سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ

صفات په تا كې پټ دي. له صورت او مانا سره دومره بې كچه مينه له پلاره در پاتې ده. ما ته به يې ډېر ويل:
كه تا ظريفه طبعه، حساس زړه او روانه ژبه نه درلوداى، د ښكلا په برخه كې مې دې نېمګړتياوې نه بخښلې، كه تر دې ښكلې واى، دومره ښايسته اروا به دې نه درلوداى، زما زړه به نه غوښتلې.
هو! پلار دې هم ستا په شان له ستونزو سره مينه لرله، په سلګونو نجونو ورباندې مينانې وې، هغه يوه هم نه خوښوله، خو يوه ورځ موږ د رېلګاډي په سفر كې سره وليدل، زموږ ميندو سره خبرې وكړې او اّشنا شوې، موږ هم يو بل ته مخامخ ناست وو او خبرې مو كولې، ما ډېر _ ډېر له كړكۍ څخه بهر ته كتل.
پلار دې وپوښتلم:
"څه ته ګورې؟"
ما وويل:
"زه غواړم د ليدو وړ ټول شيان وګورم، خو ګاډى ډېر ګړندى روان دى".
ښه مې په ياد دي، تر څو شېبو چوپتيا وروسته مې يو فكر ذهن ته راغى.
ومې ويل:
"دا نړۍ يو لوى موزيم دى. څوك چې له هر څه سره مينه لري، په كې موندل كېږي، دا ټول شيان داسې ښكاري، لكه موږ چې په رېلګاډي كې سپاره يو، له ليدو وړ شيانو څخه دومره ګړندي تېرېږو، چې له دغو ټولو ښېګڼو او نعمتونو څخه خوند نه شو اخيستلاى".
زما دغه كوچنى فكر، د كبنيوونكو د چنګك په شان ستا د پلار په زړه كې ګېر شو، خو موږ واده سره وكړ او تر وروستۍ ورځې پورې مو له مهربانۍ او خوښيو ډك ژوند درلود".
ومې ويل:
"كه د مادلن دوى كره په مركه لاړه شې، څه به وشي؟"
ويې ويل:
" دغه د ښكلا خوښونې حس دې له پلاره درته په ميراث پاتې دى، زه درباندې وېرېږم، ځكه چې پلار دې زه يوازې د دې لپاره خوښه نه كړم، چې ظريفه طبعه او روانه ژبه مې درلوده، بلكې ښايسته هم ومه، خو مادلن دومره ښكلې نه ده. وېره لرم چې په دې ټاكنه پښېمانه نه شې. خو كه بيا دې هم خپله ټاكنه كړې او له خپلې خبرې څخه نه اوړې، زه څه ويل نه لرم. له بده مرغه نن شپه چې غواړم كوم مطلب درسره شريك كړم له مينې او خوښۍ څخه ډېره فاصله لري... دا ګنا زما او ستا د پلار وه، چې مخكې له مخكې مو اټكل نه و كړى، ګنې نن به مې ولې كومه ستونزه لرلاى او ته به مې ولې په زوره په دې ستونزو كې راشريكولاى..."
غلې شوه او په چورتونو كې لاړه. داسې ښكارېدل لكه شرمېږي چې.
ومې ويل:
"د انځور له پلورنې پوه شوم او ته هم غواړې خبره شې چې سر له سبا څخه كار كولو ته چمتو يم، كه هر څومره ستونزمن كار هم وي، تر سره كوم يې".
سوړ اسوېلى يې وكړ او ويې ويل:
"كه زده كړې دې پايته رسېدلې واى، اوس به مې څه نه ويل، خو تا تر اوسه لوړې زده كړې نه دې كړي او هېڅ كسب دې نه دى زده. پلار دې نه غوښتل ته انجنير شې، ګومان يې كاوه چې د هغه بد قسمت به تا هم تعقيب كړي. حق يې و، ځكه ته د لوړ فكر او سخاوت له مخې شتمن يې، هغه اټكل كاوه چې همدغه صفات به دې د بدمرغۍ لامل ګرځي. نو ځكه يې وغوښتل چې ته بايد په طب كې زده كړې وكړې. زه وينم چې ته به هم د خپل پلا ر په شان، په دې مسلك كې له رنځ او كړاو پرته بله لاسته راوړنه ونه لرې، ځكه د خپل پلار ټول صفات لرې. هغه به چې كوم سخت ناروغ ليده، خوب به نه ورته، كه ناروغ به مړكېده، لكه دى چې مسول وي، خوابدى كېده به، كه په كور كې به مو چرګ حلالاوه، ده به يې غوښه نه خوړله. ستا په شان به ځير و چې كوم مېږى يې تر پښو لاندې نه شي. نه يوازې يې له نېستمنو كسانو څخه پيسې نه اخيستې، بلكې يو څه به ده هم وركولې، ځكه يې د مړينې په وخت كې موږ ته هېڅ هم نه وو پاتې.
