سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ

هغې خبرې كولې خو ما نه اورېدل او په خيال كې مې ليدل چې زما د خاطر له اسمان څخه يوه پرښته راكښته شوه، د دې پر ځاى چې ما په خپلو وزرونو كې واخلي او اسمان ته مې وخېژوي، خپل وزرونه تويوي او زما څخه غواړي چې هغه نازنين وجود په طلايي زنځيرونو او قيمتي ډبرو وتړم!... زه ډېر ورته حيران وم.
اليس وويل:
"څه فكر كوې، ولې حيران يې؟"
ومې ويل:
"افسوس! مېچل دې پر هغو شتو او فعاليت سر بېره ولې پرېښود؟"
بل افسوس مې دا هم و چې هغې ته مې ونه ويل چې د دې په شوق كې مې مور او مادلن ته څومره بېوفايۍ او ځور ورساوه.
ويې ويل:
"كه ستا غوندې مې په شاعري نه كولاى، په بېځايه خبرو او د زړه ماشوموالي ته نه تسلمېداى، مېچل به مې له لاسه نه وركاوه؛ نه پوهېږم چې د عقل او منطق خلاف مې ولې د هغه پر هوس او لالهانده نظرونو ګوتنېونه وكړه او په دې توګه مې يو خوشحاله او له عيش څخه ډك ژوند له لاسه وكړ".
زما لاس يې ونيو او په بل لاس يې له خپلو باړخوګانو څخه اوښكې پاكې كړې.
پوه شوم چې ورباندې ګران يم، خو خپل د شتو خوښونې سركښ طبيعت، نه شي قابو كولاى.
ومې ويل:
"كه زه يو كار وكړم چې مېچل راشي او ستا پښو ته ولوېږي، تا وغواړي، ايا زما څخه به راضي شې؟"
د دې لپاره چې له مادلن سره مې د جفا جبران كړى وي او د مور له هيلو سره مې سم چلند كړى وي، غوښتل مې اليس له ځانه بېله كړم او بل چا ته يې وسپارم.
خو هغې وويل:
"باور لرم مېچل يا بل څوك كه زما بدن يوسي، زما اروا نه شي وړاى، دغه اروا به تل د مينې په بند كې وي. ته ښه يې، د مينې وړ يې، خو حيف دى چې ستا شاعرانه او لطيفه اروا دې له اغزن او نېښداره وجود څخه په عذاب كې وي."
هغه ورځ مې له مېچل څخه وخت وغوښت او ليدو ته يې ورغلم.
ومې ويل:
"راغلم چې د اليس په هكله درسره خبرې وكړم."
ويې ويل:
"باور لرم چې غواړې د هغې په باب ما ملامت كړې، ټول ساده خلك ستا غوندې فكر كوي، له دې ناخبره چې ښځه د بورا غوندې پر هر ګل كښېني، هغه څوك چې پر بورا زړه بايلي او غواړي په خپله خوښه يې روانه كړي، لېونى دى. خو زړه دې ډاډه ساته، ما اليس پرې ايښې ده او قول دركوم چې بيا به يې ياده نه كړم".
ومې ويل:
"زه راغلى يم ستا څخه هيله وكړم، چې دغه غوڅ شوى پيوند بيا سره ونښلوې".
ويې خندل، ګومان يې كاوه چې ورسره ټوكې كوم، سترګه يې ووهله.
خو د مجبورۍ له كبله مې ټوله كيسه ورته وكړه.
ويې ويل:
"نن تر دې زيات وخت نه لرم، سبا شپه د... په كور كې يو جشن دى، ډېر خوندور دى، زه كولاى شم يو بل تن هم له ځانه سره بوځم. سبا شپه اته بجې راشه، هغه جشن ته به لاړ شو، هلته به درته وښيم چې زه بايد ولې د خپل ګران اكا د زوى هيله ومنم".
هغه شپه د جاپاني قربانيانو په سوچ كې شوم، چې په ډېر شوق او مينه يې د خپل هېواد په ساتنه كې د مرګ كندې ته ځانونه اچول.
غوښتل مې پوه شم چې د قرباني،سوز، بېلتون او وېرې له ذوقه سړي ته څه پېښېږي، ګومان مې وكړ چې دا به يو ډول ترخه او خواږه شربت وي چې روزګار يې زما په ستوني كې راڅڅوي.
پوهېدم چې مېچل ته د اليس سپارل تر ځان سپارلو په كمه نه دي، خو د مور د روغتيا تصور مې بيا دغه قرباني اسانه او ښكلې كوله. باور مې درلود كه مور مې وپوهېږي چې له اليس څخه مې لاس اخيستى او غواړم له مادلن سره د ژوندانه تړون وكړم، له لاسه تللى ځواك به بيا تر لاسه او اننګي به يې د ګلونو غوندې تازه شي.
خو په دې ګومان چې مادلن زما پر ځاى رقيب غوره ګڼلى او كار له كاره تېر دى، د ژغورنې وروستۍ كړۍ هم راڅخه ليرې ښكارېده، زه د حيرانۍ او خواشينۍ په سمندر كې ډوبېدم.
سبا ته مې مور ناروغه وه او د سهار د چايو لپار رانغله. مازديګر يې لكه چې ناروغي لا زياته شوې وه، كله چې له خياطۍ څخه راغله، خپلې كوټې ته ننوتله او ور يې په ځان پسې بند كړ. يوازې مې له مېچل سره مېلمستيا ته د تلو لپاره ترې اجازه واخيستاى شوه.
ومې ويل:
"كېدى شي ناوخته راشم".

  
پر ټاكل شوي ساعت له مېچل سره مېلمستيا ته لاړم. د بڼ له وره څخه ننوتو، حېران شوو، ځكه چې هره خوا تياره وه. كله چې څو ګامه وړاندې لاړو او په يوه سړك ورتاو شوو، يو ګيوتن (د انسان د سر پرې كولو لپاره د فرانسويانو يوه اله) مو وليده، چې پښو ته يې يو په وينو سور سر پروت و او شا وخوا يې د وينو څو څاڅكي ښكارېدل. يوه شنه تت څراغ دغه منظره نوره هم كرك پاروونكې كوله.
د بل سړك په موړ كې مو يو بل موجود وليد، چې په اوږدو ګوتو كې يې يو جارو نيولى او د مېلمنو پر كاليو يې راكشاوه. ښځو چغې وهلې او ګامونه يې تېزول، د هغه موجود مخ د اس غوندې و، د شنه څراغ په رڼا كې يې د مړي رنګ خپلاوه.
نه پوهېږم د هغې منظرې په ليدو مې ولې د بدن وېښتان نېغ ودرېدل. د ودانۍ دروازې ته نژدې مو پر سر او بدن يو شى ولګېد. ومو ليدل، يو لوى مار له ونې راځوړند و او خوله يې خلاصوله چې ومو چيچي. ځانونه مو دالېز ته واچول، دالېز نيم تياره و، دوه_ درې ګامه چې وړاندې لاړو، له يوه تابوت سره مخامخ شوو چې يو مړى په كې پروت و.
لكه چې په دې كور كې په سلګونو ښځې او نارينه شكنجه كوي، دومره پاروونكي او وېروونكي اوازونه اوچت وو، چې د سړي په بدن كې يې وينه وچوله.
له زينو څخه پاس وختو، په زينو كې د غڼو ځالې بندې وې، چې لويې_ لويي غڼې په كې كښته پورته تلې.
