سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ

دغې د زړه خوالې، له ځانپالنې او بې عقلۍ څخه سرچينه اخيسته، دغو خبرو د ليدا په ذهن كې ځاى نيوه. كله_ كله به ما ته راتله او ويل به يې:
"مورجانې! وېرېږم چې زما د خوښې ځوان هم زما د ښكلا په قدر ونه پوهېگږي، تر ما يوه بله بدرنګه غوره ونه ګڼي او راڅخه لاړ نه شي، بيا به څه كوم!..."
يوه شپه له خوبه اوچته شوه، چغه يې كړه:
"مورې! هغه ځوان چې ما خوښ كړى، يوه بدرنګه يې تر ما ښه وګڼله، مه پرېږده مېړه مې هغې ته ګوري، يوه توره پرده يې په سترګو واچوه... ړوند يې كړه.."
زه په ځانغوښتنې او لېونتوب اخته ومه، زه بايد د خپلې لور په خوب پوهېداى، چې هغه په يوه ډول لېونتوب اخته ده، همدغه بد فكر به يې بدمرغۍ ته وركاږي. كه زه لېونۍ نه واى، د خپلې ګرانې لور زړه او ذهن به مې په هغو خطرناكو او زيانرسوونكو خبرو نه زهرجن كولاى، سالم فكر به مې وركاوه. ما بايد ورته ويلاى، تا چې څه خبرې اورېدلي، ټولې د ځانغوښتنې او پر ښكلا باندې د غرور او ناپوهۍ څرګندويي كوي، ټولې هېرې كړه او غوږ شه:
كه له ښكلا سره مهرباني، نرم چلند او خوږه ژبه ملګرې نه وي، هغه انځور ته ورته ده، چې معنويت په كې لږ وي.
كه ښكلى انسان ځانته متوجه وي او خپل ښايست يې هېر نه شي، پر خپل ښايست بيه كښېږدي، دا ځانپلورنه ده چې نن يا سبا يې بازار ماتېږي، كه څوك، ځانښود، ځانپاله، مغرور او بدګومانه وي، هغه ښكلى مار يا بل ځناور دى، چې پنجې اوغاښونه يې د زړونو په وينو لړلي دي، څومره وينې چې يې تويې كړې، هغه دغه وينه د روزګار له سترګو او زړه څخه بهوي!...
ما بايد ورته څرګندولاى چې د نېكمرغۍ اصلي لامل مينه، ښه چلند او عقل دى، چې دغه شيان ښكلا زياتوي، خو كه ښكلا د كور د خرابوالي لامل شي، بايد ليرې وغورځول شي.
هغه مور چې د خپل غرور او ناپوهۍ له كبله يې خپل كور وران كړى، پرته له دې چې د خپل اولاد ورځ په غم ولړي، بل څه نه شي كولاى.
زما بدمرغه ليدا، زموږ كره د غوسو، لانجو كركو او بدبينيو شاهده ده، له ما څخه يې له ځان ستاينې او بدګومانۍ پرته بل درس نه دى زده كړى... په خداى هغه هېڅ ګناه نه لري، د خلكو ګناهونه بايد د هغوى په مشرانو پسې وليكل شي. كه ما خپل ماشوم ته د مينې، ادب، ښه خوى او قربانۍ درس وركولاى، د دې پر ځاى چې يوه بېشعوره نانځكه ترې جوړه كړمه، د فكر او زړه خاوند انسان غوندې به مې روزلاى، د هغې په لاس مې څو كسان بدمرغه كړل.... هو! د دغو بدمرغيو اصلي لامل زه يمه. ما بايد زندان ته واچوئ...
اى ميندو! زما له بدمرغۍ څخه پند واخلئ. خپل ماشومان نېكمرغئ ته چمتو كړئ... "
  
د ليدا د دفاع وار راورسېد. په كمزوري او ژړغوني غږ يې وويل:
"ما بايد ابدي زندان ته واچوئ، بايد په دار مې وځړوئ. زما ګناه د بخښلو وړ نه ده، كه ازاده مې كړئ زه خپل ځان وژنمه... يا دې ويليام ما د خپلې مزدورې په توګه ومني، چې د خپل جنايت سزا ووينمه، په دې توګه به د خجالت، شرم او حسرت په اور كې وسوځمه...."