له نېكه مرغه زه نجلۍ وم، كله چې مو واده وشو، هغه څه چې مې راټول كړي وو، زما د مور لپاره بس وو. خو ته لا هلك يې او بله دا چې زده كړې دې بشپړې شوې نه دي. زه چې فكر كوم، ستا په شان د نرم زړه خاوند د طب او ډاكټرۍ په درد نه خوري. ته په دې ملكوتي طبعه او خوى بايد ليكوال، شاعر يا موسيقيپوه واى. كه موږ ستا لپاره ښه مور و پلار واى، ستا لپاره به مو د ژوند ټولې اسانتياوې برابرولاى، چې په خپله خوښه د خپل زړه ارمانونه پوره كړې. ځكه ته په دې حساسيت سره اّن نه شې كولاى له هنر څخه هم ګټه پورته كړې، هنر بايد تا ته يوازې د بوختيا او تفرېح وسيله وي.
زه نوره نه پوهېږم، ته په خپله بايد پوه شې چې له كوم مسلك سره مينه لرې".
ومې ويل:
"هغه څه چې تا له ما څخه راضي كوي، هغه شعر او موسيقي ده. اجازه راكړه چې سر له سبا څخه كار پيل كړم، كه د ورځپاڼو پلورل هم وي، لوړې زده كړې نه غواړم، زړونه بايد خوشحاله وساتو، د نېكمرغۍ وسيله د مغزو او هوښ سينګارول نه دي".
مورنى نظر يې راباندې واچاوه او زياته يې كړه:
"ما خو تكل كړى، ته بايد درس ووايې او بريالى شې، خو د زده كړې لپاره د څانګې يا رشتې ټاكل ستا كار دى. په دې څلورو كلونو كې دې چې پلار مړ شوى، ټولې پيسې مصرف شوې، له راتلونكې اوونۍ بايد په يوه خياطۍ كې كار وكړم، څرنګه چې ماهره خياطه نه يم، نو ما ته به پيسې هم لږې راكوي، ښه دى، يو څو انځورونه، مجسمې او هنري اثار لرو، هغه به خرڅوو، چې ستا زده كړې بشپړې شي. خپګان مې ځكه زيات دى چې ته هم د خپل پلار په شان پر ښكلا او هنر مين يې او له دغو اثارو سره زياته مينه لرې، وېره لرم چې د هغو په نشت كې رنځور نه شې".
ومې ويل:
" ته پرښته صفته مور راته تر هنر ښكلې يې، ستا ننداره كوم، له هر ډول شهكار څخه به موړ يم".
ستونى يې د مينې له شوقه ډك _ ډك او سترګې يې د اوښكو پيالې شوې. اوچت شوم او د هر وخت په پرتله مې توده مچه ترې واخيستله او خپلې خونې ته لاړم.

  
لاړم چې بيده شم او د دغه ناڅاپي غم دروندوالى پر بالښت كښگېږدم. سترګې مې پټې كړې، چې د مور له مخ څخه مې ونه شرمېږم، غوږونه مې پټ كړل چې د مادلن خبرې وانه ورم، خو څومره چې مې خوب ته پناه وړله، هومره به ويښ او خوابدى كېدم. د ماشومتوب د وخت خطاوو، ګناهونو، هر زړه چې مې د ناپوهۍ او ځانغوښتنې له كبله ټپي كړى و، د هلن هغه كاته، چې د ګلود ګېډۍ غوندې مې بل ته وسپارله، د مور د خواريو له كبله خواشينيو، دې وير چې مادلن ولې ښكلې نه ده، يا دا چې زما مينه والې نجونې ولې د مادلن غوندې اروا نه لري، دغو ټولو اندېښنو زما ګرېوان ته لاس راوغزاوه او ځورولم يې.
دا لومړى ځل و چې د غمونو ډليو را باندې بريد كړى و، دا لومړنۍ شكنجه وه چې د شپې په زړه كې د روزګار له خوا رارسېده. لاړم چې مور مې را ويښه كړم او په لمن كې يې ځان واچوم. خو وايي: څوك چې مور نه لري، له نړۍ څخه نه وېرېږي.
له كړكۍ څخه مې سپوږمۍ وليده، ورته ودرېدم، داسې راته برېښېدل، لكه زما مور چې ما ته په اندېښنه كې وي. د مور د لاس زړه راكښونكې وږمې اوښكې راوچولې، د ونو پاڼې او څانګې د يوه داسې ګلبوټي غوندې ښكارېدې چې زما د مور په لمن كې وې، تا به ويل زما مرستې ته راځي.
