سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ

تر هغه وروسته، شپې او ورځې خوشحاله وو، زياتره به نندارو او چكر ته تلو، لاس په لاس به مو په باغونو او ځنګلونو كې خبرې اترې كولې. خو داسې ښكارېدل، لكه يوه پرده چې زموږ تر منځ راځوړنده وي او ليدا د دې پردې له شا څخه سم ليدل نه شي كولاى او لا مې سم نه پېژني او زه د هغې پر فكرونو او منطق نه پوهېږم، خو هيله مې درلوده چې دغه پرده به ډېر ژر ليرې او هغه پخوانۍ جنتي مينه او صميميت به بيا زموږ په زړونو كې ځاى ونيسي.
د دې لپاره چې پوه شم اّيا د بدګومانۍ هغه توره ورېځ د هغې پر خاطر كومه لكه پرې ايښې او كه نه، نو كله_ كله به مې د هغې ماشومانه خيالونو ته اشاره كوله. خو له بده مرغه چې هر ځل به هغه توره ورېځ توپاني كېده او پر ما به اورېدله، چې تر پخوا به زياته وېروونكې وه. ويل او ژړل به يې:
"زه پوهېږمه، پوهېږمه چې پر هغې نجلۍ مين يې، ستا له څېرې او پرېشانه نظرونو څخه ښكاري...".
خبرې اترې به مې په چوپتيا سره غوڅولې او بله موضوع به مې رامخې ته كړه.
يوه شپه يې په ډېره وارخطايۍ سره له خوبه راپاڅولم، حيران اوچت شوم او ومې پوښتله:
"څه كيسه ده؟!".
"ما درته كتل چې د مار غوندې اوښتې- رااوښتې، د هغې بدرنګې نجلۍ په مينه كې ذرې_ ذرې كېدې، ويښ مې كړې چې زړه دې ونه درېږي..."
د ټپي شوي پړانګ غوندې مې په زوره چغه كړه او لاس مې وراوږد شو چې غاړه يې ونيسم، خو د مادلن هغه اسماني نظر، د مينې د چينې غوندې زما پر زړه راواورېد او زما لاس يې كښته كړ.
اوچت شوم او د خپل كار په خونه كې كښېناستم، د مادلن هغه كاغذ مې راواخيست چې ليدا څيرلى و، لوسته مې چې ليدا راغله، كاغذ يې راڅخه واخيست او سل ټوټې يې كړ. چغې يې وهلې:
"اى ظالمه! ته خو پر مادلن مين يې، غواړې ما ته طلاق راكړې او هغه وكړې، ولې دې له شتمن مېچل څخه واخيستم؟".
دومره چغې او زارۍ يې وكړې چې ستړې شوه او خوب يووړه. سبا چې له خوبه پاڅېدو لكه برايي (بېګا) چې ګردسره نه وه راغلې او پر موږ هغه توپاني بلا نه وه تېره شوې. ومو ويل، ومو خندل او بيا مو عادي ژوند ته دوام وركړ.
باور مې نه شو كولاى چې ليدا دې بې له وجې دومره خوابدې شوې وي، باوري شوم چې زما د تېروتنې له كبله په هغې كې دا عجيب حالت رامنځته شو. له ځان سره مې ويل: تا له سادګۍ او بې فكرۍ څخه كار اخيستى او داسې خبره دې ورته كړې چې د هغې نازك زړه دې ورسوځلى، دغه توره ورېځ چې د ليدا عقل او زړه يې نيولى، له هغه اور څخه پيدا شوې چې تا د هغې په زړه كې پيدا كړى دى.
هغه بدګوماني مې د هغې د اورنۍ مينې دليل ګاڼه. دا ټول عذاب او ځور مې زغامه. هيله مې درلوده چې نن يا سبا به دغه توره ورېځ څېرېږي او د حقيقت سپين لمر به د ليدا سترګو ته زما مينه، ځانتېرېدنه او لېوالتيا ځلوي. د دې لپاره چې د غم غبار ليرې شي او ژر خپلو هيلو ته ورسېږو. ومې ويل:
"راځه چې يو سفر وكړو".
خوشحاله شوه او ويې ويل:
"ستا څخه زياته مننه، ته غواړې د دې لپاره سفر وكړې چې د مادلن او هغې بلې نجلۍ مينه هېره كړې، غواړې ما ته قرباني راكړې، څرګنده ده چې زه تر نورو ډېره درباندې ګرانه يمه...".

  
په مسافرت ووتو، ډېرې خوږې شپې او ورځې مو تېرې كړې، ليدا د ذوق او هنر چينه ده، په بله څانګه كې مهارت نه لري، خو تر نورو هنرمندانو په ښكلا او باريكۍ ښه پوهېږي او خوند ترې اخلي. خو د مادلن غوندې نه شي كولاى د خبرو په جادو سره يوه انځور يا طبيعي منظرې ته ساه وروبخښي، خو ښكلا ته په داسې ژور نظر ګوري او په څېره كې يې داسې خوښي ځليږي، چې د شوق له كبله يې له خولې څخه راوتلې لنډې جملې د هنر د ارزولو په يوه كتاب ارزي.