د پاس منزل دالېز ته ننوتو، يو كوچنى لوڅ ماشوم يې پر تخته څملولى و، له تختې څخه تېره سيخونه د ماشوم پر بدن ننوتلي وو.
يوې نيمه تيارې كوټې ته ننوتلو، درې- څلور كسيز مېزونه سره نامنظم ښكارېدل، د كړكيو اكثره هندارې ماتې وې او په زړو- دودوهلو كاغذونو يې د كړكيو سوري پټ كړي وو، د كوټې پر دېوالونو، شرمښكۍ، لړمان، ماران او نور موجودات ګرځېدل.
مېچل نه غوښتل چې تر دې زيات حيران پاتې شم.
ويې ويل:
"دغه كروندګر د ذوق خاوند دى، د هنر د بازار تودولو لپاره يې ځينې هنرمندان راټول كړي او له هغوى څخه يې غوښتي چې دغه طرحه جوړه كړي، كه يې د خوښې وړ كوم مخكښ ليكوال د كليزې پر لمانځنه څومره لګښت راځي، هغه ټولې پيسې د هنرمندانو جېبونو ته لوېږي، اوس يې هم يو د خوښې د ليكوال په ياده يوه مېلمستيا جوړه كړې. بله دا چې غوښتل يې دغه جشن بېسارى وي. زموږ كوربه هغه سړى دى چې د مېز تر څنګ ناست دى، لكه دى چې هم مېلمه وي، د چا هركلى نه كوي، ځكه دى وايي هر څوك بايد ځان كوربه وګڼي.
مېچل بيا بلنليك راوښود، چې د شعر په ژبه و.
ويې ويل:
"يوازې يې د دې شعر شاعر ته څلور زره ډالره وركړي او او دغه جشن ته يې (د اروا جشن) نوم وركړى، ځكه چې دغه كور له څو كلونو راهيسې تش و، چا په كې ژوند نه كاوه، د عوامو په عقيده دغه كور د ارواوو استوګنځى دى. لنډه دا چې دغه جشن په حقيقت كې عجيب او بېسارى دى، چې د هنرمندانو ساعت په كې تېرېږي".
مېلمانه ډلې_ ډلې راتلل. مېچل، زيات مېلمانه پېژندل او ما ته يې هم رامعرفي كول. ټول د پوهې او ادب مخكښان، همدغه راز د مينې او نورو هنرونو نامتو ستوري وو. هر څوك به په خپله خوښه هر ځاى كښېناست او له خلكو سره به يې خبرې كولې.
زه راغلى وم چې له مېچل سره د اليس په باب خبرې وكړم، خو په هغه عجيب چاپېريال كې مې خپل ټاكلى هدف له ياده ووت. مېچل دومره منتظر او خواشينى ښكارېده، چې د اورېدو حوصله يې نه درلوده. پر له پسې تلو راتلو پرېشانه كاوه.
ويې ويل:
"يو چا ته په تمه يم، خو په دې كور كې دغه ډول اته كوټې دي، چې له مېلمنو ډكې دي، زه نه پوهېږم خپل مېلمه چېرې ولټوم".
يو ځل بيا په خپلې وركې پسې لاړ، خو له هغې خوا دوه تنه راغلل، هلته نژدې تش ځاى نه و، زما څخه يې اجازه وغوښتله او زما مېز ته كښېناستل. ما ځان وروپېژاند، هغوى هم خپل نومونه راته وويل. كله چې وپوهېدل نومونه يې راته نااشنا دي، خپل كارټونه يې راكړل. يو كارټ اوس هم راسره دى، خو هغه بل مې ورك كړى دى.
هغه كارټ چې راسره دى د ډاكټر محمود ضيايي دى، هغه بل تن يو ليكوال و چې د هغه د فكر يوه بېلګه به ووينئ. خو له بده مرغه چې نوم يې راڅخه هېر شوى دى.
كله چې وپوهېدم دواړه ايرانيان دي، زيات خوښ شوم، ځكه چې د ايران په اړه مې زيات لوستي او اورېدلي وو، خو دا لومړى ځل و چې د هغه هېواد خلك مې له نژدې څخه ليدل. په هماغه لومړيو جملو كې چې زموږ تر منځ بدلې رابدلې شوې، وپوهېدم چې له پوښتنو څخه بد نه وړي. په خبرو اخته شوو، د شرق په اړه مې چې څومره پوښتنې ذهن ته راتلې، ورڅخه كولې مې، هغوى هم ځوابونه راكول.
مېچل ګردسره راڅخه هېر شوى و، ناڅاپه له يوې سپوږمۍ وزمې نجلۍ سره راغى او زموږ تر څنګ ودرېد. ما هغه دوه ايرانيان وروپېژندل، مېچل هغه نجلۍ "ليدا" وبلله او موږ ته يې راوپېژانده.
كه څه هم زموږ مېز، د څلوروكسانو لپاره و، خو موږ پنځه تنه ناست وو، هغه نجلۍ د ايراني نومونو په اورېدو زياته خوشحاله وه، له ګاونډي مېز څخه يې يوه څوكۍ راكش كړه او ويې ويل:
"يو څه به جوخت سره كښېنو چې د يوه بل غږ واورو".
څو دقيقې وروسته مېچل وويل:
"ښه دا ده چې لاړ شو او شراب وڅښو".
خو ليدا چې له ايراني ليكوال سره يې خبرې پيل كړې وې، ونه منل.
ويې ويل:
"ته لاړ شه، زموږ لپاره يې هم راوړه".
مېچل اوچت شو او زه يې هم له ځانه سره بوتلم. كله چې د شرابو كوټې ته ننوتو، ټكان مو وخوړ او يو ګام شا ته لاړو، ځكه چې وره ته نژدې يوه لويه توره بيزو ولاړه وه، چې د هركلي په توګه يې سر او لاسونه ښورول.
موږ شراب واخيستل او مېز ته راغلو، د خبرو له كيفيت څخه څرګندېدل چې ايراني ليكوال د جشن له څرنګوالي څخه ناخبره ساتل شوي. مېچل ټوله كيسه ورته كړه. هغوى هم له حيرانۍ څخه په ډكو موسكاوو غوږ نيولى و او حافظې ته يې سپارله.
په دې وخت كې د شكنجه شويو خلكو چغې او ځوږونه اوچت شول، د نڅا موسيقي پيل شوه. مېچل، ليدا ته د نڅا بلنه وركړه، موږ په خبرو لګيا وو، چې بېرته يې راوستله. ليدا بيا نڅا ته نه لاړه، زه، هغه او ايراني ليكوال پاتې شوو، مېچل او ډاكټر ضيايي يوه_ يوه ښځه وټاكله او د نڅا لپاره لاړل.
زما او د ليدا د خبرو په ترڅ كې به ايراني ليكوال قلم راكښه او څه به يې ليكل، زړه مې غوښتل چې پوه شم څه ليكي؟ خو ادب زما د دې هيلې مخه نيوله، ځكه ګومان مې كاوه ښايي په ايرانۍ ژبه به يادښتونه اخلي.
كله چې يې قلم بند كړ او په جېب كې يې كښېښود، هغه پاڼه يې ما او ليدا ته ونيوله، په انګرېزي يې په كې ليكلي وو، موږ پاڼه ولوسته:
"دغه د اروا جشن د ژوند ډېر رښتينى انځور دى.... هو ژوند له خطر، وېرې او وير څخه ډك دى ... خو موږ په دې وخت كې بيا هم په مزو چړچو اخته يو..."
