صبر

يولوى سرمايه داره سړى وو ډير درحم اوعاطفه خاوند وو پرغريبانواو بيوزلا نوباندي يي هميشه خيراتونه او زكاتونه ويشل د هغود احوال څخه يي خپل ځان خبراوه داسي ورځ يا شپه به نه وه چي د ده پركور به ميلمانه ناست نه وه ميوې اوغله جات پروردګار عالم ورته پريمانه د باغو اومځكو څخه ورته ارزانه كړي وه همدا ډول د اولادونو هم ورته كمى نه وو ځوانان زامن لوڼي اونكاحي ښځې هم ورته حاضر باشه ولاړي وې څه چي به يي ويل هم هغسي به كيدل د شاوخوا كلي خلګ هم ځني راضي وه داسي سړى نه وو چي د ده بد خواه واى ټولو خلګو ورته په درنه سترګه كتل او هر چاد ده احترام كاوه پروردګار عالم هم وده ته دومره مهربانه اونرم زړه وركړى وو چي د ژوند په هره لحظه كي به د خپلوخلګو اوعوامو دپوښتني دپاره چمتو وو دمريضانو به يي احوال په ډيره مينه اومحبت سره اخيستۍ د دارو او درملو د پاره به يي ورسره مرسته كول داخترد خوشحالي دپاره به يي وټولو غريبانو ته جامي جوړولي پخپل ماحول اوچارپييال كي به يي دغلو داړه مارانو شيطانانو اوفاجرانو لاسونه لنډول او نه به يي پريښوول بلكه د خپل حسن اخلاق په درلودلو سره يي داسي كسان په سمه لاره راوستلي وه ځكه د ضرورت مواد به يي ورته په وړيا توګه وركول اوكه به كم مشكلات ورته پيداكيدل نوحتي الوسع به يي دحل كولو لاري ورته پيدا كولې خير د دنيا ژوند دى عمر دى تيريږي يو الله پاك پخپل حال دى او پاته كيږي يوه چپه ګرګو ددې دينداره سړي و دروازې ته ودريدل او يوه توره بلا ددې سړي په كور ننوتل باغونه يي وچ سول مځكي يي ويجاړه اودكښت دحالت څخه ووتلي زامن يي هم ځني ولاړل ښځي يي هم ورڅخه جلا جلا سوي دى هم په يوه بې درمانه رنځ باندي اخته سو داسي حالت ته ورسيدى چي نور نودكلي خلګ ددې سړى دمرض څخه په تنګ راغلل اودا نيك سيرته سړى يي دخپل كلي څخه دباندي وايستۍ يوه ښځه ورته پاته سول نورنو ټول كوراوكهول ځني جدا سول ددې نيك سيرت سړي رنځ اوتكليف ورځ په ورځ ډيريدى مګر ده هيڅ اّه هم نه كښى دايوې ښځي به دده د پاره ډوډۍ راوړل اودده خد مت به يي كاوه د شپې اوورځي به ورسره وه دخلګو كورونو ته به تلل جامې به يي مينځلې يا به يي ميچن څرخول اويا به يي د خلګو كورونه جاروب كول څو ددې مزدورى په نتيجه كي څه خواړه دخپل ځان اودې نيك سيرته سړي د پاره تيار كړي ددې ښځي ډيرښه ښايسته چوټيان ( وريښتان ) وه داسي يو ورځ راغله چي يوه ګنهكاره سړي ددې ښځي څخه ددې د وريښتانو د پرې كولو غوښتنه وكړه هرڅومره چي دې ښځي انكار وكړ كومه فايده يي نه درلودل ښځه چي د مجبورى په حالت كي وه او بله چاره يي نه درلودل دمزد په عوض كي يي خپل وريښتان قيچي كړل څو وكولاى سي خپله اعاشه برابره كړي په دې وخت كي يو شيطان په منډه راغى اودې نيك سيرته سړي ته يي په چپه ډول دابيان جوړ كړئ دانيك سيرته سړى چي ډير پرهيزګاره وو ډير خوابدى سوخو افسوس په داسي حالت كي وو چي هيڅ يي هم نسواى كولاى پرشيطان يي لعنت ووايه اوځان يي وخپل خداى ته وسپارۍ كله چي يي ښځه راغله ټول احوال يي ورته ووايه اود شيطان مخ يي توركړي يوې چشمې ته يي ځان ورساوه اوهلته يي خپل ځان ومينځۍ په داسي حالت كي چي دپرې وللو توان يي هم نه درلودى . دقدرت كار دى په دې چشمه كي ددې نيك سيرته سړي شفا وسول او روغ رمټ سو اوتريوې لوي خطرناكي مرحلي وروسته بيا پروردګارعالم ورته د ژوند ټول سامانونه مهيا كړل .

سوالونه

1. اوس نو وواياست دانيك سيرته سړى څوك و؟
2. ددې چشمه په ګوته كول ورته چاوكړه ؟
3. ددې نيك سيرته سړي عادت څه وواوڅه ګټه يي وكړه ؟

جوابونه

1. دانيك سيرته سړى حضرت ايوب عليه السلام وو.
2. پروردګارعالم ورته دخپلي مهربانى له امله دده توبه قبوله كړه اوددې ازمايښت څخه يي كاميابه وايستۍ داځكه چي پروردګارعالم پخپلو بندګانو ازمايښت كوي هرهغه كس چي صبر او حوصله وكړه حتماً كاميابي دهغه په برخه ده .
3. ددې نيك سيرته سړي عادت صبر ووځكه خود صابرايوب پنوم ياديږي .
نوټ:داقصه زموږد پاره يوسرمشق دى څود بې صبرى نه وساتل سو