ما به د هغې د سترګو په مرسته ليدل كول، پوهېدم او خوند به مې اخيست. خو ستر خوند مې د هغې خوشحالي وه. خو بيا به يې هم په سترګو كې د كينې يوه لكه راڅرګنده شوه او زه به يې وېرولم.
يوه بله شپه يې بيا دغسې غموونكې صحنه جوړه كړه. كوكارې يې وهلې، ژړل يې:
"زه ړنده يمه؟ زه نه وينم چې له دكاندارو نجونو سره څه وايې، په كوڅه او بازار كې ښكلو نجونو او ښځو ته څنګه ګورې؟!".
له هغې وروسته؛ له نجونو او ښځو سره نه مخامخېدم، كه كومه پوښتنه به مې ذهن ته راتله، له سپين سرو څخه به مې كوله.
په دې لانجه كې دومره راښكېل وم او د ليدا څارنه به مې كوله، چې د ژوند حساب راڅخه ورك و، د دې لپاره چې هغه له بېځايه خيالونو څخه راوګرځوم، د لګښتونو او خرڅ مسوليت مې وروسپاره، ټولې پيسې مې وركړې. زه يې تر ټولو ښه مېلمستون ته بېولم او تر ټولو ګرانبيه خواړه به يې راغوښتل، موږ دواړو ته به يې تر ټولو ښې جامې رانيولې.
يوه ورځ مې ليدا زياته خوشحاله وليده، زما ذهن هم د هيلو په سندريزو وږمو ډك شو، لكه يو څوك چې له يوې لويې بلا څخه ژغورل شوى وي، د خپلې خوښۍ او خوابدۍ كيسه مې په غموونكو او خوشحالوونكو سندرو كې پيل كړه. زموږ د كوټې مخامخ كړكۍ پرانيستل شوه، ومې ليدل چې د پردې تر شا دوه تنه ولاړ دي او زما سندرو ته يې غوږ نيولى. څومره چې توانېدم خپل اواز مې غموونكى كړ، چې هغه دوه كسان مې د زړه له حاله خبر شي او زما لپاره دعا وكړي.
يو څه شېبه وروسته يوه بله كړكۍ پرانيستل شوه او يوې سپين سرې ترې سر راوايست، زما سندرو ته غوږ_ غوږ شوه، ليدا ناڅاپه اوچته شوه او په داسې حال كې چې كړكۍ يې په زوره تړله، هغې سپين سرې ته يې ښكنځل وكړل، ما د خجالت او شرم له كبله په دواړو لاسونو خپل مخ پټ كړ.
ليدا چغې كړې:
"مخ دې مه پټوه، كه پر هغې فاحشې دې زړه سوځي، ولې ناست يې، ورشه تا ته انتظار باسي، ما ونه ليدل چې تاسو يو بل ته اشارې وكړې؟ او پخه ژمنه مو سره وكړه؟".
هغه ورځ يې دومره وژړل، چغې او انګولا يې وكړه چې سارى يې نه درلود. وروسته پرېكړه پر دې وشوه چې تر دې وروسته به سندرې نه وايم.
يوه ورځ يې خبر كړم چې پيسې خلاصې شوي او د بيا ستنېدو لپاره د الوتكې د ټكټ رانيولو لپاره يوه انه هم نه لرو. يانې د يوه كال پيسې مو په دوو مياشتو كې مصرف كړې وې، د ژوند او زده كړې لپاره نورې پيسې نه وې پاتې. د ژوند پر پاڼه مې د هيلو څپې ړنګې شوې، تر دې وروسته په ماته بېړۍ كې سپاره وو او نه پوهېدم چې چېرې مو وړي، په لاره كې يې د ماتېدو امكان زيات و!
عجيبه دا چې د دې خبر په اورېدو او د دغې وېروونكې منظرې په ليدو زيات خوښ شوم، ځكه راته ښكارېدل چې كه راروان وخت هر څومره كړاوجن وي، ليدا به هومره بوخته كړي او كېدى شي په دې توګه يې د بدګومانۍ او حسادت بلا له سره ليرې شي.
ومې خندل او ومې ويل:
"هغه وخت له ژونده وېرېږم چې ته راسره مينه ونه لرې، كه نورې بدمرغۍ د غرونو په اندازه هم وي ما نه وېروي".
په غېږ كې راولوېده او هغه سوځنده مينه مو بيا له سره پيل كړه.
ويې ويل:
"كه ته راباندې ګران ونه اوسې، زه ځان وژنمه، كه ته له بل چا سره لاړ شې، زه به مړه شمه، خو څه وكړم چې پر دغو رقيبانو مې زور نه رسېږي..."