د ليدا سترګې له خوښۍ څخه وځلېدې.
ويې ويل:
"دغه تشبېه او شعر د دغه ساز په پرتله له سوز څخه ډك دى. كاشكې يې ټول واوري او دغې ترانې ته وناڅي".
ايرانى ليكوال غلى پاتې شو، كله چې يې وليدل ليدا بيا غواړي د هغې ليكنې ستاينه وكړي اوچت شو او زياته يې كړه:
"زه هم ځم چې د نڅا ننداره وكړم".
زه او ليدا يوازې پاتې شوو.
ويې ويل:
"اورېدلي مې وو چې شرقيان د خوښۍ په وخت كې بيا هم د دنيا پوچوالي ته پام كوي، څومره ښه شو چې د دې خبرې يوه ژوندۍ بېلګه مې وليده".
ومې ويل:
"ښايي هغوى تر نورو هوښيار وي، ځكه د دنيا د پوچوالي په ياد كې هغه غمونه ګوري چې د خوښۍ د درك مخه نيسي او موږ هغه غم ته چمتو كوي، چې له هرې خوښۍ سره مل وي".
په حيرانتيا سره يې وپوښتل:
"تاسې هم كوم غم لرئ؟"
_ "بېخي ډېر!".
يو څه فكر يې وكړ، بيا يې وويل:
"زه هم اقرار كوم چې غم لرم".
_ "تاسې ولې؟ دومره ښايسته نجلۍ چې ځوان مين هم ولري، لكه مېچل...."
زما خبره لا پايته نه وه رسېدلې، چې مېچل راغى او كښېناست.
ويې پوښتل:
"خبرې مو كولې؟"
ليدا د ايراني ليكوال ليكنه وركړه. ويې لوسته، په پوزخند او مسخرو سره يې پر مېز واچوله.
ويې ويل:
"دا خبرې ويليام ته ښې دي، چې د شعر او خيال په دنيا كې ژوند كوي. ما د ايراني ليكوال پرخلاف، له دې مېلمستيا څخه بل فكر واخيست، چې زياته ګټه به ترې واخلم".
ومې ويل:
"ګومان نه كوم چې دغه ليكوال دې خپل خيال ستا له فكر سره بدل كړي".
ليدا موسكۍ شوه، له حالت څخه يې ښكارېدل چې زما خبرې تاييدوي.
مېچل په غوسې سره وويل:
"د ويليام خبره مه اوره! دى چې هر څه وايي خيال او تصور دى. كه غواړې ويې پېژنې پرېږده چې ستا په وړاندې يې د پوښتنې ځواب وركړم، چې پوه شې څنګه سړى دى".
بيا يې ماته مخ راواړوه:
"د اكا زو! ته پر خپل موزون اندام او ښكلې څېرې باندې زيات نازېږې، خو ودې ليدل چې اليس، هغه ښكلې نجلۍ يوازې پرېښودې او زما سره راغله، ودې ليدل چې دغه جمال او دنګ قد، له احساساتو ډك زړه دې زما د ډك جېب په وړاندې مقاومت ونه شو كړاى، هغه صنم دې هم زه تر تا غوره وګڼلم. هغه په ما پسې راغله، خو دا زما ګنا نه وه، زه په دې كار خوښ شوم.
اليس مې يو څه وخت وساتله، كله چې مې وليدل د هغې اختلاف زما د خوښې خلاف دى، نو پرې مې ښوده. اوس ته راغلى يې او غواړې زه يې بگېرته ومنم! ته مې دغه جشن ته د دې لپاره راوغوښتې چې په دغو نجونو او ښځو كې ليدا تر ټولو ښكلې وګڼې او ووينې چې تر ټولو غوره ده.
د حُسن د دغې ملكې په شتون كې ستا هيله منلاى شم؟ ايا سپينه سپوږمۍ د يوه ستوري په مقابل كې له لاسه وركړم؟ ګناه د اليس وه چې زما په خوښه يې چلند نه كاوه، هر څوك چې د هغې غوندې بېباكه او خپلسرې وي، د هغې په برخليك به اخته شي. يانې كله چې پښېمانه شي، كار به له كاره تېر وي".
سر مې سينې ته كښته شوى و. مېچل ته مې نه كتل؛ د هغه د خبرو پاى ته په تمه وم. يو وخت متوجه شوم چې ليدا په اشاره ورته د غلې كېدو بلنه وركوي.
مېچل غلى شو، زه اوچت شوم چې لاړ شم، خو ليدا له لمن څخه ونيولم او ويې ويل:
"يو څو دقيقې كښېنه!".
مېچل اوچت شو او ويې ويل:
"ليدا! ته زما د اكا دغه ساده زوى ته نصيحت وكړه چې زما غوندې جدي خلك صفا او رښتيا خبرې كوي.... "
هغه لاړ، زما او د ليدا نظرونه ځمكې ته ځير وو او چورت مو واهه. په چوپتيا كې مې په زړه كې د مېچل له لاسه يو غوغا جوړه وه، چې ولې يې دومره بې ادبانه چلند وكړ، بيا له دې كبله ځورېدم چې د ليدا غوندې بېسارى اندام او ښايست ولې د دې بلا په لومه كې بند شوى.
ځان مې د مېچل د زړه د ډبرې او د ژبې د تېغ تر منځ راښكېل ليده.
اّيا ليدا واورېدل چې پر ما څه تېرېږي او په اروا كې مې كومې انګولاوې اوچتې دي؟ او په ذهن كې مې څنګه سوځنده فكرونه اوړي_ را اوړي؟...
هو! ويې ليدل او وايې ورېدل.
ويې ويل:
"درځه چې باغ ته لاړ شو، يو څه وګرځو".
لاړو او د ګلونو منځ كې پر يوې څوكۍ كښېناستو، د بلوط د ونې په څانګو كې چې زموږ مخې ته ولاړه وه يوه مړه ښځه او دوه نارينه را ځوړند وو. د باد به لګېدو سره زنګېدل.
سپوږمۍ د جنايتكارانو د څراغ غوندې د روزګار د عمل پر مېوو ځلېده.
ويې ويل:
"ايرانى ليكوال رښتيا وايي، د دغې مېلمستيا له كوربه پرته بل چا د ژوند شرحه سمه نه ده انځور كړې، زموږ نعمتونه او خوښۍ په غم لړلې دي، ګنې تاسې بايد په دې حُسن او صورت سره يو نېكمرغه ځوان واى".
ومې ويل:
"ما هم ګومان نه كاوه چې دومره ښكلى وجود دې غمجن وي".
ويې ويل:
" ښايي اليس به حق درلود چې تا پرېږدي او له بل چا سره لاړه شي، ځكه زه د اليس غوندې د يوه بل ځوان كوژدنه وم، دومره ظلمونه يې راباندې وكړل چې اخر مې دغه بدرنګ او مادي مېچل ته پناه راوړله، خو اوس وينم چې دى هم تر هغه ښه نه دى. دغه مړي چې په ونو كې راځوړند دي، تر موږ ډېر ښه دي، د خپلو همډولو له لاسه هوسا شوي او د نسيم ساز ته ناڅي."
ومې پوښتل:
"رښتيا، له مېچل څخه ګيله لرې؟"
_ "بېخي پوزې ته راغلې يمه!".