  
زه اوچت شوم:
"ښاغلو او اّغلو! اى هغو خلكو چې د ټولنې مشري كوئ او د زړو دردونه كراروئ! دا خو روزګار زما سترګې تيارې كړې، تاسې زما ليدا ما ته راكړئ او زما د زړه څراغ بل كړئ..."

  
ګران لوستونكيه!
ليدا ازاده شوه، په ژړا او خوښۍ سره يې د ويليام لاس ونيو او خپل كور ته لاړل.
  
دا و د ليدا د حال بيان:
اوس له ما څخه غواړئ چې د ځان په اړه درته څه وليكم. زه قلم نه لرم او ليكوال نه يم. كه واى، كه مې كولاى شول د اروا په تياره كې د فكرونو وېروونكي صورت تاسو ته څرګند كړم. يا هم د حيرانۍ، پښېمانۍ او غم له كبله دغه سوز تاسو ته شرحه كړم، اوس به لاس په كار شوى واى.
مور مې زما د لېونتوب علت ووايه، زه به څه ووايم. هغه نجلۍ چې د ځان پرستش وكړي، هغه وجود چې د ځان معبود وي، خامخا له نورو څخه هم غواړي چې پرستش يې وكړي. زما له ماشومتوبه همدا كار و چې وګورم نن ښكلې يم كه پرون ښكلې ومه؟
دا جامې راسره ښې ښكاري كه نورې، اّيا كومې سترګې دغه ښېګڼې ويني، ايا كوم زړه په حسادت كې سوځي؟.
پر شعر او موسيقۍ مينه ومه، خو له ساز او اواز څخه به مې د خپل جمال ستاينه او د خپلو مينانو هيلې اورېدې، باور مې درلود، هغه څوك چې پر ما مينېږي، د شعر او موسيقۍ په همدې ژبه به له ما څخه د واده هيله كوي. خو؛ له بده مرغه ليدل مې چې يو ځوان هم دغه ډول زوروره او مينه ناكه ژبه نه لري!
كه كوم كتاب به مې لوست، نو ځان به مې د هغې مېرمنې پر ځاى احساساوه چې بېوفايي ورسره شوې وي، يا له بلې وجې له خپل خاوند څخه ځورېدلې وي. ما ته د راتلونكي په اړه پر سترګو تورې پردې درېدې.
زما د مور دا نصيحتونه به مې په ذهن كې ګرځېدل:
"ټول نارينه بې شعوره دي، د ښكلا او بدرنګۍ توپير نه شي كولاى..."
دغو خبرو د يوې سوزناكې سيمفوني غوندې ، چې پر يوه داستان څرخي، كله مستي زېږوي، كله شور، زما فكر پر خپلې ښكلا راګرځاوه. يوه شېبه به پر خپل ښايست، يوه ورځ به له خپلې ناكامۍ او كله به د خپلو ناڅرګندو رقيبانو له لاسه په جګړه او اندېښنه كې ومه.
لكه يو څاڅكى ترخه چې ډېر خواږه ترخوي، د ناكامۍ له وېرې مې ټولو ښكلاګانو او خوښيو، بدبينۍ او وحشت ته ځاى تش كړ، د مور غوندې مې له نارينه وو څخه وېرېدمه، خو بيا هم لكه يوه مرغۍ چې د افعي مار په خوله كې وي، له ناچارۍ مې د هغو په لومه كې ځان بنداوه، خو نه پوهېدمه چې ولې؟! زړه مې غوښتل له لويو خطرونو سره مخ شمه، د نارينه وو د بېوفايۍ او خيانت خوند وڅكم او له هغو سره په جګړه اخته شمه.
دوه درې واره مې كوژده وكړه، خو ټول مې د خپلې شكمنې اروا په مرسته وازمويل، زما ازموينه دا وه چې د هغوى د بېوفايۍ دليل پيدا كړم، ويې ځورومه چې راڅخه ونه تښتي.