  
خپل ښار ته راستانه شوو، د ژوند تېرولو لپاره مو د هنري تابلوګانو او د كور د سامانونو په پلورلو پيل وكړ. لاسته راغلې پيسې به د سېل غوندې د ليدا لاس ته تلې، خو زه په دې هيله وم چې ژر به له كومې ستونزې سره مخ شو او د ژوند وضعه به مو رابدله كړي.
يوه ورځ يې راته وويل:
"لاړ شه له هغه دكان څخه ډوډۍ راوړه".
لاړم او ډوډۍ مې رانيوله. ومې پوښتله:
"ولې دې هغه دكان ته ولېږلم، دلته نژدې خو هم يوه نانوايي وه؟".
يوه ترخه خندا يې وكړه او ويې ويل:
"خوند دې واخيست؟ يار دې ښكلى و؟".
ومې پوښتل:
"كوم يار؟".
_"هغه ډوډۍ پلورونكې سپين سرې... ګومان كوې چې زه دې نه وينم، تا هغې ته تر سترګو لاندې په عاشقانه نظر كتل!".
پرځمكه كښېناسته او دواړه زنګنونه يې په غېږ كې ونيول. په ژړا يې پيل وكړ:
"اى خدايه! دې سړي ته عقل وركړه، زه په دې ښكلا او ځوانۍ سره څه عيب لرم، چې خاوند مې په سپين سرو پسې ځي!".
ما هم پر خپل بد قسمت ژړل او تندى مې ټكاوه. دغه حالت يو ساعت روان و، وروسته دواړه غلي شوو.
د نيستۍ او بدمرغۍ راروان بهير د دې پر ځاى چې ليدا له بېځايه خيالونو راوګرځوي، لا كم حوصله شوې وه، تر پخوا يې زياته لانجه كوله، كله چې به يې موضوع لاسته ورنغله، تېرې پېښې به يې پلمه كولې.
د ساري په توګه، ويل به يې:
"زما نه هېگرېږي، تا هغه ورځ په هغه پلورنځي كې هغې نجلۍ ته څومره عاشقانه نظر كاوه، زما په ياد دي په پلاني ښار كې دې چې له هغې سپين سرې څخه مېوه رانيوله، زړه يې درنه يووړ..."
كله چې مې غوښتل د شتو او ژوند په اړه ورسره خبرې وكړم، نو نارې به يې كړې:
"زه له راتلونكي او غريبۍ څخه وېره نه لرمه، هيله او راتلونكى ما ته مرګ دى، ستا په دې شهوتناك طبيعت سره زما دارو يوازې مرګ دى".
كله_ كله به چې په دې غوغا ستړى كېدم، ځان به مې د ليدا له لاسه خوشې كاوه او د لېونو غوندې به مې كوڅو او واټونو ته منډه كړه. په زړه كې به مې پر لارويانو غږ كاوه چې:
"اى خلكو! د خداى لپاره پر ما ورحمېږئ، زما لاسنيوى وكړئ، زه په يوازې ځان د دې لويې بلا حريف يم... څنګه بلا او څنګه بې درمله درد، چې په نشتوالي كې يې ما ته ژوند تر هرې شكنجې سخت تمامېده!".
داسې راته ښكارېدل لكه د جنت په بڼ كې چې د حورې په غېږ كې يم، خو ناڅاپه يو دېو راځي او زما د حورې پر ځاى كښېني. نه مې د ليدا د جمال له بڼ څخه د تېښتې همت درلود، نه د دې ځواك چې هغه دېو بېرته په پرښتې بدل كړم.
كه څه هم په راروانو شپو كې له يو بله بېل نه وو، خو زموږ تر منځ يو رود پروت و چې سره ليرې كړي يې وو، داسې وېروونكى او توپاني سيند چې يوازې ترې د ډوبېدو تمه كېده، دغه سيند دومره سركښه و، چې د مين په وينو لژند او د بېرحمو خلكو تر كاڼي كلك زړونه به يې يو ډول ډوبول!
په تورو شپو كې به اوچتېدم، په غلو چغو او كريږو به مې خپله ټوله مينه، عجز او زارۍ د ليدا پښو ته اچولې، خو له بده مرغه هغه به ويده وه او نه به يې اورېدې، ګنې د مينې دغه ډالۍ به يې تر پښو لاندې نه خاورې كېدې.
كله به مې څراغ بلاوه، چې خپل خونخواره دښمن ووينم، هغه زندن څاروونكى چې زه يې د مينې په زنځير تړلى يم. كله چې به مې هغه سپوږمۍ غوندې تندى، تورې وروزې او شونډې ليدې، نو هغه لاسونه به مې ښكلول چې زه يې ځورولم.