_ "كه څه هم تر يوه ساعت زيات وخت نه كېږي، چې موږ سره پېژندلي او زه حق نه لرم چې ستاسو له رازونو خبر شم، خو زړه مې غواړي خپل رازونه درته ووايم "
ويې ويل:
"زه هم ستا غوندې ځوان پسې ګرځېدمه، چې وګوري پر ما څه تېر شوي او اوس څه كړاوونه ګالمه. زه له نورو توپير لرم، كه پوه شمه چې پر چا ګرانه نه يمه او يو مين د زړه له كومې راسره مينه نه لري، د دنيا يوه ښېګڼه هم نه وينم.
خو زيات كسان شته چې له يار او معشوق پرته ډېر خوشحاله ژوند لري، له طبيعت، شعر، موسيقۍ او ښكلو هنرونو څخه خوند اخلي، خو زه تل د هغه وفاداره مين په لټه كې يمه، چې زما په قدر وپوهېږي، د هوا او لمر غوندې دنيا راته روښانه او د تنفس وړ كړي.
هو! ټول خلك ژوند كوي، خو زه مگرګ تېروم! نه پوهېږم كومه ګناه مې كړې چې بايد ټول عمر په تنده كې وسوځمه او په سراب پسې لالهانده واوسمه. دا څه زجر او كړاو دى چې خداى() راباندې نازل كړى!".
ومې ويل:
"عجيبه راز دى، ستاسو دا بېسارى جمال تراوسه داسې مين نه دى موندلى چې تر ځان تېر وي؟".
ويې ويل:
"زړه سوي مينان مې ډېر درلودلي، خو هغه مين، چې زه يې غواړم تراوسه نه دى پيدا شوى".
ووېرېدم. تر لږې چوپتيا وروسته مې وپوښتل:
"هغه مين، چې ته يې غواړې بايد څنګه وي؟".
_ "زما خاوند بايد دنګه ونه ولري، اندام يې ښايسته وي، له شعر، هنر او طبيعت سره مينه ولري، زړه يې بايد پاك وي...."
بيا يې زياته كړه:
"... زما خاوند بايد د زړه له تله پر ما مين وي، سترګې، غوږونه، فكر، ژبه او حواس يې بايد ټول ما ته متوجه وي...."
ومې ويل:
"كاشكې ټول ښكلي ستاسو غوندې لږه توقع لرلاى او قانع واى...."
_ "هو! زما هيله همدا ده چې خاوند مې ښايسته، خوږاروا او هنرپال وي، دا ټول تر وروستي شرط قربانوم، يانې له هغه څخه د قدردانۍ، وفا او مينې پرته بل څه نه غواړم. نو ځكه مې مېچل چې بدرنګه هم دى او بدذوقه هم، ومانه.
هغه راسره ومنله چې د مينې په زور به د نورو نيمګړتياوو جبران كوي، ګومان مې وكړ چې زما د ښكلا، عفت او مينې قدر به وكړي".
ومې پوښتل:
" ولې مېچل پر خپل قول وفا نه كوي؟".
_"څه ووايم... څه ووايم... خو تا په خپلو سترګو ونه ليدل، ته د هغه د بېوفايۍ شاهد نه وې؟!".
په ژورو سوچونو كې لاړم، چې مېچل څه بېوفايي وكړه، پوه نه شوم.
ومې پوښتل:
"ما خو له هغه څخه داسې حركت ونه ليد چې بېوفايي يې وښيي...."
ترخه موسكا يې وكړه او ويې ويل:
"هغو ښځو ته دې د مېچل كتل ونه ليدل، تا ونه ليدل چې هغې نجلۍ ته يې څنګه تر سترګو لاندې كتل، بيا اوچت شو او له هغې سره ونڅېد؟!".
ومې ويل:
"زما د مېچل سترګو ته پام نه و".
ويې ويل:
"نو چيرې ورك وې؟".
ومې ويل:
"يوازې مې تاسو ته پام و".
_ "دا څنګه امكان لري چې يو نارينه دې شا وخوا نجونو ته پام ونه وكړي او د زړه له كومې د خپلې معشوقې په وړاندې ناست وي".
_"ما خو يوازې تاسو ته كتل او بس! ځكه چې نن شپه مې د خپلو هيلو پر پاڼه هغه انځور شوې ښكلا په حقيقي بڼه وليده."
ويې ويل:
"ايا امكان لري چې د نن شپې په شان د تل لپاره له خپلې معشوقې پرته بل چا ته سترګې وانه ړوې؟ او له خپلې مېرمنې پرته له بل چا سره ونه ناڅې؟".
د دې هېښوونكې غوښتنې په وړاندې يو څه غلى پاتې شوم او ومې ويل:
"... البته، كېدى شي".
لكه زه چې هلته نه يم او څه نه اورم. له ځانه يې وپوښتل:
"دا رښتيا ده؟ تر دومره ډېرو درواغو ايا كېدى شي سړى دا خبره ومني؟".
ومې ويل:
"ګومان كوم اوس به مېچل له نڅا څخه راستون شوى وي او ما ته به دومره وخت رانه كړي چې تا ته د اليس كيسه وكړم".
اوچته شوه او ويې ويل:
"ځه چې ځو، د هغې دنګې ونې په تياره خوا كښېنو چې مېچل مو پيدا نه كړي".
لاړو او پر اوږدې څوكۍ يو بل ته مخامخ كښېناستو، د دې پر ځاى چې زه د اليس كيسه ورته وكړم، هغې خپل برخليك راته پيل كړ. چې له دوو ځوانانو سره يې كوژده وكړه، وروسته له مېچل سره اشنا شوه، خو يوه هم هغه صدق او رښتينولې نه درلوده، لكه دې چې غوښت.
څرنګه چې ما خپله رښتينولي او صدق بشپړ ليده او هغې چې پر خپل خاوند څه شرايط ايښودل، په ما كې وو.
بېواكه مې وويل:
"بيا نو روزګار ولې موږ دوه لالهانده كسان ژر نه سره يو ځاى كول؟ طبيعت ولې هغه جوړۍ چې يو بل ته ډېر غوره وي، سره ليرې ساتي؟".
په دې وخت كې مېچل بڼ ته راغى، د هغو درېيو راځوړندو مړو د وېرې او سړې هوا له كبله يې خپلې اوږې سره نژدې كړې او بېرته لاړ. د هغه په تلو سره ليدا هوسا شوه او په لړزانده غږ يې وويل:
"كاشكې ته رښتينى واوسې او دروغجن ونه خېژې، كه د خداى() رضا وه، ته هماغه هلك يې چې زما لپاره له جنت څخه رالېږل شوى يې."
لكه يوه كلكه څپېړه چې مې پر مخ لګېدلې وي، د بدن ټوله وينه مې سر ته راغله، اوچت شوم او ومې ويل:
"دا اول ځل دى چې يو څوك ما ته دروغجن وايي... كه تاسې نارينه واى، دا ښكنځل به مې نه شوه زغملاى".
زما لاس يې ونيو او ويې ويل:
"لكه چې تر دومره زياتو كړاوونو او خواريو وروسته مې خپل ورك مين وموند... راځه چې له دې ځايه لاړ شو."