ومې ويل:
"اى مورې! د طبيعت په نظر كې ښكلا او بدرنګي يوه ده؟ ښكلې هم بايد وځورېږي! ته په دې ښايسته حُسن او زه په دې جمال او ښېګڼې سره ولې خواشيني واوسو! له نورو سره مو توپير څه دى؟ مورې! ما وبخښه، د مادلن د خبرو نغمو دومره بوخت كړى يم، چې ستا فكر ته مې نه پرېږدي. ايا ته كولاى شې ما، د ښكلاپالنې له ناروغۍ څخه وژغورې او مادلن راته ښكلې وښيې؟... "

  
تر هغه وخته چې سپوږمۍ په اسمان كې وه، له مور سره مې همداسې د زړه خواله كوله، سندره به مې ويله، يا به مې ژړل. سهار چې له خوبه پاڅېدم، حيران شوم، ځكه چې د تيرې شپې په شان پرېشان او رنځور نه وم، هغو غموونكو فكرونو نه ځورولم! لكه هغه غمونه چې نېښ لرونكي حيوانات وو او له رڼا څخه تښتېدلې وي.
ځان مې تيار كړ او هندارې ته مخامخ ودرېدم، د مادلن معما راته حل شوه. ومې ويل:
"دومره ښايسته او مناسب اندام، بايد د يوې بدرنګې نجلۍ فكر ځانته پرېنږدي، كه په هوښيارۍ او خوږو خبرو كې د سقراط شاګرده هم وي".
د ژوند ستونزې راته اسانې وبرېښېدې. له ځان سره مې وويل:
"د انځورونو هغه تابلوګانې او هنري اثار به بيا تر لاسه كوم، كله چې مې زده كړې بشپړې شوې، د مور د خوارۍ او زيار جبران به كوم. لكه څنګه چې يې خوښه وي، د ټولې نړۍ د سفر او تفرېح لپاره به ورته زمينه برابروم، ښار ته به نژدې ورته يوه وړه كرونده رانيسم، چې په خپله خوښه په كې ګلونه او واښه وكري.
په دې خبرو مې ځان ارام كړ، ښوونځي ته تر تګ مخكې يووار د پلار خونې ته ننوتم، چې يو كتاب راواخلم، د شپانه د تابلو تش ځاى مې سترګو ته نېغ ودرېد. بېواكه ودرېدم او د مادلن هغه ستاينې مې واورېدې، پام مې شو چې ګرانبيه جواهر او يا جنتي بڼ مو له لاسه وركړى!
په چورتونو كې لاړم، چې ما تر اوسه په هغې تابلو كې ولې د دومره صفت وړ شيان نه وو ليدلې، په ذهن كې مې راګرځېدل، چې كاشكې مادلن راسره د ګلونو، ځنګلونو، رودونو، غرونو او په طبيعت، ښارونو او موزيمونو كې چې څه د ليدو وړ شيان دي، د هغو په وړاندې ودرېږي او د ښكلا په ليدو مې د زړه سترګې روڼې كړي.
ښوونځي ته لاړم، د درس ويلو حوصله مې نه درلوده، په تمه وم چې ورځ ژر پايته ورسيږي او د لوبې وخت راشي، موخه مې لوبه نه وه، بلكې غوښتل مې له "اليس" سره د خبرو وخت پيداكړم، د ليليې په نجونو كي هغه تر ټولو ښكلې وه، كه څه هم د نورو ښكلو زلميانو په وړاندې به يې ناز او نخرې كولې، خو له ما سره يې ډېره مينه وه.
په اليس كې بشپړه ښكلا پرته وه، چې ما په كې د ګوتنيونې ځاى نه ليده. شوخه، موسكۍ او ښه مجلسي وه، د تنيس په لوبه كې يې ډېر مهارت درلود، خو پر دې سر بېره يې زه د ځان اسير كړى نه وم.
كله چې مې د مادلن له خولې څخه د هغې تابلو صفتونه واورېدل، نو پوه شوم چې غواړم اليس هم هماغسې نازكه او حساسه اروا ولري، چې ځان ورتسليم كړم.
هغه ورځ مې غوښتل اليس په خبرو راولم او د هغې موسيقۍ د پاى برخه، چې پيل مې يې له مادلن څخه مې اورېدلى و، د هغې له خولې واورم. تر نيم ساعت لوبې وروسته مې وويل:
"نن ستړى يم، راځه كښېنو او خبرې وكړو".
ويې ويل:
"نو بيا پرېږده چې له بل چا سره لوبه وكړم".
هر څنګه چې وو، راضي مې كړه، د شنه رود څنګ ته لاړو، تر ونې لاندې پر څوكۍ كښېناستو.
ويې ويل:
"ولې خبرې نه كوې؟".
_ " په اوبو كې مې د ورېځو، ونو او ګلونو رپېدونكي عكس ته كتل".
_ "شعر دې پايته ونه رسېد، نور څه وينې؟".
_ "لكه چې دا ټول ستا په سترګو كې وينم".