كاشكې ويليام هم زما د لېونتوب له لومې څخه تښتېدلاى، خو تقدير نه غوښتل، هغه بايد زما څخه د ژغورنې لپاره خپلې دواړې سترګې بايللاى! كاشكې دغه پېښه سرچپه كېداى او ما خپلې سترګې له لاسه وركولاى...
له ميچل سره مې د كوژدې درې مياشتې تېرې شوي وې، خو مور مې راباندې ټينګار كاوه چې بايد له كوم شتمن كس سره واده وكړمه، خو ما ته مېچل بېوفا ښكارېده.
هغه شپه چې مې ويليام "د اروا جشن" نومي محفل كې وليد، نو باوري شوم چې دى تر مېچل زيات بېوفا او هوسناك دى، كه نور ښكلي په مېچل پسې روانېدل، ويليام په خپلې ښكلا او حُسن سره نور په ځان پسې راكښل. نو زه ولې مېچل ته ورتسليم شوم؟ ولې! ويليام څه ګناه كړې وه، چې زه يې بايد په يوه ديدن كې وټاكم؟ يانې د خپل وجود زنځير د هغه په غاړه كې واچوم او دومره يې بدمرغه كړم!!
اوس وپوهېدم، د جمال نعمت هغه ګناه ده چې سل ګناهونه ورسره تړلي دي.
هو! د ويليام ګناه ښكلا وه... داسې قد، اندام او صورت يې درلود چې ما يې په خوب او خيال كې هيله كوله. مخكې له دې چې دى راسره د واده تړون وكړي، زه يې ډېره لېواله او مينه واله ومه، كله چې مو واده سره وكړ، نو ما داسې ګومان كاوه دى چې څومره ښكلى دى، هومره بېوفا هم دى، ما داسې انګېرل چې زه نه شم كولاى له لاسه يې وركړم.
اى خدايه! ما څه ګناه كړې وه چې د ښكلا انتقام مې له ويليام څخه واخيست! هو! زما ګناه هم ښكلا ده... ما هم له ويليام څخه د غچ اخيستلو لپاره ملا وتړله، خو هغه پر ما بريالى شو: كه هغه بهرنۍ نړۍ تياره ويني، زه د خپل تياره زړه په ګوټ كې د پښېمانۍ او شرم له كبله وينې ژاړم.
هغه پاك، مظلوم او محبوب دى، خو زه ظالمه او ناوړه. هغه به د ټول عمر لپاره پر ما باندې حكومت او پاچايي كوي او زه به د شرم او ټېټوالي له كبله ټول عمر د هغه غلامه يمه. زه يې تر بلې هرې ورځې ښكلى وينم، خو هغه مې نه ويني، زما ښكلا به بېځايه ختمېږي.
موږ د مينې ازموينه وركړه، څرګنده شوه چې زه بلا يمه، خو هغه پرښته. له مينې پرته بل داسې محك او ازموينه نه شته چې انساني خوى او فطرت دې څرګند كړي. هغه څوك چې د پرښتې خوى او جوهر لري، د مينې له بټۍ څخه پاك او روڼ راوځي، خو هغه څوك چې د دېو او بلا خصلت لري، حسود، بدګومانه، بدغوښتونكى او دېو ډوله كېږي.
اوه ما سم ونه ويل، ځكه كه دېو هم د پرښتې په كچه له چا سره مينه وكړه، د دېوتوب خويونه پرېږدي، زه مينه نه ومه، زه ځانپرسته ومه او غوښتل مې چې خپل جمال د بل د جمال په بدل كې وپلورمه. غوښتل مې چې يو بل وجود د ځان د امر تابع كړم.
ما د هغه پر ښكلا، مهربانۍ، ښه خوى او سخاوت بسنه ونه كړه، ځكه ګومان مې كاوه چې زما د ښكلا په قدر پوهېگږي، ما اّن نه غوښتل چې سترګې يې بل چا ته واوړي!!.
كه مينه، موږ د نېكۍ، عدل او انصاف جنت ته بيايي، شهوت او ځانپالنه مو لېونتوب، ستم او بدمرغۍ ته هڅوي.