كله چې به مې ليدله په خوب كې نارې وهي او ماتې_ ماتې خبرې كوي، نو پر ځان به مې لعنت وايه او ځان مې ملامتاوه چې دغه جنتي مرغه مې ولې د خپل حُسن په دام له غريبۍ سره لاس وګرېوان كړې! ښايي د هغې دا خوابدي له دې كبله وي چې زه ورته د مېچل غوندې د ژوند اسباب نه شم برابرولاى.
ځان ته به مې ويل:
"كه ته شتمن واى، دومره پلمې به يې نه كولې..."
وبخښئ دغه خبرې زه ځان ته كوم، تر هغه وخته چې چا هغه حال او وضعه نه وي ليدلې، نه پوهېږې زه څه وايم. كله چې به له كورنۍ جګړې څخه ستړى كېدم، د لېونو غوندې به له كوره تښتېدم او خپلې مور ته به مې پناه وړله. د هغې قبر به مې مچاوه او ژړل به مې ورته:
"اى مورې! ولې لاړې او زه دې يوازې پرېښودم؟ چيرې يې چې زما د حال په ليدو راته وژاړې، اوچته شه او پناه راكړه، پرېږده چې ستا تر څنګ ويده شم، تر اوسه دومره د مور غېږ ته نه وم محتاج شوى.
اى مورې! تا رښتينى لوى كړم، راشه واوره او وګوره چې هره ورځ د درواغو تور راباندې لګول كېږي!... تا مينه، نېكي او وفار رازده كړ، راشه وګوره چې ما تر ټولو بېوفا او بد ګڼي!... تا راته وقار، نارينتوب او شرافت وښود، راشه وګوره چې تر هر بدكاره سړي سرټيټى او پست يم، ټولې ښكنځلې او ترخې خبرې پر ځان منم!.. زه د دې خبرو وړ يم، ځكه چې ولې پر خپل ښايست، مست، خو شيطاني صورت باندې غره وم، ستا عقلاني او اسماني لارښوونه مې عملي نه كړه..."
كله چې به د مادلن دوى كره تلم، زنګ به مې واهه او په تمه به وم چې د دروازې پر سر، وړه كړكۍ به خلاصه شي او د مادلن غږ، همدغه راز ساه بخښونكى نظر به راباندې لګېږي، خو هغه كړكۍ به نه راته پرانيستل كېده، خو د مادلن غږ به مې اورېد چې ويل به يې:
"لاړ شه! تا د مينې دغه ځاله ورانه كړه او د دې ځالې مرغۍ دې وشړله، د مينې او نېكمرغۍ دغه ور دې بند كړ.
نور نو له تشې ځالې او بې زړه مرغۍ څخه څه غواړې!... د هغې هغه ليك به مې لوسته چې پټ كړى مې و. هره جمله به داسې راباندې لګېده، لكه غمچينه (قمچينه)، پخوا به د هغې له كوره په فاتحانه او مغرورانه انداز وتلم، خو كور ته به له شكايت څخه ډك ستنېدم.
څنګه كور! دا خو هغه قفس دى چې يوه وږې زمرۍ په كې خپل ښكار ته لار څاري!
كور ته به د ستنېدو په وخت كې دا وېره راسره وه، چې ليدا به د جګړې او شخړې لپاره كومه پلمه جوړه كړې وي او زه به تر كومه حده د چوپتيا حوصله ولرم؟ لكه يو ټنبل زده كوونكى چې ښوونځي ته ځي، په لاره كې به مې هسې ځنډ كاوه. د ورځپاڼه پلورونكې په پلورنځي كې به ودرېدم او د ورځپاڼو كرښې به مې لوستلې.
يوه ورځ مې د يوې ورځپاڼې پر ټنډه د يوې ښځې پر عكس سترګې ولګېدې چې راته اشنا وبرېښېده، ورځپاڼه مې رانيوله او ومې لوسته، څرګنده شوه چې د عكس خاونده د "دافنه" په مستعار نوم معرفي شوې، هغې يو كتاب ليكلى چې موضوع يې د پېغلو نجونو "خامې مينې" ده.
ليكوالې ته ښه ځير شوم، ومې ليدل هغې نجلۍ ته ورته ده چې په ښوونځي كې يې راسره مينه كوله. هو! داسې ښكارېده لكه هلن.... هغه ښكلې نجلۍ چې د ګل غوندې مې رقيب ته وړاندې كړه!...
لكه ځمكه چې وچوي او زه په كې ننوځم، دا چې د دنيا ټولې ښېګڼې مې له لاسه وتلې وې، ګنګس وم. نه پوهېږم دغه حالت تر كومه وخته روان و، يو وخت ځير شوم چې څوك مې مخې ته ولاړ دى او خبرې راسره كوي، ترور مې وه.
دغه ترور مې تر خپلو دوو خويندو مشره ده، خو واده يې نه دى كړى او خپل عمر يې په ښو كارونو كې تېر كړى. له پلار څخه يوڅه ميراث ور پاتې شوى، په هماغه ګوزاره كوي، خپل معاش د ستاينې وړ، يا داسې نجونو ته وركوي، چې هېواد يا خپل ښار ته يې كوم خدمت ترسره كړى وي، يا يې خپلو وړو خويندو يا وروڼو ته.
