيازې دحيواناتو ګندګي: اودهغو حيواناتو متيازې چې غوښه يې حرامه وي ، دانسان اوحيوان بهينده وينه، شراب اودچرګانو اوهيليو ګندګي داټول غليظه نجاستونه دي .

پـوښــتنه : خفيفه نجاست كوم شيان دي ؟

ځـــواب : دهغو حيواناتو متيازې چې غوښه يې خوړل كيږي اودحرامو مرغانو ګڼدګي هم خفيفه نجاست دى .

پـوښــتنه :غليظه نجاست څومره اندازه بښل كيږي ؟

ځـــواب :كه غليظه نجاست كلك جسم ولري لكه : غټې متيازې نو هغه د درۍ نيمو ماشو دوزن په اندازه بښل كيږي اوكه نرى وي لكه : شراب، وړې متيازې نو هغه دانګريزي يوې روپۍ (1) په قدر بښل كيږي د بښلو مطلب دادى چې كه له دومره اندازه نجاست سره چې پربدن يا كالو باندې لګيدلې وي لمونځ وشي نو لمونځ يې له غاړې ساقط شو ، خو مكروه به وي اوكه چيرته همدومره نجاست ته يې پام وي چې لګيدلى دى نو بيا يې لمونځ ورسره نه كيږي .

پـوښــتنه :

خفيفه نجاست څومره اندازه بښل كيږي ؟

ځـــواب :كه دجامې اوياهم د اندام دڅگلورمې برخې له اندازې نه لږ كمه پرې پليته شوې وي بښل كيږي اوكه نه نه بښل كيږي  .

پـوښــتنه :دحقيقي نجاست څخه جامه يابدن څه ډول پاكيدلى شي ؟

ځـــواب :حقيقي نجاست كه غليظه او يا خفيفه وي په جامه اوكه په بدن وي درى واري په اوبو مينځلوسره پاكيږي خو دجامې درى واره نښتيځل هم ضروري دي .

پـوښــتنه :له اوبو څخه پرته په بل شي سره پاكيدلى شي اوكه نه ؟

ځـــواب :هو! كوم شى چې نرى اوبهيدوكى وي لكه سركه، يادهندوانې اوبه ، په هغو سره هم حقيقي نجاست پاكيږي .

 

 

داســتنـجا بيـان

 

پـوښــتنه :استنجا څه ته وايي ؟

ځـــواب :دغټو يا وړو متيازو له كولو وروسته كومه پليتي چې په شرمګاه لګيدلې وي دهغې  پاكولوته استنجاء وايي .

پـوښــتنه :له متيازو وروسته داستنجا كولوطريقه څه ډول وي  ؟

ځـــواب :له متيازو وروسته په پاكه لوټه سره شرمگګاه وچول اوبيا وروسته يې په اوبو سره مينځل پكار دى .

پـوښــتنه :دمتيازو له كولو وروسته داستنجا طريقه څه ډول ده ؟

ځـــواب :دمتيازوله كولو وروسته شرمګاه بايد دخاورو په درى يا پنځو  لوټو سره پاكه اوصافه كړىْ اوبيايې په اوبو سره ومينځي .

پـوښــتنه :داستنجا حكم څه دى  ؟

ځـــواب :كه چيرته غټې يا وړې بولې له خپل ځاى هاخوا او دې خوا تللې نه وي نو استنجا كول مستحب دي اوكه چيرته نجاست يوې خوا بلې خواته تللى وي ، خو دشرعي روپۍ په اندازه ياله هغه څخه كمه وي بيا استنجا كول سنت دي ،اوكه چيرته پليتي له يوه درهم څخه زيات خوره شوي وي نو بيا فرض دي .

پـوښــتنه :په كومو شيانو سره استنجا كول پكاردي ؟

ځـــواب :دخاورو په پاكو لوټو او ياكاڼو (تيږو) سره .

پـوښــتنه :په كومو شيانو استنجا مكروه ده ؟

ځـــواب :په هډوكى، ليدان، خوشايي اودخوراك په شيانو ،په جامو اوكاغذسره استنجا كول مكروه دي .

پـوښــتنه :په كوم لاس سره استنجا كول په كارده ؟

ځـــواب :په چپه لاس يې كول په كاردي په ښي لاس سره استنجا كول مكروه دي .