زما مور په محكمه كې زما په اړه وويل چې زما په وجود كې يې د ځانپالنې څومره تخم كرلى دى. هغه تخم راشين شو او زه يې لېونۍ كړمه. كه څه هم د بېوفايۍ او خيانت په نخښو پوهېدم، خو بيا به مې هم په وړه او نه خبره بدبينۍ، بدګومانۍ او شخړو ته لاس اچاوه...
خوب او خيالونه مې سره ګډ وو، په خوب او ويښتوب كې مې داسې ګومان كاوه چې ما ته يې طلاق راكړى او يوه سپين سرې يې خوښه كړې ده! ډېر ځل به له خوبه پاڅېدمه. كله به مې چې ليده په خپل كټ كې يوازې دى، بيا به مې هم باور نه راته، سترګې به مې بندې كړې او هغه سپين سرې به مې په ذهن كې انځوروله او د ځان پر ځاى به مې احساسوله، ټول بدن به مې د حسرت او درد په منګولو كې ذرې_ ذرې شو. زړه مې غوښتل څومره چې كولاى شم، بېوفا او ګناهګار يې وګڼم او زيات يې وځوروم.
خو يوه شكنجه مې هم د هغه لپاره وړ نه ګڼله، هڅه مې كوله د ځورونې او كړاو يوه نوې وسيله ورته ولټومه. خو يوه مرموز نصيحت كوونكي مې په ذهن كې ويل:
"كه په سترګو يې يوه توره پرده وغوړوې، د دومره رقيبانو له شره به خلاصه شې..."
د دې شيطاني خيال له كبله مې مخ په لاسونو پټاوه او چغه به مې كړه، لكه يو لوى- وېروونكى مار چې مې په غاړه كې تاو شوى وي او وايي: زه هغه رقيب يم، چې ويليام به درڅخه اخلم، ته نه يې خبره چې هغه اوس تر ښكلو بدرنګې خوښوي او زما سره زياته مينه لري! دا ګناه د هغه د سترګو ده چې ما ښكلى ويني، دغه سترګې تيارې كړه چې تورې بدرنګې ووينې...
هر فكر او بوختيا ته به مې چې پناه وړله، هغه مار به مې په غاړه كې تاو شو او ستونى به مې د كينې او ژړا په وجه ډك و، څو ځلې مې د ځانوژنې تكل هم وكړ، يا به مې غوښتل سفر وكړم، خو د بېلتون توان به مې نه درلود...
زه نه شم كولاى هغه وېروونكې او هولناكه شپه تاسو ته انځور كړم... اوښكې تويومه... رېږدمه... قلم مې له ګوتو ولوېد...
كله چې مې هغه شپه، هغه منظره وليده، لكه په خوب كې چې مې له كوم لوړ ځاى څخه ځان راغورځولى وي، راويښه شومه.
پر خپل لېونتوب او ناوړه كار باندې پوهه شومه، ژر مې روغتون خبر كړ او ځان مې پوليسو ته وسپاره. نور نو تاسې هم پوهېږئ چې څه وشول...

  
اى پرښته صفتې مادلن! اى ناكامې هلن! محكمې بېځايه ازاده كړمه. راشئ او له ما څخه غچ واخلئ، زما ګناه د بخښنې وړ نه ده، دا چې ژوندۍ يمه او له خپلو جنايتونو سره مخامخ يمه، هره ورځ به زر واره د شرم او پښېمانۍ له كبله مړه شمه، تر دې بله لويه ګناه شته؟ راشئ زه مو د زړه له كومې هركلى كوم.
سږنى دوبى مو په "دماوند" نومي ښار كې تېر كړ، بڼ مو ډېر لوى و، اوچت ډبرين دېوالونه يې لره.
هره ورځ به د ليكنې په پلمه د مېز شا ته كښېناستم، كاغذ او قلم به مې راوړ، خو؛ له مخامخ كړكۍ څخه چې د سهېل (جنوب) خوا ته خلاصېږي د ساز او اواز زمزمه، له كومې ترۍ خندا، د ماشومانو له شور ماشور سره مل زما زړه وي.