يو كال به كېده چې يو بل مو نه وو سره ليدلي. زما پوښتنه يې وكړه، چې رنګ مې ولې ژېړ دى؟ كه كوم غم لرم ورته ويې وايم.
لكه خپله مور مې چې موندلې وي، د سينې توپاني سمندر مې په غړمبېدو شو، ومې ويل او ومې ويل، ومې ژړل، شكايت مې وكړ او څومره كړاوونه مې چې يادېدل ورته ويل.
مثلاً راپه زړه شول چې ليدا ويلي وو:
"په دوولسو ورځو كې مو ټولې پيسې خلاصېږي او د خرڅلاو لپاره يوازې دوه شيان پاتې دي".
ياد مې شول چې غوښتل مې ليدا وپوښتم دومره زياتې پيسې ولې مصرفوي؟ هر څومره پيسې مې چې پيدا كولې، ژر راڅخه تلې!...
يو وار مې په ياد شول چې په عمومې بڼ كې پر څوكۍ باندې د خپلې ترور څنګ ته ناست يم، لاسونه او مخ مې په اوښكو لوند دي! هغې هم ژړلي وو. اوچت شوم، زما سر يې په دواړو لاسونو ونيو او ښكل يې كړم، ويې ويل:
"ته پوهېږې چې پر خپل ښايست باندې غرور لويه ګناه ده؟ بايد خداى ته زارۍ وكړې چې له ګناه څخه دې تېر شي".
هغه لاړه خو زه تر ډېره وخته هملته ناست وم، د ورځپاڼې پر ټڼده مې د هلن عكس ته كتل او د پښېمانۍ له كبله ځورېدم.

  
درې ورځې وروسته مې راته ترور ټليفون وكړ چې په پلاني ساعت، پلاني ځاى ته ورشم.
لاړم موسكۍ او خوشحاله وه.
ويې ويل:
"تا ته يو ښه خبر لرم، پرون مې ستا د اكا زوى مېچل وليد، ستا خبره راغله ما ستا ټول حال ورته ووايه، ورته ومې ويل چې ويليام د ليدا د بايللو له كبله زيات پښېمانه دى. البته دروغ به مې نه وي ويلي، اّيا ته غواړې چې ليدا بيا ونه وينې؟"
ومې ويل:
"خداى دې نه كړي، زما لپاره دا هيله ناشونې ده..."
زياته يې كړه:
"څومره باوفا او كلك يې، كاشكې ټول نارينه ستا غوندې وي.... پرېږده چې خپلې خبرې درته وكړم. كله چې مېچل ستا په اړه زما خبرې واورېدې، اول يې خندل، لكه ستا پر بد حال چې خوشحاله وي، خو كله چې مې وويل پيسې نه لري، يو څه فكر يې وكړ بيا يې چك له جېبه وايست او ستا په نوم يې دغه چك لاسليك كړ. راته ويې ويل: دا ويليام ته وركړه او ووايه چې د دغه پور په اخيستو كې بيړه نه كوم، كله چې انجنير شوې او معاش دې پيداكړ، بيا يې راكړه. اوس نو ته يو رسيد راكړه او چك واخله ".
رسيد مې وركړ او چك مې واخيست. مېچل ته مې يو تود او له مهربانۍ څخه ډك پيغام ولېگږه. سبا ته مې هغه ټولې پيسې ليدا ته وركړې، ومې ويل:
"د ښوونځي له يوه ملګري څخه مې پور كړې".
هېڅ يې هم ونه ويل، اّن د رضايت موسكا يې هم ونه كړه، پوه شوم چې د مفلسۍ له كبله يې د شكايت لپاره پلمه له لاسه ووته. نو ځكه خوابدې شوه.
له ليدا سره به تر ټولو لوكسو او ګرانبيه هوټلونو ته تلم. د دې لپاره چې هغه راضي او خوشحاله وي، هېگڅ مې هم نه ويل. سره له دې چې ډېر به متوجه وم پر كومې ښځې مې نظر ونه لګېږي، خو بيا به هم شپه و ورځ دعوې او شخړې روانې وې.
د ډاډ يوازېنۍ وسيله مې هغه داستان و، چې هلن په ورځپاڼه كې پيل كړى و، لوسته به مې او هر ځل به راته څرګندېده چې د داستان سرچينه زما، هلن او فيليپ كيسه ده. د داستان اخلاقي پايله داسې ده چې:
"په پسرلي كې ژوند او د ځوانانو په وجود كې د مينې اغېز داسې توپان دى چې پر سيند تېرېږي، اخر كښېني او له ياده وځي. خو پر پېغلو نجونو د مينې داغ داسې دى لكه د خسو يوې كوټې ته چې اور ورسېږي.