د ماشومانو غوندې غلي، پرته له دې چې له مېچل سره خداى په امانى وكړو، له هغه كور او باغ څخه يوه هـوټل ته لاړو. كله چې يې د اليس كيسه راڅخه واورېده، عاشقانه نظر يې راباندې واچاوه او ويې ويل:
"دا ځل به مې تېروتنه نه وي كړې، خو نه... معلومه نه ده چې پر تا ګرانه يم او كه نه!".
ومې پوښتله:
"پر تا ګران يم؟".
_ "ته هماغه يې چې ما يې هيله درلوده، امكان لري چې يو چا ته دې خپله پوره شوې هيله ګرانه نه وي!".
له حيرانۍ سره مې وپوښتل:
" تا زما لپاره له شتمن مېچل څخه لاس واخيست؟".
په حسرت سره يې سر وښوراوه او زياته يې كړه:
"ما له مېچل څخه وفا غوښته، نه شتمني! ما ښكلا او هنرپوهنه هم تر وفا قربان كړه، خو تا وليدل چې هغه يې هم نه درلوده ".
ومې ويل:
"خو زه غريب يم".
زما لاس يې ونيو او ويې ويل:
"د دنيا ټول شته ستا د بېساري جمال، هنرپالې اروا او وفاداره زړه په اندازه ارزښت نه لري".
ومې ويل:
"دا ټول ستا پښو ته درغورځوم".
زه يوازې هغه شپه په هغه هوټل كې د جنت په مانا وپوهېدم، موږ په يوه ساعت كې د ټول عمر په اندازه مينه وكړه، داسې تړون مې ورسره وكړ، لكه طبيعت يې د قوانينو په ټينګولو كې له خداى() سره كړې ده.

  
كور ته چې راتلم د مينې په نشه مست وم، مور ته مې ټوله كيسه وكړه، تر لږ فكر وروسته يې سر اوچت كړ او ويې ويل:
"زه په دې نړۍ كې ستا له نېكمرغۍ پرته بله هيله نه لرم، خو افسوس چې ستا د نېكمرغۍ اسباب نه شم دربرابرولاى، ځكه چې نېكمرغي د زړه په لاس كې ده او ستا زړه زما په فرمان كې نه دى."
پرېشانه شوم، ومې ويل:
"په دې انتخاب كې كوم عيب وينې؟ تر ليدا بله ښه نجلۍ در معلومه ده؟".
_"زه نه غواړم چې خپله عقيده او خوښه پر تا دروتپم، يا بل چا ته ګوته ونيسم".
زارۍ مې وكړې:
"د خداى لپاره هر څه چې دې په زړه كې درګرځي راته ويې وايه، دا خو زما د ژوند كيسه ده، قربانې وركړه او له اخلاقي اصولو پښه واړوه ".
يو څه غلې شوه، بيا يې وويل:
"ته ښه وايې، هغه څه چې ورباندې پوهېږم كه يې درته ونه وايم، لكه تر غيبت لويه ګناه مې چې كړې وي ".
ومې ويل:
"ووايه، ته له هرې ګناه څخه پاكه يې".
ويې ويل:
"زه چې څومره تجربه لرمه، ليدا ډېره حسوده او بدګومانه نجلۍ ده، تا هېڅكله هم زموږ په كور كې دا بدمرغي نه ده ليدلې او د حسادت له زهر څخه نه يې خبر چې څومره وژونكي دي".
ومې ويل:
"مور جانې! مين كه حسود نه وي، مين نه دى".
_"منم چې حسادت د مينې مالګه ده، خو كه تر حد زيات شي، دغه مالګه بيا سړى بدمرغه كوي".
_"كه څه هم دا غوښتنه راته حيرانوونكې ښكاري چې راته ويې ويل: له بل چا سره به نه ناڅې، خو دا خپله د مينې پر توندوالي دلالت كوي. زه يې د سر په سترګو منم.
مورجانې! پرېږده چې ليدا راسره مينه وكړي او په بدل كې زما څخه دغه ډول ساده غوښتنې ولري، ته خو ما پېژنې، له ما او زما له وفا څخه هم خبره يې، كه د ليدا غوندې ښكلې معشوقه راڅخه وغواړي چې له بل چا سره ونه ناڅم، ما ته ګرانه خبره نه ده".
ويې ويل:
"هيله لرم د مينې دغه پرښته چې د حسادت لوى دېو به زېږوي، وړاندې تر دې چې دغه دېو په ستم او ظلم لاس پورې كړي، په زانګو كې ومري".
ومې خندل او مې ويل:
"كه ستا اندېښنه له همدې كبله وي او بله نيوكه نه لرې، بېغمه اوسه، د ليدا اوښكې به لكه پر چمن چې باران واوري، زما خاطر زيات راوغوړوي".
يوه شېبه دواړه غلي وو. ما ليدا په خيال كې ليده چې زما دغه دفاع اوري او د خوښۍ خندا كوي. په زړه كې مې ويل:
"اى بېسارې معشوقې! مه وېرېږه، څومره چې كولاى شې حسوده واوسه، كه زما په باب هم حسوده واوسې، زه تر ځان تېر يم".
ناڅاپه مې د مور له خولې څخه د مادلن نوم واورېد، زه ورته ځير شوم، خو هر څه چې مې انتظار وكېښ، بله خبره يې ونه كړه.
په خندا سره مې وپوښتله:
"د مادلن له يادولو څخه دې مقصد څه و؟ ښايي غواړې ووايې چې مادلن ښه نجلۍ ده، هېڅ حسوده نه ده، ستا سره مينه لري... هو! ښايي مادلن حسوده نه وي، نو دا په خپله ثابتوي چې زما سره مينه نه لري! ځكه چې اوس له خپل كوژدن سره په عيش او خوشحالۍ اخته ده، له خپل پلار څخه په ورپاتې شتو باندې په حساب اخته ده".
مور مې اسوېلى وكېښ او ويې ويل:
"افسوس چې تا مادلن نه ده پېژندلې، زه نه وايم چې ستا سره مينه لري يا نه، نه غواړم ستا په احساساتو كې لاسوهنه وكړم، خو زړه مې غواړي مادلن ښه وپېژنې، پر تا د بې پروايۍ له كبله نيوكه نه كوم، زيات لوى خلك شته چې ګلونه ساتي، خو نه يې ويني. د فكر زيات خاوندان له يو چا سره يو كال تېروي، خو نه يې پېژني، افسوس كوم چې تا پر دومره ښېګڼو سربېره مادلن، چې ډېره درنژدې هم وه، ونه پېژانده".
دغه ارام او سنګين ظاهري وجود چې د سيند غوندې ارام دى،بيا يې هم يو لوى توپان يې په خپله سينه كې پټ كړى، د مادلن په زړه كې هم شور او مينه پټه ده چې يوازې په شاعرانو او نازك مزاجه خلكو كې پيداكيږي، د دې نجلۍ په وجود كې هغه او سوز او مينه پټه ده، چې شاعران ښكلو شعرونو ته هڅوي او سندرې جوړوونكي د اسماني سندرو غږولو ته.
مادلن، د يوه حساس شاعر غوندې په يوې مينه ناكې خبرې په زړه كې يو دېوان شعر جوړوي، اّن ناڅرګنده مينه هم د مينې په قوت رامنځته كوي او په خپله هيله يې بدلوي. ناشونې خبره ده چې مادلن دې له ښكلا سره مينه ونه لري او پر نېكۍ دې مينه نه وي.