 

 

داوبــو بيــان

 

پـوښــتنه :په كومو اوبو اودس رواد ى ؟

ځـــواب :دباران، چينې ، څاه، ويالې، درياب او ويلي شوې واوررې

يا دږلۍ په اوبو ، دغټ تالاب يالوى حوض په اوبو په دې واړو اودس اوغسل دواړه روادي .

پـوښــتنه :په كومو اوبو اودس نه كيږي  ؟

ځـــواب :په لاندې اوبو سره اودس نه كيږي :دمېوې او ونو په نښتيځل شويواوبو ، ښورا، هغه اوبه چې رڼك او خونديې ديو پاك شى د يوځاى كيدو له امله بدل او ټينګې شوي وي دغه څېرهغه اوبه چې كمې وي او پليت شى پكې لويدلى وي ، او يا حيوان پكې مردار شوى وي ، اوهغه اوبه چې اودس ياغسل پرې وشي ، اويادپليتي اثر پرې غالب وي ، دحرامو حيواناتو څخه  پاتي اوبه ، د سونف، ګلاب او يا نورو درملو نه ايستل شوې خوله .

پـوښــتنه :په كومو اوبو چې اودس اويا غسل شوى وي هغو ته څه وايي ؟

ځـــواب :داسې او بو ته مستعملې اوبه وايي چې په خپله پاكې دي خو اودس او غسل كول پرې نه كيږي .

پـوښــتنه :دكومو حيواناتو نه پاته اوبه پليتي وي  ؟

ځـــواب :دسپي، خنزيراو ښكاري چارپاى نه پاتي اوبه پليتي دي همدا راز دپشي چې موږك اويا بل حيوان يې په هغه ساعت خوړلى وي كه اوبه وڅښي نو پاته اوبه يې پاتې شوني (پس خورده) او پاكې نه دي .

پـوښــتنه :دكومو حيواناتو پاته شوني اوبه مكروه دى ؟

ځـــواب : دپشۍ نه پاتې اوبه په دې شرط چې سمدستي يې موږ ك خوړلى نه وي ، موږ ك ، شرموښكۍ ، كوڅه ګښتې چرګې، نجاست خوړونكې غوا، مېښې، كارغه، څرخك، شاهين، اوهمداڅيردنورو ټولو حرامو حيواناتو پاته شونې (پسخورده) مكروه ده .

پـوښــتنه :دكومو حيواناتونه  پاته اوبه پاكې وي ؟

ځـــواب :دانسان، اوحلالو حيواناتو پاته اوبه پاكې دي ، لكه : غوا، غوايى، وزه، كوتره، زركه، اّس .

پـوښــتنه :دنجاست په لويدلو سره كومې اوپه پليتيږي ؟

ځـــواب :له دوه ډوله اوبو پرته نورې ټولې اوبه مرداريږي او هغه دوه ډوله اوبه دادي :

اول : دويالې اودرياب روانې اوبه .

دويم : ډيرې ولاړې اوبه ، لكه : دغټ تالاب يا لوى حوض اوبه .

پـوښــتنه :دډيرو ولاړو اوبو اندازه څومره ده ؟

ځـــواب :كومې ولاړې اوبه چې په نمبري ګز(1) سره پنځه نيم ګزه اوږدوالى او پنځه نيم ګزه پلنوالى ولري هغه ډيرې اوبه بللى شي ، كوم حوض ياتالاب چې همدومره اندازه غټ وي ، غټ حوض اوغټ تالاب بلل كيږي .

پـوښــتنه :لږاوبه دپليتي له ورلوېگدلو پرته په بل كوم شي مرداريږي .

ځـــواب :كه په اوبو كې داسي حيوان ولويږي اومړ شي چې بهيدونكې وينه ولري نو اوبه مرداريږي  لكه : چرګه، كوتره، پشي، موږك .

پـوښــتنه :دلوى تالاب ياحوض اوبه څه وخت مرداريږي ؟

ځـــواب :كله چې په اوبو كې دنجاست خوند، رنګ، او يا بوى ښكاره شي .

پـوښــتنه :هغه كوم حيوانات دي چې په اوبو كې مړه هم شي اوبه نه مرداريږي .

ځـــواب :كوم حيوانات چې په اوبو كې پيداكيږي او هلته اوسيږي لكه : ماهى، چونګښه. اودغه څېر هغه حيوانات چې بهيدونكي وينه نه لري لكه : مچ،  مياشى، كرړى ، شرموښكۍ ، ميږتون، په اوبوكې ددې شيانو په مرګ  سره اوبه نه مرداريږي .