تر يوې اوږدې خندا وروسته يې تندى ګونځې كړ او ويې ويل:
"دا چې شاعر او خيال خوښوونكى يې، زړه مې درباندې وسو، ځكه زما زړه هغو كسانو ته زيات بدېږي چې د غوره كارونو پر ځاى په بېځايه او خيالي شيانو زړونه تړي، ما ته ناروغان ښكاري، خو زړونه يې نه غواړې چې درملنه يې وشي".
ومې ويل:
"ته داسې فكر وكړه چې دغه سيند يو انځور دى، ته په كې څه وينې؟".
_ " زه وينم چې دا انځور نه دى، بلكې د اسمان او بڼ عكس دى چې په اوبو كې ښكاري".
په زړه كې مې وويل:
"زه هم تا وينم چې يوه ښكلې خو بې اروا مجسمه يې، په دې توپير چې مجسمه خبرې نه كوې او نندارچي نه خوابدى كوي".
تر لږې چوپتيا وروسته يې وپوښتلم:
"له پلاره څه درته ميراث پاتې شول؟".
ومې ويل:
"هېڅ!".
ويې خندل او په خندا كې يې وويل:
"خبره ومه، خو څه وكړو، خداى ټول شيان په يوه وار انسان ته نه وركوي، عقل، پوهه او ښكلا نه شي سره اوسېداى، درځه چې لوبه وكړو".
هغه لاړه، خو پرځاى يې د مادلن خيال راغى او د هغې تش ځاى يې ډك كړ، سترګې مې لږې تنګې شوې، ټول غوږ_ غوږ شوم، اورېدل مې چې مادلن د سيند ستاينه كوي، لكه يو ښكلى ساز چې په هره جمله كې يوه منظره انځوروي، دومره ښكلاګانې يې را برسېره كړې، چې زما ذهن يې له خوندي كولو او راټولولو عاجز دى.

  
د ډوډۍ په وخت كې مې له مور سره خبرې كولې. ومې ويل:
"ما تكل كړى چې د پلار دنده مې تعقيب كړم او انجنيري ولولم، هغه ته چې كومو خويونو او صفاتو زيان رساوه، زه له هغو صفاتو څخه ليرې تښتم، په كارونو او د ژوند په چارو كې بايد د بخت ونډه هم له پامه ونه غورځوو، كه پر ژوند مو د بخت يو مينه ناك نظر پرېوتلاى، نو نن به مې د پلار مېړانه او اوچت نظر ناچاري نه ګڼل كېده. ګوندې بخت راسره يارې وكړې، بيا هم معلومه نه ده چې زما له پلار څخه يې هغه كينه په زړه كې پاتې ده او كه نه ".
ويې ويل:
"زه هم له دې تصميم څخه راضي يم، ستا د هوساينې لپاره بايد ووايم، چې زه او پلار دې د بخت له كينې او غوسې څخه نه وېرېدلو، بلكې د هرې ماتې له كبله به مو ډېر سعادت او نېكمرغي پيدا كوله، ځكه يو بل ته به لا نژدې او مهربانه كېدو، كه پلار دې پر ښكلا مين نه واى او هنري اثار يې زيات نه خوښولاى، زما به هېڅ غم نه و. كله به يې چې كومه ښكلې مجسمه يا انځور ليده، نو زړه به يې ورباندې بايله، خو د رانيولو وس به يې نه درلود، ځكه به زه ډېره ځورېدمه".
ومې ويل:
"ستا په شتون كې به مې د پلار په زړه كې هره هيله پيدا كېده، ژر به يې هېروله ځكه هغه تر ټولو ښه شهكار درلود، چې ته وې".
_"افسوس چې ښكلاپرست زړه ژر نه شو قانع كولاى".
_ " كه زه كومه ښځه پيدا كړم چې ستا اروا او ښكلا په كې وي، د دنيا ټول هنرونه او صفتونه نورو خلكو ته پرېږدم".
موسكۍ شوه او ويې ويل:
"پوهېږم چې څه وايې، له پرون راهيسې دې چې مادلن په هغه متفكره او درنه څېره كې وليده او د هغې له ښو احساساتو څخه راوتلې ستاينه دې ترې واورېده، زړه دې غواړي چې اليس هم بايد هغه راڼه احساسات ولري، يا د مادلن ښكلا".
ومې ويل:
"كه مادلن د اليس غوندې واى، بيا يې هم ګټه نه درلوده، ځكه چې زه نه يم ورباندې ګران...".
بيا مې د سيند پر غاړه د اليس د خبرو تفصيل ورته ووايه. په ژورو سوچونو كې لاړه. كله چې يې خپلې سترګې زما په سترګو كې وګنډلې ومې ليدل چې د غم يوه نرۍ څپه يې پر څېره را خوره ده.