هلكان په مينې لوبې، خو نجونې په مينه ژوند كوي...."

  
تر يوې مياشتې او څو ورځو وروسته داستان پايته ورسېد. د ورځپاڼې ادارې ته لاړم، چې د ليكوالې د كور پته ځنې واخلم، له ذوق، شرم او شك څخه په ډك حالت د هلن د كور خوا ته روان شوم. يوه شېبه به مې مكان او زمان هېراوه، ځان او هلن به مې هماغسې واړه ليدل چې په ښوونځي كې به مو سره لوبې كولې او نڅېدو به. زما په ذهن كې به هماغه فكرونه او احساسات راژوندي كېدل، د ماشومتوب هماغه خبرې مې خولې ته راتلې، ستونى به مې ډك _ ډك شو. خو بله شېبه به بگېرته حقيقت ته ځير شوم، سوړ اسوېلى به مې تر خولې ووت: ليدل مې چې وخت او پېښو، زموږ صورت، سيرت او خيالونه بدل كړي، زه اوس هغه نه يم چې وم، نه هغه، پخوانۍ هلن ده... خو ما يوې هلن ته اړتيا درلوده، د ليدا له ستم څخه مې بايد يوې ته پناه وړلاى. هلن كه هر څوك وه او ده، بله چاره مې نه درلوده....
هو! ليدا ته د خيانت پر لاره تلم، د شرم له كبله مې سر سينې ته راځوړند و، د دې لپاره چې ځان ارام كړم، يو څه وخت مې ضايع كړ او لاره مې بدله كړه. اّخر د كور دروازې ته ورسېدم، په لړزاند لاس مې د وره زنګ وواهه، منتظر شوم، خو ور خلاص نه شو. بيا مې زنګ كښېكاږه، بيا هم څوك را نغى. زړه مې هوسا شو، غوښتل مې بېرته ستون شم، چې د وره د پرانيستل كېدو اواز اوچت شو او يو سر ترې راووت. هلن مې په هغه حال كې ونه پېژندله، دومره خيرنه- پيرنه او نامنظمه وه چې زما زړه ورباندې وسو.
سلام مې وركړ او ومې ويل:
"وبخښئ ستاسو د داستان سرچينه هغه كسان دي چې زه يې پېژنم او كه نور خلك؟".
پرته له دې چې ما ته وګوري ويې ويل:
"وبخښئ زه اوس په كار لګيا يمه، دا ځواب اوس نه شم دركولاى".
اّواز او كتل د هلن وو، خو زه بېحركته پاتې وم، د ويلو لپاره مې كوم تورى نه شو موندلاى. غوښتل يې ور بند كړي.
ومې ويل:
"زما ګرانې هلن! ويليام نه پېژنې؟".
يوه شېبه راته ځير شوه، د دې لپاره چې ونه لوېږي، يو لاس يې په دروازه ټينګ كړ، بل لاس يې تندي ته يووړ. يوه شېبه همداسې وه، د دروازې يوه پله يې خلاصه كړه او په لړزانده غږ يې وويل:
"ولې تر دومره ځنډ وروسته راغلې؟ ولې راغلې او زما هوسايي دې راخرابه كړه!".
ومې ويل:
"كه اجازه وي زه به لاړ شم، خو نه لاړم هملته ولاړ وم".
كرار يې وويل:
"راځه پاس راوخېژه!".
يوې داسې خونې ته ننوتو چې د يوه سپين ږيري پوه لپاره ښايېگده، نه يوې ځوانې ښځې ته؛ هره خوا پر مېز، څوكۍ، كټ او فرش باندې كتابونه او كاغذونه ګډوډ پراته وو، پر دېوالونو د ادب او پوهې د نامتو كسانو عكسونه راځوړند وو. ما ته يې ځاى راوښود، كښېناستم. خو هغې نه شواى كولاى كښېني: دومره خپه او اندېښمنه وه چې ما ته يې نه كتل، ځان به يې په مېز او چوكۍ تكيه كاوه، چې ونه لوېږي، ومې ويل:
"زه راغلم زارۍ درته وكړم، چې ومې بخښې".
يو وار يې راوكتل او بېواكه كښېناسته، سر يې كښته ونيو، له هماغه يوه كاته څخه وپوهېدم چې ويې ويل:
"ته تر دې د زيات ځور او كړاو وړ يې، ځكه چې د ليدا لاس خوشې كوې. وګوره ستا له لاسه زما د صورت ګلپاڼه څنګه مړاوې شوې! وګوره هغه ګل چې د ژوند له ګلبڼ څخه دې وشكاوه او د بل چا پښو ته دې واچاوه، اوس څومره مړاوى شوى!".
ومې ويل:
"په خداى په ناپوهۍ كې مې درسره ظلم وكړ".