 

 

دڅـاه بيـان

 

پـوښــتنه :په كومو شيانو سره څاه مرداريږي ؟

ځـــواب :كله چې څاه ته غټ اويا سپك نجاست ورسيږي اويا يو داسې حيوان چې بهيدونكي وينه ولري څاه ته ورولويږي او پكې مړشي چې بهيدونكې وينه ولري نو څاه مرداريږي .

پـوښــتنه :كه چيرته څاه ته يو حيوان ولويږي ، او ژوندىبيرته راوخيږي نو دڅاه اوبه به پاكې وي كه ناپاكې ؟

ځـــواب :كه يوداسې حيوان وي چې پاتې شونې يې پاكه وي او پربدن يې نجاست هم نه وي كه په څاه كې ولويږي او ژوندى راوخيژي نو ترڅو پورې چې يې هلته د دوړو اوغټو بولو په كولو يقين نه وي راغلى څاه به پاكه وي .

پـوښــتنه :څاه چې پليته شي دپاكيدلو طريقه يې څه ډول ده ؟

ځـــواب :دڅاه دپاكيدو پنځه طريقې دي :

1 :- كله چې څاه ته پليتي ولويږي نو دټولو اوبو په راكښلو سره هغه پاكيږي .

2 :- كله چې څاه ته انسان يا خنزير يا سپى يا اوزه يادوه پشيانې او ياد دوى په اندازه له دوى څخه لوى يو بل حيوان ورولويږي او پكې مړشي نو دڅاه ټولې اوبه راايستل  په كارد ي .

3 :- كله چې څاته داسي حيوان ورو لويږي چې بهينده وينه ولري او وپړسيږي او يا وشړيږي نو بيا به دڅاه ټولې اوبه راويستل كيږي كه حيوان غټ  اوياهم  وړوكى وي .

4 :- كله چې كوتره يا چرګه يا پشى يا هم دومره بل لوى حيوان ورو لويږي او هلته مړ شي خو ونه پړسيږي نو څلويښت بوكې (ستله) اوبه راكښل په كاردي .

5 :- كه چيرې موږك يا مرغۍ اوياهم همدومره لوى يو بل حيوان څاه ته ولويږي اوهلته مړشي نو بيا به شل بوكې اوبه راكاږي ، دشلو پرځاى ديرش اودڅلويښتو په ځاى شپيته بوكې راكښل مستحب دي .

پـوښــتنه :كه مړ حيوان څاه ته ولوريږي نوبيا يې حكم څه دى ؟

ځـــواب :دمړه حيوان دورلويدو حكم هم هغه دى كوم چې څاه ته دژوندي حيوان دورلويدو او مړكيدو په هكله بيان شو مثلاً : كه مړه اوزه ور ولويږي ، نو ټولې اوبه به راكاږي اوكه مړه پشي ورو لويږي نوڅلويښت يا شپيته ، اوكه مړ موږ ك ورولويږي نوشل يا ديرش بوكې به راكاږي .

پـوښــتنه :كه پړسيدلى اويا شړيدلى حيوان څاه ته ورو لويږي نو حكم يې څه دى ؟

ځـــواب :ټولې اوبه به راكاږي چې څاه ته ژوندى حيوان ور ولويدلى او پړسيدلى وي .

پـوښــتنه :كه له څاه څخه مړ حيوان راوخيژي ، اودامعلومه نه وي چې كله ور لويدلى وْ نو حكم يې څه دى ؟

ځـــواب :كوم وخت چې وليدل شي له همغه وخت څخه څاه ناپاكه ګڼل كيږي .

پـوښــتنه :له بوكې يا ستل څخه مرادڅومره غټه بوكه ده ؟

ځـــواب :په څاه چې كومه بوكه  وي همغه اعتبار لري .

پـوښــتنه :دڅومره بوكو راويستل چې ضروري وبلل شي نو په يو وار به يې راكاږي اوكه په څو وارو يې هم راويستل روادي ؟

ځـــواب :په ډيرو وارو سره يې هم راكښل روادي مثلاً : كه شپيته بوكې راويستل كيږي نو شل سهار شل غرمه اوشل ماسپښين راوباسي نو داهم روادى .

پـوښــتنه :په كومه بوكه او رسۍ  چې دمردارې څاه اوبه راويستل كيږي هغه به پاك وي اوكه نه ؟

ځـــواب : كله چې دومره اوبه راويستل شي دڅومره اوبو راويستل چې ضروري وي نو په دې سره بوكه او رسۍ دواړه په خپله پاكيږي پكې .