د پيليزې پرځاى

له سلامو او نمانځنو وروسته.

د چا خبره په ژوندونې مې محشر وليد، كه څه هم د كربلا له مېدانه مې سر روغ راوويست خو يوه لومړنى شعري ناچاپه ټولګه مې د زرګونو شازلميانو په وينو لړلې په لېلې كې پرېښوده.
كه له يوې خوا مې د شازلميانو شهادت ژړوي له بلې خوا مې ټولګه هم ارام نه پرېږدي.
دغه ماتې ګوډې كرښې چې تاسې يې په \"رڼې اوښكې\" كې لولئ دغه زما د ژوند د راز او نياز كرښې وبولئ او دا حق هم چا ته نه وركوم چې هغه دغه په كې وكړي د فن له مخې ښايي كره كتونكي په خپلو برېتو لاس وهي او ووايي چې نيوكې او ستاينې زمونږ حق دى چې پرې يې وكړو. زه دا وايم چې كه خوندوروي او يا بې خونده خو زما د زړه كرښې دي او ماته خوند راكوي، او په همدې كې مې د ژوند، مينې او عشق هغه بې بري راز هم پروت دى چې پرته زما د زړه او څښتن تعالى له ذاته اّن خپله معشوقه مې هم پر ما پوه نه شوه چې زما ورسره مينه وه!؟

نور تاسې درانه
او خپله خوښه مو
ستاسو اجمل