سر يې رااوچت كړ، لكه يوه مور چې خپل ګناهكاره ماشوم وبخښي، پر ما يې له سترګو د مينې رڼا اورېده. څېره يې هغو نارينه وو ته ورته وه چې بدمرغيو او كړاوونو ډېر ځپلي او كوټلي وي، خو اّخر يې پر درد او كړاو برى موندلى وي، غمجنه، درنه او سنګينه وه. لكه هغه شاعر چې ناڅاپه يې خپل ځان هېر كړى وي او د خپلې خيالي معشوقې لپاره د خپلې اروا په سينګارولو لاس پورې كړي، په بدن كې يې يو ځاى هم د سينګار نخښه نه ښكارېده.
په هماغه نرم غږ او نيم پرانيستي نظر يې، چې د ښوونځي له وخته ورسره اشنا وم، وويل:
"هو! تا په ناپامۍ كې پر ما اور ولګاوه او لاړې، خو زه دې ټول عمر په سوز، كړاو او غم كې يوازې پرېښودم... څومره زارۍ مې وكړې چې د مينې د خداى زړه راباندې ورحمېد او ما ته يې راپه زړه كړې چې دروني اور د قلم په ژبه پر كاغذ انځور كړم، هر څه چې په زړه كې لرم ويې وايم، چې نور خلك يې واوري، ويې وايي او د دغه رنځ د بار په وړلو كې راسره مرسته او همكاري وكړي. لومړى چې غوښتل چې دغه مينه او سوز له خپلې خوا وليكم، خو كله چې مې په ليكلو لاس پورې كړ، ومې ليدل كه ووايم چې دا دردونه او ستونزې يوازې ما ګاللي، دا زه يمه چې ژړا او زارۍ كومه او همدرد غواړمه، نو ما ويل خلك به مې لېونۍ وبولي، څوك به مې خبره نه اوري، ځكه چې خلك له راڼه حقيقت څخه تښتي، يوه خبره، فكر او حال هم د درواغو له جامو پرته نه مني، د ناچارۍ له كبله له ځانه بېله شومه، په مستعار يا بدل نوم مې ليكل پيل كړل، هر څه مې ليكل، داسې مې انګېرل لكه خپل قلم مې چې نشتر وي او پر خپل زړه يې ښخوم. د دغه برخليك تر ليكلو وروسته، ستا له غم او مينې سره دومره بلده شومه، چې له هغو پرته به مې بل همدرد او همراز نه غوښته.... زما دغه خوشحاله ژوند دې ولې خراب كړ؟.. ولې راغلې؟ "
تر سترګو يې دوې ګرانبيه مرغلرې پر باړخو تويې شوې، كله چې ما هيله وكړه، هغه دوې مرغلرې غلا كړم، د هغې د خاطر د توپان ننداره په كې وكړم، لمن ته يې وښويېدې.
اسوېلى يې وكېښ او ويې ويل:
"هو! ما د خپل زړه خبرې وليكلې، له ما سره ډېر راڼه احساسات، فكرونه او شعرونه وو، خو قلم يې د ليكلو توان نه درلود، ټول مې له اسوېليو او چغو سره يو ځاى هوا ته خپاره شول او بېځايه لاړل! ومې ليكل، خو څه وكړم چې لوستونكي مې د ځان په غم اخته دي او د بل چا د زړه په حال نه پوهېږي. څومره ښه دې وكړل چې زما داستان دې ولوست، ما دغه داستان تا ته وليكه، له تا سره غږېدمه او تا ته مې ليكه، كه مې د خپل زړه حال نه شو ليكلاى، تا به بيا هم هغه ليكنې لوستلې، كه دغه داستان ستا تر ګوتو نه رسېداى او نه دې لوست، باور مې درلود چې ستا اروا به يې لولي، ځكه هغه تل له ما سره وه. هر څه چې به مې ليكه يا مې په زړه كې تېرېده او ما نه شواى كولاى ويې ليكم، ستا اروا به لوستل، له ما سره به يې همدردي كوله. څومره خوږ غم او خوندور حالت مې درلود، بيا ولې راغلې؟..."
ومې ويل:
" ته هم زما په حال خبره شه او ځان خبر كړه، هغه كاڼي زړه چې ستا زړه يې درمات كړ او لاړ، څومره غمونه او مصيبتونه وګالل".
هغه توره ورېځ چې زما په ذهن كې څرخېده او وخت ته يې لار څارله، دغم سېل شو او د هلن لمن ته توى شوه... د خپل زړه ټولې خبرې مې له پردې پرته د مادلن له پېښو نيولې، د مور تر مړېني او د ليدا د بدګومانۍ او حسادت له كبله مې د زړه په كور كې تر بل شوي اوره پورې دا ټولې خبرې ورته وكړې. د هلن په مخ كې د غم او وحشت په ليدو وپوهېدم، چې زما برخليك تر هغې زيات دردوونكى او غموونكى دى.
هلن په پر له پسې ډول سترګو ته دسمال نيوه او د اوښكو د تويېگدو مخنيوى يې كاوه.