ويې ويل:
"كه شتمن واى، تا بايد په شاعرۍ يا موسيقۍ لاس پورې كولاى، يا به هم نابغه كېداى، ځكه چې د برلاسو هنرمندانو غوندې له خپل زړه سره يوازې ژوند كوې، هر څه چې وينې، اورې، يا مادي طبيعت چې هر څه درڅخه غواړي، ټول د زړه نګارخانې ته وړې او شعر ترې جوړوې، د هنرمندۍ لوى شرط همدغه دى. دا ګناه بايد زه او ستا پلار پر غاړه واخلو، يا ستا په وينا د بخت پر غاړه يې واچوو، چې انسان د هغه د خوښې خلاف كار ته هڅوي".
ومې ويل:
"غم مه كوه، د ارادې د قوت په مرسته به له نړۍ څخه غچ اخلم او ستا ناكامۍ به جبرانوم".
ويې ويل:
"كه زما منې، سندرې ووايه او د موسيقۍ په برخه كې كار وكړه. ستا ښكلى غږ بايد غلى نه شي، بله دا چې اواز د تسلي ذريعه هم ده، دا هغه چغه ده چې حساس زړه يې په ښكلاګانو او هيلو پسې راباسي او ځان اراموي".
ومې ويل:
"ته هيله منه يې چې ستا په څېر به په صورت و سيرت ښكلې نجلۍ ومومم!".
_"كېدى شي ويې مومې، خو مينه هغه قمار دى چې هېڅوك يې هم پر بري باندې زړه نه شي تړلاى".
ووېرېدم، ومې پوښتل:
"واده بايد قمار وي! د ژوند دغه مرحله چې تر ټولو مهمه ده ولې بايد له قاعدې څخه بهر وګڼو او د هوس لاس ته يې وسپارو! نه د راكړې وركړې لاس ته.
دواړې پلې بايد برابرې وي؟ كه د ځان په شان ښايسته، مهربانه او وفالرونكې ملګرې پيداكړم، زياتى به مې نه وي كړى".
اسوېلى يې وكېښ او زياته يې كړه:
"برابر او يو ډول جوړۍ هم موندل كېږي، خو نه پوهېږم، يو تن يې څنګه د طبيعت په لاس د دنيا په بل كونج كې اچول كېږي، چې په اسانۍ سره يو بل نه شي موندلاى. زه هر سهار او ماښام له خدايه غواړم چې تا خپلو ارمانونو ته ورسوي".
د غرور موسكا مې پر شونډو راوټوكېده، ومې ويل:
"بېغمه اوسه! زه به خپل ارمان تر ګوتو كړم".
خپلې كوټې ته پاس ختلم، چې د زينو په منځ كې چورتونو يووړم، ځاى پر ځاى ودرېدم، د مور هغو خبرو مې د وحشتناكو چغو غوندې په غوږونو كې ازانګې كولې چې:
"مينه قمار ده... جوړۍ په اسانۍ سره يو بل نه شي موندلاى...".
په ډېرو ستونزو مخكې لاړم.
ومې ويل:
"مور مې يا اشتباه كوي، يا هم نه غواړي ما مغروره كړي. كنه ويني چې زما پر شا وخوا څومره ښكلې نجونې د پتنګانو غوندې راڅرخي. كله چې ورسره چكر يا سينما ته ځم، ويني چې نجونې د سترګو تر كونجونو راته ګوري، ځينې دومره حيرانېږي چې د مور مټ يې له لاسه خطا كېږي".
له ځانه سره مې وويل:
"هغه خداى() چې اليس ته دومره جمال او مادلن ته دومره ښكلې اروا وركولاى شي، كولاى شي داسې يو موجود هم پيداكړي، چې دغه جمال او كمال ولري، كه داسې نه واى، نو د داسې موجود هيله به يې زما په زړه كې نه ټوكولاى، بايد په زغم او صبر سره پلټنه وكړم چې د خداى() دغه ښكلى موجود ومومم..."
په همدې چورتونو كې وم چې خوب راباندې راغى... سهار ښوونځي ته تر تګ مخكې د مطالعې لپاره كتابتون ته ننوتم، يو وار بيا مې سترګې، د شپانه د هغه انځور پر تش ځاى ولګېدې، داسې راته ښكارېدل لكه هغه انځور چې وينم او د هغه شپانه د شپېلۍ غږ اورم، د شپېلۍ له نغمې سره د مادلن خبرې هم ګډېږي او كښته پورته اوړي رااوړي. له هرې جملې څخه يې په زرګونو صورتونه، غړي، زړه راكښونكي انځورونه او رنګونه اوري.
د لومړي ځل لپاره مې پر زړه باندې د احتياج نېښ ښخ شو، له دې نه چې هغه انځور مو په پيسو پلورلې وه، وسوځېدم او ايره شوم، ډېر افسوس مې وكړ، چې ولې مې هغه انځور ته په زړه او ذهن كې ځاى نه و وركړى، چې اوس يې هر وخت په خيال كې وګورم!