د هغې ښكلاپاله او حساسه اروا د ښكلا او ښېګڼو تر ټولو پټ رمز او سبق تر پايه لولي، خو ته تمه لرې چې د غرور او درناوي دغه غر مات شي او د بل چا پښو ته توى شي، يا دغه ګل د بل چا لاس ته ولوېږي!...."
نه مې غوښتل چې د مور په خبرو مې پوه شم، دومره پر ليدا مين وم، چې ذهن ته مې بله خبره نه پرېوته، د هغې زړه راكښونكي مخ ټوله نړۍ پوښلې وه او له هغې پرته مې د بل چا صورت نه ليده.
د مور تر خبرو ورسته چې هم د مادلن ستاينه وه، هم زما ملامتيا، اوچت شوم او د ستړيا په پلمه خپلې كوټې ته لاړم.

  
د دې لپاره چې ځان د هرې ګناه او خطا له عذاب څخه خلاص كړم او خپل زړه په يوه وار ليدا ته وسپارم، د شپې مې څو ساعته فكر وكړ، ډېره خواري مې وګاللـه. اخر وتوانېدم چې د مادلن ملامتياوې او خطاوې لويې او د نه بخښلو وړ انځور كړم.
سبا ته لاړم چې وروستۍ خبره ورته وكړم او وجدان له دې كړاو څخه هوسا كړم. څو ورځې كېدې چې نه مو وو سره ليدلي، په لومړي نظر متوجه شوم چې هغه ښكلې سترګې او مهربانه نظرونه، هغه اّرام چلند او حركات بدل شوي، بې پروايي او ګستاخي يې خپله كړې وه.
خوشحاله شوم چې تېروتنه مې نه ده كړې او ځان ته مې حق وركړ چې حقيقت ورته ووايم. كښېناستو، زه د مطلب د پيلولو لپاره په پلمې پسې ګرځېدم، خو هغې موسكا وكړه او ويې ويل:
"خبر يې چې زما او د موريس كوژده وشوه؟".
ومې ويل:
"زه هم راغلم چې له ليدا سره مې د خپلې كوژدې خبر دركړم".
ويې ويل:
"مبارك دې وي، ستاسو په شان ښكلى ځوان بايد همداسې ښكلې جوړه ولري".
حيران شوم، ومې پوښتل:
"تاسو هغه ليدلې ده؟".
يو څه چوپه پاتې شوه، بيا يې زياته كړه:
"نه مې ده ليدلې، خو باور لرم چې ستاسو ښكلا خوښوونكى زړه به خامخا ښكلې نجلۍ خوښوي".
په كنايه كې مې ورغبرګه كړه:
"تاسې هم په ښكلا خوښونه كې تر ما كمه نه ياست، له دې كبله مو په ټولو كې موريس وټاكه".
موسكۍ شوه او خبره يې بلې خوا ته وغزوله. كه څه هم ومې نه شول كړاى هغه ملامتياوې او ترخې خبرې ورته وكړم، خو خبرې اترې او حركات مو كرار_ كرار پردي او رسمي شول. لكه چې يو بل ته وايو:
"دا مو وروستۍ ليدنه ده".
اوچت شوم، لكه مرغه چې له قفس څخه ازاد شوى وي، د مادلن دوى له كوره ووتم او ليدا ته لاړم.
يو مرغه چې له قفس څخه ازاد شي او سمسور بڼ ته لاړ شي، څه حالت به لري؟ زه هم هماغسې وم. لكه پاك خداى() چې يو بل ته پيداكړي يو، داسې خبره، رمز او كاته مو نه درلودل چې له يو بله پټ وي، لكه له ډېرو كلونو چې يو بل سره پېژنو او پر يو بل مينان يو. ځكه له وصاله پرته مو بله هيله نه درلوده، نه مو غوښتل چې د مادي ژوند په اړه مو كومه خبره ستونى تريخ كړي، لكه په جنت كې چې يو، نه مو د خوراك غم كاوه، نه د جامو.
ژمنه مو وكړه چې راروانه اوونۍ به ... ايالت ته ځو او هلته به له دود _ دستور سره سم واده كوو.
كله چې مو خداى په امانى كاوه، ليدا يو سوړ اسوېلى وكېښ.
ومې پوښتله:
"ولې اسوېلى كاږې؟".
ويې ويل:
"ووېرېدم چې تر بلې اوونۍ په زرګونو نجونو ته ونه ګورې...."
ومې خندل او لاس مې ورمچ كړ، منډه مې كړه چې دغه زېرى مې پر مور باندې هم وكړم.

  
له بده مرغه، هغه شپه مې مور زياته ناروغه وه، اّن ما ته يې سترګې هم پراننيستې. سبا ته مې د ډاكټر په غوښتنه روغتون ته يووړه او بستر مې كړه، كه د ليدا د ليدو ذوق نه واى ښايي پر ما به د مور د ناروغۍ له كبله ډېرې سختې شېبې راتلاى، له روغتون څخه به مې چې څه غمونه له ځانه سره وړل، ټول به مې د ليدا په خوږه مينه كې هېرېدل.
هر هوټل ته به چې تلو، ټولې سترګې به موږ ته راواوښتې، كله چې به د كومې هندارې له مخې تېرېدو، بېواكه به درېدو، يو بل ته به مو وخندل او د يو بل په ستاينه به مو پيل كړه. ټول كار مو مينه او مستي وه. تل به مو د يو بل ښايست ستايه او سره بوخت به وو.
ليدا به هره ورځ زما د مينې تېرې كيسې پوښتلې، ما به هم د مادلن او اليس يوه- يوه كيسه ورته وكړه، هغې به بيا پوښتنې كولې او ويل به يې:
"زه له هغوى څخه وېرېږم، هسې نه چې د هغوى وېدې مينې دې بيا په زړه كې راژوندۍ شي او زموږ د هستۍ درمند ونه سوځي."
زه به د هغې دې بېځايه وېرې ته حيرانېدم، څرنګه چې د هغې د مينې او لېولتيا خبره هم وه، نو خپله حيرانتيا به مې پټه ساتله، د دغسې يوې معشوقې په لرلو مې وياړ كاوه.
د ليدا پلار د تركاڼۍ (نجارۍ) يوه كارخانه درلوده، شتمن او هوښيا سړى و. له خدايه يې غوښتل چې لور يې ليدا، له شتمن مېچل سره واده وكړي، ليدا باور درلود چې پلار به يې ما په زومولۍ ونه مني، ځكه چې غريب وم. له دې كبله مو پرېكړه وكړه چې... ايالت ته لاړ شو او په ازاده توګه واده وكړو.
غوښتل مې تر واده وړاندې زما ناروغه مور، چې په روغتون كې پرته وه ليدا وګوري او موږ ته د خير دعا هم راكړي.
خو مور مې وويل:
"زه نه غواړم چې ليدا مې په دې حال كې وګوري".
كله چې مې وويل:
"سبا ته د واده لپاره... ايالت ته ځو".
اوښكې يې روانې شوې او تر څه ژړا وروسته يې وكولاى شول خبرې وكړي.
ويې ويل:
"زه له خدايه يوازې همدا غواړم چې تا ته صبر، نېكمرغي او سرلوړي دركړي".
سترګې يې بندې كړې او مخ يې راڅخه واړاوه. كرار مې لاس ورمچ كړ او لاړم.