د هغې په څېره كې مې مادلن وليده چې ما ته يې ژړل. مور مې وليده چې زما پر حال يې كريږې كښلې...
ومې ويل:
"دا رښتيا ده؟ پر دې دومره ستم سربېره بيا هم راسره مينه لرې او پر ما دې زړه سوځي؟".
هېڅ يې هم ونه ويل، لاندې يې كتل او لمن ته يې د اوښكو څاڅكي تويېدل.
لكه ورك شوى ماشوم چې خپله مور يې پيداكړې وي، بېواكه مې د هغې زنګنونه په غېږ كې ونيول او ژړل مې ورته. اوږده وېښتان يې نور هم راكښته شول او زما اننګي يې ښكلول. د مينې اوښكې يې زما پر مخ وڅڅېدې چې اوږدمهالې تنده يې راماته كړه.
په غلي او ستړي غږ يې وويل:
"ولې راغلې او زه دې له دغې خوږې اشتباه څخه رابهره كړم! ما ګومان كاوه چې ليكل او نړۍ ته د زړه راز ويل به د معشوق ځاى ډك كړي! ته راغلې، خو اوس وپوهېدمه چې ته مې يو درد هم نه شې دوا كولاى. وپوهېدمه چې په چغو، ژړا او كريږو سره د ټپ درد نه كرارېږي. ته مې وليدې، نو يقين مې وكړ چې هېڅ ښه صورت، فكر، فلسفه او شعر به ستا ځاى ونه نيسي، تر اوسه مې يو درد درلود، نور زغم مې له لاسه وركړى و، تر دې وروسته به ستا له غم سره څه كوم! كاشكې د غم تر بار لاندې مړه كېداى، په دې شرط چې ته مې له دې باره ژغورلاى شواى".
نه پوهېږم په دغو خبرو كې څه جادو پټ و، چې زما ټول غمونه او دردونه يې راڅخه واخيستل. دا څه سحر و چې د هلن مخ راته تر سپوږمۍ هم نوراني ښكاره شو. ليدل مې چې په هغه كتابتون كې د نړۍ ستر پوهان زما په ملاتړ ولاړ دي.
ومې ويل:
"ستا په شتون كې زه كوم غم نه لرم، ته وا دا غمونه د دې لپاره وو چې د دغو خوښيو په قدر پوه شم".
سر مې د هغې په لمن كې ايښى و او اوښكې مې تويولې. د هغې ګوتو زما په وېښتانو كې د مينې كومه وركه لټوله، موږ دواړو ژړل او رازونه مو سره ويل. داسې خبرې مو كولې چې يوازې يې په هغه حال كې ځانګړې مانا لرله. ناڅاپه ووېرېدم، چې اوس مې له دغه كوره په زوره ونه شړي.
ومې ويل:
"كاشكې زه د دغو كتابونو غوندې په دې كور كې پروت واى، ته او خداى ما له دې ځايه مه شړه. له خپل سيوري څخه مې مه بې برخې كوه."
ويې ويل:
"ته زما د وجود څراغ يې، له تا پرته زما د زړه كور تياره او وېروونكى و، اوس چې راغلې، زه دې له وېرې، غم او يوازېتوب څخه وژغورلم، كه دا ځل خپل څراغ له لاسه وركړم، له سترګو څخه به مې رڼا او له بدن څخه به مې اروا كډه شي..."
زما ستړې او نهيلې اروا به هره ورځ د ليدا له لاسه نوى ګوزار ليده او لا به خوارېده. اوس د دې زېگري په اورېدو سره نور هم راژوندى شوم، كله چې هلن زه د خپل وجود څراغ وبللم، د بدن ذرې مې په نڅېدو شوې. ما خو د ليدا له خولې د ملامتۍ او ترخو خبرو بل څه نه اورېده. هره ورځ به مې د ګناهونو بار لا درنېده. له هلن څخه مې واورېدل، چې راته ويې ويل:
"ته يو روڼ څراغ يې چې كومه ګناه نه لرې ".
خپل سوى بدن مې د مينې نسيم ته وسپاره، سر تر پښو غوږ_ غوږ شوم. خو هلن هېر كړم، داسې ښكارېدل لكه له خپل پخواني مين سره يې چې له كلونو_ كلونو راهيسې سره مينه كړې وي او اوس په مينې بوخته ده، يا هم په خبرو اخته ده. يوه ناڅرګند لوري ته يې وكتل او ويې ويل:
"هغه وخت چې په ښوونځي كې وو، ما ليدل چې زما له اوږدو وېښتانو سره دې زياته مينه وه، ما به هره ورځ په ډېر شوق سره ږمونځول، زړه مې غوښتل هره ورځ درته د وېښتو نوې څپه جوړه كړم، پوهېدم چې زما د لاسونو سپينوالى او د ګوتو سينګار دې زيات خوښېده، ما به خيرنو كارونو ته په دې

بل مخ