كله چې ښوونځي ته د تګ وخت شو، لكه له چا سره چې مې قول كړى وي، د مادلن د كور خوا ته روان شوم، لاړم چې د شپانه هغه انځور ته په سترګو او ذهن كې ځاى وركړم، لكه څنګه چې مې د حافظې د قوي كولو په اړه لوستلي وو، درې واره به په غور سره انځور ته ګورم او هر ځل به د څو ثانيو لپاره سترګې پټوم، چې په حافظه كې مې نقش شي. خو ښايي حقيقت به دا و چې غوښتل مې مادلن خبرو ته وهڅوم او اواز يې واورم. د اروا په ګلورين بڼ كې يې خوښي ولټوم...
د توماس (د مادلن د پلار) كور ته ورسېدم، په لړزانده لاس مې زنګ وواهه، د دروازې د سر كړكۍ خلاصه شوه او يو سر ترې را بهر شو. پرته له دې چې څه ووايي، بيرته ننوت او كړكۍ هم وتړل شوه. مادلن وه، خو ولې يې خبرې ونه كړې او كړكۍ يې وتړله؟
له ځان سره مې وويل:
"د دې لپاره چې راته ووايي بېوخته راغلى يې، يا د دې لپاره چې دا رانه شي او پلار يې راشي، دروازه راته خلاصه كړي. خو حيران شوم چې ايا امكان لري د مادلن ښكلا پرستې سترګې دې زما حُسن نه وي ليدلى! نو بيا يې ولې ونه ليدم، ولې يې را ته ونه خندل او په شوق او بيړې سره يې راته ونه ويل:
"مهرباني وكړئ!"
د خيال په دې لانجو كې اخته وم چې د دالېز له لوري مې د پښوښكالو تر غوږو شوه، ښكالو كراره او منظمه وه، خو سنګينه نه وه، ما هم دا ګومان ونه كړ، چې د هغې پلار دې ور پرانيزي، پوه شوم چې مادلن ده، خو بيړه ا تلوسه يې نه درلوده! له ځان سره مې وويل:
"كاشكې نه راتلاى، كاشكې بېرته ستون شم..."
ور پرانيستل شو، دوو ښكلو سترګو پر خپل ځاى ټينګ ودرولم، كه هغه زړه راكښونكې سترګې نه واى، نو ښايي هغې سړې څېرې به راته ويلاى چې:
"څه غواړې؟ ولې له خبر پرته زما ليدو ته راغلې...؟"
ګومان مې وكړ زه به وكړاى شم، د هغې د زړه حال، د هغې په څېره كې وګورم، خو وروسته پوه شوم چې څوك له دغو دريڅو څخه د هغې د خاطر جنت ته په اسانۍ سره لار نه شي موندلاى. پوه شوم چې خوښي او غم، مينه او كركه، هيله او نهيلي، هېڅ يو هم د هغې د ضمير له خونې څخه د راوتلو جرئت نه لري.
سلام مې وكړ، حيران وم چې څه ووايم، ځكه هغې پلمې چې د دوى كور ته يې راوستلى وم راته ډېرې ساده وبرېښېدې. زما تر لږې چوپتيا وروسته يې وويل:
"كه له پلار سره مې كوم كار لرې، په كور كې نه شته".
په توړ توړۍ ژبه مې وويل:
" ل....ه هغه سگ.... سره كار نه لرم، راغگ.....غلم چې هغه انځور... "
_ "غواړې، هغه بيرته واخلې؟ حق لرې، زه به خپل پلار راضي كړم چې دا معامله له ياده وباسي".
ومې ويل:
"نه! غواړم هغه تابلو يو ځل بيا وګورم..."
سترګې يې لږې پټې، بيا خلاصې شوې، په هغه يوه شېبه كې يو كتاب فكر او سوچ پټ و، خو ما يې لا د لوستلو لپاره سواد نه درلود.
ويې ويل:
"راځه مهرباني وكړه".
له دې سره روان شوو، يوې خونې ته ننوتلو، ټول شيان سره خواره واره پراته وو، ډېرې مجسمې او هنري اثار هم تر سترګو كېدل.
يو څه وګرځېده، بيا يې د شپانه تابلو چې پر ځمكه پرته وه، د يوې بلې تابلو له شا څخه راوايستله او ما ته يې مخامخ ونيوله، د هغې دواړې ښكلې سترګې د تابلو له شا څخه راته ښكارېدې.
مننه مې وكړه او په ننداره بوخت شوم، هغه څه چې راته نه ښكارېدل. انځور( تابلو ) وه. لكه هغه دوو ډېوو چې د دوو څراغونو غوندې زما سترګې له كاره اچولې وي، د شرم او خجالت له كبله دومره تر ځور او كړاو لاندې وم، چې كوټه راباندې څرخېده.