كله به د شمال خوا ته له پرانيستل كېدونكې كړكۍ څخه د پېغلو او زلميانو چغې اورېدل كېدې، دوى به د سمندر او مازيګرني لمر سيل ته راتلل. دغو چغو او شور ماشور به زرګونو فكرونه رااچول كله به مې ليدل چې په دې شور ماشور او غالمغال كې كار نه شم كولاى، نو د ختيځ د خوا كړكۍ به مې پرانيستله، چې له هغو اوازونو سره د چوغكو چغارى هم يو ځاى كړم او په هغه موسيقي كې ډوبه شم.
پر هغو سازونو، شور ماشور، چغو او خبرو اترو ډېره لږه پوهېدمه. خو د چوغكو په غالمغال او چغارو هېڅ نه پوهېدمه. نه پوهېږمه دوى ولې له يو بل څخه تښتي، يا كله سره يو ځاى راټولېږي.
ايا دوى كوم سياسي بحث لري او يا د خپلو شخصي غرضونو له مخې له يو بل سره جګړه كوي، موږ ولې د هغوى په ژبه او رمزونو نه پوهېږو؟ ايا دا ښه نه ده چې موږ ته د ټېټې مرحلې موجوداتو هر څه څرګند وي؟ خو نه! ماشوم د مشر د زړه په حال نه پوهېږي، نو مشر د ماشوم په حال خبر دى؟
كله چې به مازيګر شو، له شمالي بڼ څخه به ځوانان او له جنوبي بڼ څخه به سازغږوونكي راتلل، د ودانۍ په وړاندې به د حوض پر غاړه كښېناستل او هنګامه به يې جوړوله، سره ويل به يې، خندل به يې، زيات وخت به يې تر توندو خبرو- اترو وروسته له ما هيله كوله چې روغه يې وكړم. په هغو ځوانانو او پېغلو كې به ناصر او مينه زيات سره ورانېدل او شخړه به يې كوله، ناصر هوښيار او بااستعداده هنرمند دى، چې د هنرپوهنې په برخه كې به د هېواد وياړ وګټي، مينه هم يوه هنرپوهه نجلۍ ده چې د هنر په باريكيو ښه پوهېگږي. له ما سره يې زياته مرسته كړې ده.
هنرپوهنه تر هنرمندۍ كمه نه ده. ښايي هنرمند هنرپوه ته زياته اړتيا ولري، په دې شرط چې هنرمند وي.
نړۍ، طبيعت، ځمكه او اسمان له هنر څخه ډك دى. خو هلته چې هنر نه شته، څوك د هنرمند په كيسه كې نه وي.
خو زما پر روغې سربېره ناصر او مينه نه سره جوړېږي. تل زما قضاوت ناسم ګڼي او راڅخه خوابدي كېږي. بيا نو هغه نظر، چې د راڼه لمر غوندې ټول قانع كړي چېرې دى؟!
يوه ورځ چې موږ ټول چينې ته روان وو، لومړى بايد له يوې لويي ويالې څخه اوښتي واى، له ويالې څخه په اوښتلو كې به مشرانو له كشرانو سره مرسته كوله، ناصر د مينې لاس ونيو او دواړه واوښتل...
درې ورځې وروسته د ناصر مور و پلار ما ته راغلل، زما د خاله د لور (مينې) مركې ته راغلي وو، زما يادېږي، هغه ورځ چې ناصر د مينې لاس ونيو او له ويالې څخه اوښتل، يو دوې ثانيې يې لاس د هغه په لاس كې پاتې شو...
هغوى په مركه اخته وو، خو زه په دې فكر كې ومه، چې نه زه يوازې د چوغكو (مرغيو) په ژبه نه پوهېږمه، بلكې د ځوانانو او پېغلو په ژبه هم نه پوهېگږمه او نه ومه خبره چې هغو اختلافونو او لانجو څه مانا درلوده!...
زړه مې غوښتل چې يو داستان وليكم، دغه زلمي او پېغلې (ناصر او مينې) ته يې ډالۍ كړم، دغه دى دغه كتاب مې وليكه او هيله لرم چې د لوستونكو لپاره يو عبرتناك درس او د كورنيو په نېكمرغۍ، همدغه راز د ټولنې په سعادت كې مرسته وكړي.

په مينه
د ژباړې نېټه
1382/2/8 ل.كال- كابل، خيرخانه مېنه
توره ورځ

پاى