  
زما درېيو ملګرو په خپل لګښت له ما او ليدا سره د سفر موزې په پښو كړې، چې زموږ د واده په مراسمو كې ګډون وكړي. زموږ وسايل لږ وو، د لويو مراسمو امكانات نه درلودل، بله دا چې هره ورځ مې بايد له روغتون څخه د مور خبر اخيست. پرېكړه مو وكړه كله چې د واده مراسم تر سره شول ژر به راستنېږو، خو يوه عجيبه پېښه وشوه چې زموږ پلان يې راخراب كړ او زما په ذهن كې يې يو تور خاپ پرېښود:
كيسه داسې ده، چې... ښار ته ننوتو، يو څه وځنډېدو، يوه باغ ته لاړو او پر څوكيو كښېناستو، يوه ملګرى مې چې جيمي نومېده ناڅاپه زموږ له څنګه اوچت شو او په بله څوكۍ كې د يوه سپين ږيري څنګ ته كښېناست. څرنګه چې زيات شوخ و، وړاندې تر دې چې د هغه په موخه وپوهېږو، ومو خندل او خوشحاله شوو. يو پاو وخت لا نه و تېر شوى چې له سپين ږيري سره راغى او ويې ويل:
"ما د سترګو تر كونجو وليدل، پوه شوم چې دغه سپن ږيري پر ليدا زړه بايللى".
ومې ويل:
"دا نجلۍ مې خور ده، تر اوسه لا نكاح نه ده تړل شوې، كېدى شي تا ته يې دركړم".
سپين ږيري وخندل او ويې ويل:
" كه ځوان واى، ستا دا مينه به مې منلاى، خو رښتيا وايم ما تر اوسه داسې ښكلې نجلۍ نه وه ليدلې، زما لپاره دا خوند راكوي چې دغه بڼ ته راشم او له هغو ځوانانو سره مرسته وكړم چې د واده تيارى نيسي."
جيمي وويل:
"دى هم هماغسې ښكلى ځوان دى، دوى چې څومره پيسې درلودلې، ټولې يې پر دغو بدرنګو قوارو لګولي او اوسني نقابونه يې رانيولي دي".
سپين ږيري وخندل او د واده لګښت يې پر خپله غاړه واخيست، ما چې هرڅومره ټينګار وكړ او د مور ناروغي مې پلمه كړه، چا راسره ونه منله، ويل به يې:
"موږ به هر ساعت له روغتون څخه خبر اخلو".
ډېر خوندور جشن تر سره شو، زموږ د كوربه په بلنه تر سلو زيات نابلده كسان واده ته راغلي وو، ښځې او نارينه زما او د ليدا پر شا وخوا راټول شوي وو او موږ ته يې مباركۍ راكولې، زموږ د ښكلا ستاينه يې كوله. يو ځوان راغى او له ليدا څخه يې د نڅا غوښتنه وكړه، خو هغې عذر وغوښت، د بل چا هيله يې هم ونه منله.
ورو مې وويل:
"ولې نه ورسره ناڅې؟ زه غواړم ته يو څوك وټاكې، په دې توګه به زه له يوې سره وناڅم".
په غوسه شوه:
"ولې موږ څه پرېكړه سره كړې وه، هېره دې شوه؟ موږ نه وو ويلي چې له يو بل پرته به بل چا ته نه ګورو؟".
ومې ويل:
"ته رښتيا وايې، راځه چې دواړه په ګډه وناڅو".
يو بل مو ټينګ په غېږ كې ونيول او په نڅا مو پيل وكړ، خو زه داسې وم، لكه چا چې په زنځيرونو تړلى يم... له نېكه هغه زنځير د ليدا په ښكلو منګولو كې و".
موږ دواړو په نڅا كې لاسبري لرله، خلكو موږ ته خوشحالي كوله.
خو دا چې موږ تل يو بل سره نڅېدو حيران وو، ځكه چې موږ له بل چا سره نڅا نه كوله.
هغه خوښي او عيش تر سهاره وغزېد، كه څه هم تر سهاره مې دوه ځلې د مور په اړه ښه خبرونه ترلاسه كړل، خو بيا مې هم په زړه كې يو پټ شور ګډ و. پر شوګير او ژړا سربېره مې غوښتل بيرته كور ته لاړ شو. خو كوربه، جيمي، ليدا او نورو ملګرو مې مخنيوى وكړ، زما له مور څخه يې اجازه واخيسته چې دوې ورځې نورې هم تېرې كړو.
سپين ږيري موږ ټول د تفرېح او چكر لپاره د سيندغاړې او ځنګله ته چې ښار ته نژدې و، بوتلو.

  
تر درېيو ورځو وروسته خپل ښار ته راستانه شوو، ليدا خپلې دندې ته لاړه، زه خپل كور ته، غوښتل مې جامې بدلې كړم او يو ځل روغتون ته سر ورښكاره كړم، بيا اجازه واخلم او ليدا كور ته راولم.
ور مې پرانيست ټكان مې وخوړ. د كور دالېز تياره و! پردې هم راكش شوي وې! څراغ مې بل كړ، د دالېز په مخ كې د پراته مېز پر سر مې يو پاكټ وليد چې شاوخوا يې توره ليكه راكش شوې وه، زړه مې په زوره ودرزېد. په لړزانده لاس مې ليك پرانيست، د مادلن خط و، ليكلي يې وو:
"ګرانه ويليامه! نه پوهېږم لومړى بايد تا ته ډاډګېرنه دركړم كه مباركي؟ خو زړور نارينه لومړى له سختيو سره ډغرې وهي.
هو! روزګار تر ټولو لويه بدمرغي درپه برخه كړه!... رښتيا ده چې ټولې ميندې مري، خو ستا مور له نورو څخه بېله وه. ستا لپاره ملګرې، رهبره، غمخوره، بخت، اقبال، سترګې، څراغ او رڼا وه. د ټولو مور وه، لكه لمر او باران، بې منته به هر چا ته رسېده. يوازې تا ته ډاډ نه دركوم، بلكې ځان ته هم، هر چا ته چې يو ځل يې ليدلې وه او د هغې د اروا عطر يې بوى كړى و.
هر چا به چې د هغې ارام چلند، موسكې سترګې ليدې او هغه نرم غږ به يې اورېده، خپله ټوله غوسه او غم به يې هېراوه! هر چا به چې هغه موزون اندام، ښكلى صورت او پرانيستې ټنډه ليده، د اروا مرغه به يې د هر غم له بنده خلاصېده، هر چا به چې د هغې له خبرو او نصيحتونو څخه ګټه اخيسته، لكه د خپلو ستونزو كيلي يې چې تر لاسه كړې وي، هر غم به ورته خوشحالي جوړېده، هره كينه او بدي به مينه او نېكي.
تا ته به پوښتنه پيداكېږي چې زه ولې هغه جنتي وجود درته ستايم، د دې لپاره چې ته د جلال، وقار، درناوي او د نېكي هغه غره ته دومره ورنژدې وې چې نه دې شول كولاى سر تر پښو يې ووينې، زه ليري وم ځكه مې ټوله ليده. اّيا ته پوهېدې چې هغه ولې ورځ تر ورځې ناروغه كېده؟ راشه درته ويې وايم:
د دې لپاره چې ستا د خوښې وړ هنري اثار ونه پلوري، د شپې به يې په كور كې كار كاوه او مزدوري به يې اخيسته، يانې خپل ځان يې ذره_ ذره تر تا قرباناوه، خو نه يې غوښتل چې ته پوه شې. هغې خپل راز يوازې ما ته وايه.