ومې ويل:
"بس ده".
انځور يې يووړ، چې پر خپل ځاى يې كښېږدي، زه ودرېدم، ستونى مې له ژړا ډك و، نه مې شول كولاى يوه خبره هم وكړم.
مادلن راغله ما ته نژدې ودرېده، تر لږې چوپتيا وروسته چې يې وليدل، چې نه ځم او هېڅ خبره هم نه كوم، نو ويې ويل:
"زه دې له زړه راځم. حق دې هم دى، هنري اثار دې تر هر څه زيات ځان ته راكاږي، خو درد او كړاو لري، خو كه هنر درد او سوز نه لرلاى، ژوند به هم خوند نه درلود. حيوانات تر موږ ډېر هوسا دي او ښه ژوند لري، ځكه چې تر موږ د مادي ژوند په قواعدو ښه پوه دي، پوهېږي چې څه وخوري او څه وڅښي، خپل دوست او دښمن پېژني، د ژوند په مبارزه كې هم خطا نه كوي، زموږ په شان د جهل او ناپوهۍ په لانجو او لالهانديو كې كړاوونه نه ګالي. خو زموږ ښه والى دا دى چې د هنر لپاره ځورېږو، چې ځناور ترې بې خبره دي، هو! ښكلا زموږ د خوندورو كړاوونو او ځورېدنو سر چينه ده.
موږ د ويالې له زمزمې، د وږمو له ساز او د څانګو له نڅا څخه هم غموونكى خوند اخلو، د سپينې سپوږمۍ له نندارې څخه هم يو رنځور خوند اخلو، د يوه هنري شهكار په وړاندې مو سينه د ذوق او خواشينۍ د فشار له كبله له غمونو ډكېږي.
تا ته حق دركوم چې د دې انځور له كبله خواشينى واوسې، ما ته ستا په دې خوابدۍ رخه راځي.

  
مننه مې وكړه، لاس مې وركړ او لاړم. رښتيا چې زيات خوابدى وم، خوابدي مې له دې كبله وه چې د مادلن سترګې ولې دومره ښكلې دي، ولې دومره حساسې دي، خو دا په خپله ولې ښايسته نه ده!...
مور مې ماښام د ډوډۍ په وخت كې راڅخه وپوښتل:
"ولې خبرې نه كوې؟ ولې په سوچ كې ډوب يې؟"
_ "زړه مې هغه انځور ته خپه و، كاشكې مو كوم بل شى پلورلاى..."
پرې يې نه ښودم چې خبره مې تمامه كړم. ويې ويل:
"زه پوهېدم چې ته به هم د خپل پلار غوندې د هنر مينه وال شې او د هنري اثارو د نشتوالي په وخت كې به خوابدى كېږې".
غلې شوه او په فكرونو كې لاړه. ومې ويل:
"په څه فكرونو كې ډوبه شوې؟"
له ناڅرګند ځاى څخه يې نظر را ټول كړ. ويې ويل:
"زه بايد د شپې له خوا په كور كې كار وكړم او ډېرې پيسې لاسته راوړم، چې بيا د هنري اثارو پلورنې ته نه اړ نه شو".
ومې ويل:
"هېڅكله هم نه! هر څه چې لرو ويې پلوره، خو كار مه كوه. ستا روغتيا تر نړۍ ډېر ارزښت لري".
خو ما وليدل چې قهوه يې هېره شوه او په چورتونو كې ډوبه وه. ومې ويل:
"مور جانې! بېځايه غم مه كوه، په هغه انځور پسې زيات خپه نه يم، نن د توماس كور ته تللى وم، زما مقصد د مادلن ليدل وو، نه د هغې تابلو..."
لكه يو دروند بار يې چې له اوږو څخه ليرې كړل شوى وي، سر يې رااوچت كړ، څېره يې هم وغوړېده. ويې ويل:
"ته لاړې چې وګورې مادلن درته ښايسته ښكاري او كه نه زړه دې غواړې هېره يې كړې، ته تللى وې چې مادلن او اليس سره پرتله كړې..."
ومې ويل:
"سمه وپوهېدې. ما له دغو حقايقو سره د مخامخېدو زړه نه درلود، ته بايد زما مرسته وكړې او زما پټ فكرونه راوسپړې".
خپل هغه خيالونه مې ورته بيان كړل، چې كله د توماس (د مادلن د پلار) په كور كې راته پيدا شول، كېدى شي د خبرو په وخت كې به زما د زړه حالت هم څرګندېده او په ژبه مې راته.
تر هغه وروسته چې يې زما ماشومانه خبرو ته غوږ ونيو، د خپل پېغلتوب نړۍ ته لاړه، هغه دنيا يې ګز او مچ كړه، اسوېلى يې وكړ او ويې ويل:
"لكه څنګه چې يو ړوند يوه لارښود ته لاس وركوي. له لارو څخه په اسانۍ سره تېرېږي. كاشكې ځوانانو هم كولاى شواى د خپلو زړونو مشري تجربه كارو خلكو ته وسپاري. كه داسې كېداى، ما به خپلې ټولې تجربې په كار اچولاى او تا ته به مې هغسې ملګرې ټاكلاى، چې ستا لپاره وړ واى، خو هغه څه چې زما عقل يې خوښوي، ستا زړه يې نه خوښوي، نو زما درته دا نصيحت دى چې د مينې په خطرناك كار كې بايد بيړه ونه كړې، ځكه لاډېرځوان يې او ډېر وخت لرې".
خپلې خونې ته لاړم او پر كټ وغزېدم. په دې ګومان چې لا ځوان يم او وخت را سره شته، د دوه زړۍ او شكونو له پاڼ څخه ليرې شوم، هغو پخوانيو اندېښنو او خواشېنيو هم خپل ځاى د خيال الوت ته وركړ:
يو څه موده د مادلن په ننداره بوخت وم، د هغې په كتو او حركاتو كې مې يو ډول ارامي، غرور او مهرباني وليده، د هغې هوښ او خاطر چې د هغې د فكر په هندار كې څرګند و، زما ټول وجود ونيو. يوه شېبه مې ځان د مادلن غوندې پوه او ښه احساس كړ، د هغې په سترګو مې د اليس په كتنې پيل وكړ، له ځان سره مې وويل:
"د ځوانۍ نعمت ولې د هغې تر ښكلا قربان نه كړم، پتنګ چې ځان په اور سوځي، دا كومه بېباكي او هوس دى؟
اليس خو سر تر پښو شعر او نازكي ده. زه ولې ترې دا هيله ولرم چې د مادلن غوندې نازكخياله او شاعره وي! كېدى شي د هغې په نظر به حقيقي شعر: ښكلى كور، ګاڼې او ښه كالي وي، نه د شعر جملې او موسيقي چې د نري باد غوندې پر موږ لګېږي او تېرېږي. كېدى شي زه هم اليس ونه شم پوهولاى چې په ښگكلي كور او زياتو نعمتونو كې كه د غزل مرۍ سندرې ونه لولي دا داسې مانا لرې لكه له بې اروا معشوق سره چې لاس تر غاړې يم.
په هر حال، د اليس فكر او هيلې به زما ښې هڅوونكې وي، زه به د تېر وخت جبران وكړم، مور به مې د روزګار له ترخو څخه را بهره كړم، د اليس طلايي او ښكلي هوسونه به د ټولو جواهرو او د سرو زرو په قېمت پوره كړم.
خو؛ مادلن مې له ذهن څخه نه وتله، تل به د اليس له فكر سره يو ځاى كېدله، د يوې ښكلې سندرې يا زړه راكښونكي شعر غوندې چې سهار مې اورېدلى وي، ټوله ورځ به يې زما په فكرونو او چارو كې لاسوهنه كوله او هر وخت به را سره و، زه يې نه ځورولم، بلكې د هغو عاطفه ناكو سترګو او مغرور ضمير تر شا د اليس د طبيعت بدرنګۍ راته ليرې كېدونكې ښكاره شوې.
د راتلونكې په ناپايه اسمان كې مې د اميد دومره وزرونه ورپول چې خوب راباندې راغى.
سبا مازيګر مې په بېغمه زړه او خوشحاله خاطر له اليس سره د تينس لوبه كوله. ويې ويل:
"نن د نورو ورځو په پرتله ښه لوبه كوې".
ومې ويل:
"ځكه چې نن تر نورو ورځو ډېره ښكلې شوې يې".
يو شېبه يې سر ښكته نيولى و او د پښې په څوكه يې ځمكه ګروله، بيا ويې وويل:
"خو بېرېږم چې شعر يا كوم پسرلنى باد نه وي".
_ "شعر نه دى، غواړم ښه درس ووايم او دومره خواري وكړم چې شتمن شم، ځكه تا پېژنم، ته له شتو او پيسو سره زياته مينه لرې".
لاس يې راكړ او ويې ويل:
"افرين، دا لومړى ځل دى چې ستا څخه ښه خبره اورم، خو كاشكې يو لاټري ټكټ زما په نوم راوتلاى، ښوونځى به مو پرېښوده او سره خوشحاله به وو".
ومې ويل:
" زه بايد ستا له هيلې سره سم زياتې پيسې وګټم ".
بيا مو په لوبې پيل وكړ، يو ساعت مو ښه توده لوبه وكړه، په پاى كې چې سره بېلېدو، ما د خپلې زېږېدنې محفل ته بلنه وركړه.

بل مخ