ته يې په زړه پوهېدې چې څومره يې ستا د نېكمرغۍ او سرلوړۍ هيله درلوده؟ په دې زه پوهېدمه، پوهېږم چې څومره سوز او كړاو يې ګاله. نه يې غوښتل چې تا، ستا د خوښې خلاف كار ته وهڅوي، په يوه نظر به يې بدۍ او ښېګڼې پېژندې، خو نه يې غوښتل چې خوله پرانيزي. زه په دې ټولو پوهېدمه، ځكه چې د راز محرمه يې ومه. زما لپاره همدا وياړ دى، چې د راز داسې يوه محرمه مې درلوده. زما وياړ او تسلي همدومره ده چې دغسې يوه نېك او سپېڅلي موجود په خپلې همرازۍ منلې ومه.
موږ به كه هره ورځ نه سره ليدل، د ټليفون له لارې به مو خواله كوله، د خپل زړه ټولې خبرې يې ما ته كولې، د خيال يوازېنى محور يې ته وې، تل به ستا په سوچ كې وه او ستا په اړه به يې خبرې كولې، يا به يې زما سره مشوره كوله.
ما هم د هغې غوندې نظريه درلوده، تل به مې ويل: پرېږده ويليام په ژوند كې خپلواك وي او په خپله خوښه ځان ته د ژوند ملګرې وټاكي، تل به مې غوښتل چې زما په باب څه ونه وايي، ځكه ما ويل پرېږده ته په خپلو خيالونو كې زما په نسبت شكمن واوسې.
هره ورځ به مې په روغتون كې د هغې خبر اخيست، په دې وروستيو شپو كې به يې تر سهاره سر ته ناسته وم. ستا د واده شپه، د هغې وروستۍ شپه وه، كشيش راغى، دعا يې ولوسته، بېرته لاړ.
په هغو وروستيو شېبو كې يې وويل:
"ويليام ته ټليفون وكړه او ورته ووايه چې زه ښه يمه. نه غواړمه چې زما د مړينې له كبله يې د واده جشن خراب شي، كاشكې زه سل واره مړه واى، خو چې د ويليام دغه تړون نېكمرغه كېداى".
سبا دې د مور غوښتنه له اسمانونو څخه راورسېده، تا ته مې ټليفون وكړ چې دوې نورې ورځې هم پاتې شې، نه مې غوښتل د مور په مرګ دې عيش خراب شي، ما يې د جنازې ټول مراسم په خپل لګښت، څنګه چې له هغې سره ښايېدل، تر سره كړل. د هغې په جنازې پسې په سلګونو كسان روان وو، ما ستا پر ځاى د هغې پر خاورې اوښكې تويې كړې، د هغې قبر مې د هديرې په لوړ ځاى كې جوړ كړ، چې وكولاى شي له هغه ځايه تا وويني!
يوه پلورنځي ته مې پيسې وركړې، چې له ښو مرمرو څخه د هغې يوه مجسمه جوړه كړي، كله چې جوړه شوه، ته يې د مراسمو او دود له مخې هلته ودروه.
هيله لرم چې خداى() د رحمت يو پرښته راولېږي، چې پر تا د دې مصيبت زغم اسانه كړي. هيله لرم د رحمت او نېكمرغۍ پرښته " ليدا " ستا لپاره داسې مېرمن وي چې ژوند دې نېكمرغه كړي. كه داسې وي، خو درته مباركي وايم.
ته ښه، نازنين او د نېكمرغۍ وړ يې. ستا د فطرت ګل له نېكۍ څخه راټوكېدلى، كه ته مغروره شې او زياتې ناوړه غوښتنې ولرې، ستا ګناه نه ده، دا د طبيعت ګناه ده چې ته يې تر ټولو ښكلى پيدا كړى يې.
پوهېږم چې پر ما دې هم زياتې ګوتنيونې كړي، ته دومره ښه وې چې زړه نه دې غوښتل زما تر ټولو رښتينى عيب راته په ګوته كړې او راته ووايې چې ته بدرنګه يې! نورې خطاوې دې پلمه كړې او غوښتل دې، چې زما زړه ازار نه شي.
هو! پوهېگږم ته دېر ښه يې، ځكه چې ډېر وخت دې انتظار وايست، چې زه د حورې غوندې شم او ستا ښكلا ته هم كوم زيان ونه رسېږي، نه دې د خپل زړه غوښتنه لږه كړه، په ما دې قناعت ونه كړ.
پوهېږم چې زړه دې راباندې سوځي، پر ما دې ځكه ملامتۍ رااړولې، چې هم ما نېكمرغه، هم ځان پر حق وګڼې، ګنې ښه پوهېږې چې ما هېڅكله هم موريس د واده لپاره نه و ټاكلى، له تا پرته به له بل چا سره مينه ونه لرمه او په زړه كې به يې نه ساتمه.
خو زړه دې ډاډه ساته، ځكه زه خپلې هيلې ته رسېدلې يمه، پر تا مينه يمه، زه دې د خپل وجود بڼ ته بوتلمه او ما ننداره وكړه، زما ارمان پوره شو. ما له دغه باغ څخه د ټول عمر لپاره خپل زړه او سترګې له ښكلا څخه ډكې كړي، نور نو له دنيا څخه څه نه غواړمه: له هغه مينه ناك صورت، پاروونكو سترګو، خوږې اروا څخه چې شعر، نوا او سرور په كې ورګډ دى، بله څه غوښتنه ولرمه؟
څومره چې روزګار تا پوهوي، دغه شعر او نوا هومره خوږه كېږي. له تا څخه مې ډېر يادګارونه ترلاسه كړي، چې ټول عمر به ورسره خوشحاله يمه. ډېرې شپې به ستا په ياد اوچتېږمه، هغه خبرې مې چې درسره كړي يا مې اورېدلي، بيا وايمه او اورمه به يې. څومره ډېرې ورځې به ستا په ياد، دښتو، ځنګلونو او سيندونو ته لاړه شمه، د هغوى د زړه دردونه به اورمه، د مرغانو له
زمزمو، د نسيم له پستو وږمو او د ونو له سازونو سره به همنوايي كومه...
زما پر حال دې بايد رخه راشي، ځكه چې بدرنګه خلك يوازې د مينې په يو څو شېبو پوهېږي، د غمونو له زغم او له هغو سره په ګوزاره كې ډېر خوند اخلي، خو پر خپلې ښكلا مغروره خلك ترې بې برخې دي.
ته زما يې زما او ستا ارواوو سره واده كړى، هېڅ قانون او ځواك نه شي كولاى دغه روحاني واده باطل كړي. څومره ښه دې وكړل چې زه دې ونه كړم، كه دا خطا دې كړې واى، زه به له دغې اسماني مينې څخه بې برخې وم. ځكه، ته لا د اروا ښكلا نه وينې او په ظاهر كې ښكېل يې. هغه څه دې چې غوښتل، په ما كې دې ونه موندل، تا به په د غوسې له كبله زما بدن او اروا راوژله. خو زه اوس تر پخوا زياته راژوندۍ شوې يمه، ځكه نو ښكلاوې او ښېګڼې تر پخوا رڼې وينم او ستا غږ تر پخوا ښه اورم.
پخوا مې هېڅكله اوښكې نه وې تويې كړي، ګومان مې كاوه زما سترګې د مينې او شفقت دنيا ته لاره نه لري، يا مې په سينه كې كاڼى دى چې دغې

بل مخ